تازه خبرونه
سولې ته له رسیدو وروسته هم باید نړیوالې مرستې روانې وساتل شي
د حکومت یو شمېر پخواني او اوسني وزیران سولې ته له رسیدو وروسته هم د نړیوالو مرستو د جاري ساتلو غوښتونکي دي.
دغو وزیرانو دا ټینګار هم کړی، چې د سولې په خبرو کې دې د افغانستان اقتصادي نظام هم د پام وړ وګڼل شي.
د اقتصادي چارو یو شمېر ماهرین او پخواني چارواکي د امریکا په سفارت کې د اقتصادي او سیاسي غونډې تر نامه لاندې په یوه غونډه کې ګډون وکړ او سولې ته له رسیدو وروسته یې هغه ستونزې او فرصتونه، چې افغانستان ورسره مخ کیږي؛ پرې خبرې اترې کړي دي.
د اقتصاد وزیر محمد مصطفی مستور وایي، سولې ته له رسیدو وروسته د ښه اقتصادي نظام د درلودلو لپاره باید منظم اقتصادي پلان جوړ شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۳۳ په سلو کې بودجه مو پر جګړې لګول کیږي، ۳۳ نوره د جګړې پر ورانیو لګیږي؛ ځکه، نو ۲ پر ۳ برخه د بودجې یوازې پر جګړې لګول کیږي.
د مالیې پخوني وزیر انوارالحق احدي هم له مرسته کوونکیو هېوادونو وغوښتل، چې سولې ته له رسیدو وروسته خپلې مرستې چارې وساتي.
هغه زیاته کړې، افغانستان د جګړې د خرابیو د جوړولو وس نلري.
د دوی په باور افغانستان ته د نړیوالو مرستي د دې ترڅنګ، چې د افغانستان لپاره ګټورې دي؛ منفي ټکي هم لري.
د مالیي پخوانی وزیر عمر زاخېلوان وایي، په بېلا بېلو برخو کې پر نړیوالو مرستو د افغانستان اتکا؛ په اقتصادي برخه کې بد تړاو رامنځته کړی. داسې ، چې که مرستې بندې شي؛ مونږ ۶ میاشتې هم ځان ساتلی نشو.
له دې مخکې سیګار یا د امریکا پر مرستو د څار ادارې هم خبرداری ورکړی و، چې سولې ته له رسیدو وروسته به ۸۰ زره طالبان ټولنې ته رادننه کیږي؛ د منظم اقتصادي پلان نشتوالی دې ته زمینه برابره وي، چې طالبان له نورو ترهګریزو ډلوسره مدغم شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سفارت چارسمبالي نن په کابل کې د سولې او اقتصاد ناستې ته څرګنده کړې، چې امریکا او ملګري به یې په افغانستان کې د شوروي اتحاد تجربه تکرار نکړي او له دې هېواد سره به ژمن پاتې وي.
تازه خبرونه
سېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بېځایهکېدا ته اړ کړل
د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.
په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.
د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.
دغه راز د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
همداراز، یوازې د تېرې شپې (چارشنبې) د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له کبله پراخ زیانونه اوښتي دي.
د هلمند د امنیې قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي؛ خو په کندهار او روزګان ولایتونو کې وروستیو اورښتونو کرنیزو چارو ته هیلې زیاتې کړې دي.
د کندهار کرنې ریاست وایي، په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۲۴ ملي مټره باران شوی او د روان کال ټول اورښت ۱۷۹ ملي مټرو ته رسېدلی؛ خو اوس هم د وچکالۍ د بشپړ مهار لپاره نورو اورښتونو ته اړتیا ده.
په همدې حال کې د روزګان د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وايي؛ په دې ولایت کې وروستي اورښتونه ۲۳.۱۸ ملي مټره ثبت شوي، چې د سږني کال ټوله کچه ۱۷۲.۱۶ ملي مټرو ته رسېدلې ده.
ویل کیږي، چې د یوه سمسور کال لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملي مټرو باران ته اړتیا ده.
تازه خبرونه
له ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
په دوبۍ کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو حکومت ته؛ د کښتۍ او همدارنګه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې، د ایرانیانو د لېږدولو د اجازې غوښتنه سپارل شوې ده.
د ایران تسنیم خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راپدېخوا په دوبۍ، متحده عربي اماراتو کې میشت ۱۲۶۲ ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې ایران ته راستانه شوي دي.
په دوبۍ کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو حکومت ته؛ د کښتۍ او همدارنګه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې، د ایرانیانو د لېږدولو د اجازې غوښتنه سپارل شوې ده.
له دې مخکې د اماراتو هوايي شرکت اعلان کړی و، چې له دې هېواد څخه د ایراني وګړو راتګ یا لیږد منع دي.
تازه خبرونه
په ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون لخوا ټاکل شوې کمیټه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو ارزونه کوي، چې له بشپړېدا وروسته به ټول څړځایونه د ځمکې په بانک کې ثبت او خوندي شي.
د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون تېر کال په درې ولایتونو کې له ۲۷ میلیون او ۵۷۰ زره جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت او خوندي کړي دي.
د عدلیې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ دا عامه څړځایونه په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې دي او د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون د ټاکل شوې کمیټې لهخوا ارزول شوي او د یاد کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ خوندي او ثبت شوي، چې ۹ میلیون او ۳۲۱ زره جریب یې په فاریاب، له ۴ میلیون او ۱۶۷ زره څخه ډېر په باغیس او له ۱۴ میلیون جریب څخه ډېره په بدخشان ولایتونو کې خوندي او بثت شوي دي. دا څړځایونه د دغو ولایتونو په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دي.
د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون لخوا ټاکل شوې کمیټه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو ارزونه کوي، چې له بشپړېدا وروسته به ټول څړځایونه د ځمکې په بانک کې ثبت او خوندي شي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago«پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی» – د امریکا کانګرس
-
لوبی4 days agoپه بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
-
تازه خبرونه3 days agoافغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزې سوداګریزیزۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۲۵ کیلومټره کار بشپړ شوی- د کانونو وزارت


