تازه خبرونه
له طالبانو سره د خبرې کوونکي پلاوي د غړیو نوملړ وروستی شوی ندی
له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د افغان مرکچي پلاوي یوه غړي له آریانا نیوز سره په خبرو کې د جمعې پر ورځ( د زمري ۱۱) ویلي، د دغه پلاوي د غړو نوملړ تر اوسه وروستی شوی ندی او خبرې پرې روانې دي.
ښاغلی حاجي عزیزالله دین محمد ویلي؛ څومره، چې زه پوهیږم نن هم پر نوملړ بحث او خبرې روانې دي. له همدې کبله ترې بشپړ معلومات نلرم.
مخکې حکومت ویلي وه، چې له طالب استازیو سره د خبرو اترو لپاره پېنځلس کسیز پلاوی وروستی شوی دی.
د حاجي دین محمد تر څنګ د عبدالحکیم منیب، حبیبه سرابي، شاه ګل رضایي، محمد ناطقي، نادر نادري، حفیظ منصور، عالم خلیلي، عطاالله لودین، انوارالحق احدي او باتور دوستم نومونه هم لیدل کیږي؛ خو د مرکچي پلاوي غړی حاجي دین محمد دا نوملړ سل په سلو کې رښتینی او نهایي نه بولي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې په نږدې راتلوونکې کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي او دا خبرې به په سترې کچه کې تر سره شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي، چې پرته له شکه به د خبرو اترو کچه ستره وي او مونږ پر وروستیو لاسته راوړنو ټینګار کوو.
د حاجي دین محمد په وینا، د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د مرکچي پلاوي پرېکړې به الزامي وي.
حاجي دین محمد وایي، ټاکل شوې امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره د سولې لپاره بېل ـ بېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې دواړو لوریو ته به تر خپل کنترول لاندې سیمو کې الزامي وي.
له طالبانو سره د خبرو اترو د مرکچي پلاوي دې غړي ویلي؛ ټاکل شوې چې په نږدې راتلوونکې کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ کومې خبرې چې د ده په وینا، په لومړیو ورځو کې به یې د مذاکرې لپاره قاعده جوړه شي او وروسته به دواړه لوري خبرې پیل کړي. د اوربند تینګښت به د افغانانو د خپلمنځي ناستې د اجنډا لومړی برخه وي.
تمه کیږي د افغان مرکچي پلاوي غړي داسې کسان وي، چې ټولو لوریو ته د منلو وي.
طالبانو مخکې ویلي وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پلان له اعلان وروسته د حکومت په ګډون له ټولو خواوو سره د سیاسي لوري د اړخ په توګه خبرو ته چمتو دي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه؛ ۴ «شهیدان» او لسګونه ټپیان
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
په کونړ ولایت کې ځایي سرچینو آریانا نیوز ته تأیید کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له کبله ګڼشمېر ملکي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
سرچینو زیاته کړې، چې ډېری ټپیان ښځې او ماشومان دي، چې دا چاره په دې سیمه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.
ځایي سرچینو همدارنګه ویلي، چې پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دې ولایت د مرکز د یارګل اړوند سیمه هم پر نښه کړې ده.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې بریدونو کې د کونړ ولایت د پوهنتون لیلیه هم زیانمنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه او نن غرمه هم په سپین بولډک کې یو ماشوم «شهید» کړ او پر ملکي سیمو یې توغندیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۶ پوځیان وژل شوي او لسګونه وسلې هم تر لاسه شوي دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د غویي اوومه وغندله او اتمه یې ویاړلې ورځ وبلله
اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اووهمې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د غویي اوومې او اتهمې د کلیزې پر مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې یې د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند لهخوا د محمد داوود خان د حکومت پر وړاندې پوځي کودتا غندلې او د مجاهدینو د بریا ورځ یې ویاړلې بللې ده.
اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اوومې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.
اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د افغانستان خلکو د ۱۴ کلنې وسلهوالې مبارزې له لارې د بهرني حضور پر وړاندې ټینګار او مقاومت وکړ او په پای کې یې د ۱۳۷۱ لمریز لېږدیز کال د غویي پر اتمه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
دغه راز اسلامي امارت دا یادونه هم کړې، چې د جهاد له پای وروسته افغانستان له کورنیو اختلافاتو او تنظیمي جګړو سره مخ شو، چې د یوه سوچه شرعي نظام د جوړېدا هیلې یې پر ناهیلۍ واړولې.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت د ګډوډۍ د پای ته رسولو، د یووالي د ترویج او د شرعي نظام د نافذولو لپاره رامنځته شوی او دغه موخې تر لاسه شوې دي.
اسلامي امارت همدارنګه د اوسني نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او له افغانانو یې غوښتي، چې په هېواد کې د ثبات ساتلو او د حکومتي جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره یو موټی او ژمن پاتې شي.
تازه خبرونه
په جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د یتیمتاق د سمنټو کارخونې جوړولو چارې پیل شوې
په دې مراسمو کې ملا برادر ټینګار وکړ، چې د کورني صنعت پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ده او هېواد ورو ورو له تولیدي اقتصاد سره مخ کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه( د غویي اوومه) په جوزجان ولایت کې د یتیمتاق د سمنټو د تولیدي کارخونې د جوړولو کار پرانیست.
په دې مراسمو کې ملا برادر ټینګار وکړ، چې د کورني صنعت پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ده او هېواد ورو ورو له تولیدي اقتصاد سره مخ کوي.
هغه وویل، د دې سترې صنعتي پروژې پیل د کورني تولید د ظرفیت د پراختیا، پر وارداتو د تکیا کمولو او د دوامداره اقتصادي پرمختګ د ترویج لپاره د پرلهپسې هڅو ښکارندویي کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي پر کورنيو تولیدات راڅرخیږي او خام مواد د دې پر ځای، چې بېپروسسه صادر شي؛ په هېواد کې دننه پروسس شي.
ملا برادر همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل؛ له افغانستان سره اقتصادي تعامل له رسمي لارو پیاوړی کړي او هغه څه یې، چې د هېواد د امنیتي وضعیت ښهوالی، سیاسي ثبات او نهکارېدلي اقتصادي فرصتونه وبلل، وځلول.
هغه خبرداری ورکړ، چې د نړیوالې اقتصادي همکارۍ محدودول، د انزوا پالیسۍ تعقیبول او د بندیزونو اوږدېدل نه یوازې نړیوالې اقتصادي ستونزې نه حلوي، بلکې نوي خطرونه هم رامنځته کوي او سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ کمزورې کوي.
نوموړي هېوادوالو ته د دې پروژې د پیل مبارکي وویله او له اړوند مسوولانو او قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د لوړ کیفیت لرونکی کار او پر وخت بشپړول یقیني کړي.
ویل کېږي، چې د یتیمتاق د سمنټو کارخونه د ۱۶۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د یوه ترکي شرکت له لوري جوړېږي. تمه ده، چې له بشپړېدا وروسته به دغه کارخونه هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه سمنټ تولید او شاوخوا ۵۰۰۰ مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه به رامنځته کړي. دا پروژه به په دوه کلونو کې بشپړه شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
تازه خبرونه5 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه5 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
تازه خبرونه5 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
-
سیمه ییز خبرونه23 hours agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی2 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
