Connect with us

تازه خبرونه

له طالبانو سره خبرې د عملي کار پړاوونو ته وردننه شوي- خلیلزاد

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره یې په خبرو کې پر څلورو مسایلو رښتینی پرمختګ کړی او اوس یې پرعملي کړنلارو کار کیږي.

په ښکاره داسې بریښي، چې له طالبانو سره د امریکا خبرې حساس پړاو ته وردننه شوي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالب استازیو سره له اووم پړاو خبرو اترو وروسته څرګندوي، چې له طالبانو سره د څلورو مسایلو په تړاو خبرو کې رښتینی پرمختګ راغلی دی.

زلمی خلیلزاد د یثو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وایي: غواړم تاسې ته ووایم، چې مونږ په ټولو څلورو برخو کې رښتني پرمختګ ته رسیدلي یو؛ مونږ خبرې اترې درلودې او هیله لرو، چې راتلوونکې خبرې هم نږدې راتلوونکې کې پیل شي او مونږ له هغو نظریاتو، چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې مو تر اوسه تر لاسه کړي، راضي یو.

خلیلزاد له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پلان د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د طالبانو له ژمنې سره تړلې بولي او وایي،‎؛ اوس واشنګتن او طالبان پر هغو برخو، چې هوکړه پرې شوې، په عملي کړنلارو کار کوي.

ښاغلی زلمی خلیلزاد زیاتوي:  مونږ پر هغو اجرائي کړنلارو د ډاډمنیا لپاره کار کوو، چې ژمنه یې کیږي؛ پلي کیږي. د امریکایي ځواکونو د وتلو مساله هم د طالبانو له ژمنې سره تړلې، چې مونږ ته به یې راکړي. مونږ همدا راز له افغان دولت سر په خبرو اترو کې یو او مونږ غواړو، چې په راتلوونکي کې هم له افغانستان سره اړیکې خوندي پاتې شي.

د سولې عالي شورا غړې لیلا جعفري وایي؛ دوی کیدی شي پر لومړنیو خبرو همغږۍ ته رسیدلي وي، خو د افغانستان د حکومت کار به له ځنډ او خنډ سره مخ وي.            

د دې تر څنګ خلیلزاد د سولې په خبرو کې د ښځو د رول په پراختیا ټینګار کوي او وایي، ښځې به د سولې په رسمي خبرو اترو کې یوه یا څو څوکۍ ولري.

خلیلزاد د سولې په خبرو کې د ښځو پر پراخ رول د ټینګار تر څنګ وایي، له طالبانو سره به یې د خبرو اترو بل پړاو په نږدې راتلوونکې کې پیل شي.

د دوحې د ناستې برخواله شاه گل رضایي وایي، چې مونږ باید له هر پرمختګه ملاتړ وکړو؛ خو مسایلو ته هم باید ډېر ډاډمن ونه اوسو.               

طالبان بیا  له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او په ترهګرۍ ضد هڅو کې د تضمین ورکولو پرمختګ تائیدوي؛ خو اوربند او د رسمي خبرو اترو پیل د افغانانو کورني مسایل بولي.

په همدې حال کې ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به د چین له سفره وروسته له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو اترو بهیر هم امریکایي چارواکو ته ورسوي او وروسنه به له دې ډلې سره د خبرو اترو اتم پړاو په نږدې راتلوونکې کې له سره پیل کړي؛ خو سرچینو ویلي، د دې خبرو اترو له پیل سره جوخت د افغانانو څلورم پړاو خپلمنځي خبرې د سیمې په یوه هېواد کې پیلیدونکې دي.

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!