Connect with us

تازه خبرونه

د پکتیکا په برمل ولسوالې کې ښوونځي نشته؛ زدکوونکي د پولې هغې خوا زدکړې کوي

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۸

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسیدونکي وايي؛ د ښوونځیو نشتون دوی دې ته اړ کړي، چې زدکوونکي د دیورند فرضي کرښې هغې خوا د پاکستان تر بیرغ لاندې زدکړې وکړي.

دوی زیاتوي، چې له تېرو اتلس کلونو راپدیخوا حکومت په دې ولسوالۍ کې پوهنې ته پاملرنه نده کړې.

مبارز افغان، د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی وايي؛ دوې د تعلیم لپاره هیڅ راز آسانتیاوې نلري او هلته یوازې درې ښوونځي شته، چې د بهرنیانو لخوا جوړ شوي  او اوس هغه هم بیارغونې ته اړتیا لري.

له بلې خوا د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وايي؛ سږکال یې په برمل ولسوالۍ کې څلور ښوونځي، چې دمخه تړلي وه، د زدکوونکیو پرمخ خلاص کړي او په راتلونکي کال کې به د زدکوونکیو لپاره اوس ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.

د سیمې مشران وايي، که حکومت ورته په دې ولسوالۍ کې د ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ کړي زدکوونکي به یې دې ته اړ نه وي، چې له کرښې هغې غاړې ته د زدکړو زیار وګالي.

صابر د دغې ولسوالۍ اوسیدونکی بیا وايي، چې کتابونو او مسلکې استادانو ته هم اړتیا شته او د هغه شته استادانو معاشونه هم پر وخت سره نه ورکول کیږي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست هم په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې مني؛ خو وايي، چې سږکال یې د برمل ولسوالۍ په ګډون په ډېرو سیمو کې تړلې ښوونځي خلاص او جوړ کړي دي.

محراب الدین شفق د پکتیکا د پوهنې مشر ويلي، چې له ټولو اته ښوونځیو څځه يي سږکال ۴ ښوونخي بیا پرانیستي دي.

دې زیاتوي، چې یاده ولسوالي یوه سرحدي سیمه ده، چې وګړي یی د ورځنيو دندو لپاره د پولې هغې خوا ته تګ راتګ کوي.

تازه خبرونه

له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول

د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

Published

on

د تاجکستان چارواکو ویلي؛ د هېواد سرحدي ساتونکو له هغو وسلوالو سره نښته کړې، چې له افغانستان څخه د تاجکستان ختلان ولایت ته دننه شوي وه.

د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

د یادې کمیټې د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې د شپې لید وسایل، وسلې، لاسي بمونه او نور مهمات نیول شوي دي.

دا په تېره میاشت کې د تاجکستان په خاوره کې درېیم برید دی. په دې بریدونو کې چینایي وګړي پر نښه شوي وه.

اسلامي امارت له دې مخکې تاجکستان ته ډاډ ورکړی و، چې د سرحدي امنیتي تدابیرو د ټینګولو او ګډو پلټنو ترسره کولو ته چمتوالی لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د ‌المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

Published

on

امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.

امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.

لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.

د اف‌بي‌ای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!