تازه خبرونه
له کراچې څخه راولپنډۍ ته تلونکي ایکسپریس ریل اوراخیستی
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۹) یوه ریل اور اخیستی، چې په کې لږترلږه ۷۳ کسان مړه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
دغه ریل له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان و، چې په کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
د پاکستان د ریل یوه چارواکي ویلي، چې اور په مسافر وړونکي ایکسپریس ریل کې د ګاز سلندر د چاودنې له کبله رامنځته شوی دی.
ځینې مړي پېژندل شوي. پداسې حال کې، چې ډېر نور د پېژندلو وړ ندي.
د راپورونو له مخې؛ اور د ریل درې ډبې سوځولي دي.
د پاکستان د ریل وزیر شیخ رشید ویلي؛ د پخلي دوه بخاریو د اورلګیدنه پراخه کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ډېره مرګ و ژوبله له ریل څخه د کښته کیدو پر مهال رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چېد مرګ و ژوبلې د لوړیدو امکان هم شته.
دا په پاکستان کې سږ کال د دوه یم لوی ریل پېښه ده. په جولای کې ۲۴ کسان هغه مهال ووژل شول، چې له لاهور څخه کویټې ته د اکبر بګټي اکسپریس روان و او د پنجاب صوبې په صادق آباد تحصیل کې د والهر ریلوې په ستیشن کې له باروړونکي ریل سره ټکر وکړ.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د ادارو د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په ګډون د اسلامي امارت د ګڼو وزارتونو او همداراز د ملګرو ملتونو د ګڼو ادارو او د خصوصي سکتور لوړپوړو چارواکو ګډون کړې و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناستې کې د بهرنيو چارو وزارت تر څنګ د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، مهاجرينو او راستنېدونکیو چارو، کرنې او مالدارۍ، اوبو او برښنا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، پوهنې، شهداوو او معلولينو وزارتونو، د ښارواليو د چارو د انسجام رياست، کابل ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې ملي ادارې لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي مرستو د مسوولينو تر څنګ په افغانستان کې میشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو (OCHA، WFP، UNDP، UNICEF، UN Habitat، FAO، UNHCR، UNESCO، ILO، UNFPA، WHO، UNODC ) مسؤولينو، نړيوالو بنسټونو (IRC، INTERSOS، NRC، ACBAR، DACAAR، ACF) او د خصوصي سکټور لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو استازو د لومړيتوبونو د شريکولو او همغږۍ د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي په دې غونډه کې ويلي، چې، له نړيوالو مرستو څخه د پوره ګټې پورته کولو لپاره اړينه ده، چې د مرستو او وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.
د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسوول او د يوناما مرستيال انډريکا رټواټي د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته د کتنې تر څنګ ويلي، چې ملګري ملتونه پدې کار کوي، چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته راواړوي او هغه ساحې مشخصې کړې، چې د ملګرو ملتونو مرستې به پرې راڅرخي.
د ناستې په پای کې له طبيعي پېښو په ځانګړي توګه په هېواد کې له وروستيو سیلابونو څخه د اغېزمنو شويو هېوادوالو اړتياوو ته د چټکې رسېدنې، د همکارۍ او همغږۍ د روحيې پر ساتلو او زياتولو، له بشري مرستو څخه پراختیايي مرستو لور ته د حرکت او پر موضوعاتو د پراخ بحث لپاره د تخنيکي ميکانيزمونو پر رامنځته کولو هوکړه وشوه.
تازه خبرونه
چين مولوي عبدالکبیر ته په ټرانس – هیماليا ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د چارشنبې پر ورځ ( د غویی شپږویشتمه ) د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبید سره په کتنه کې هغه ته بلنه ورکړه، چې په ټرانس – هیمالیا فورم په غونډه کې ګډون وکړي.
په دې کتنه کې لومړی د چین سفیر له اسلامي امارت سره د خپل هېواد پر همکاریو ټینګار څرګند کړ او څرګندوي، چې د دواړو لوریو همکاري او متقابلې اړیکې د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي.
ژاو شينګ ویلي؛ د چين ولسي جمهوريت په نړيوالو غونډو او په ځانګړي توګه د امنيت شورا په غونډو کې د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلو همکاريو ته ژمن دی.
د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین د خلکو جمهوریت له همکاریو مننه کړې او وایي، چې اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه امنیت او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د سیمهییزو مسایلو، ثبات او پرمختګ په برخه کې فعال رول ولوبوي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د چین همکاري او د اسلامي امارت له دریځ څخه د بیجینګ ملاتړ د افغانستان د خلکو په ګټه وباله او څرګندوي، چې د چین همکاري کولی شي په هېواد کې مثبت بدلونونه او اقتصادي وده رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
د تورخم کمیشنر عبدالجبار حکمت ويلي؛ د تورخم لار به د پاکستان له لوري د ۳ ورځو لپاره د ناروغانو او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.
عبدالجبار حکمت ویلي، چې دغه لار به د جمعې له ورځې ( د غویی اتویشتمه) څخه تر یکشنبې ( د غویی دېرشمه ) پورې د ناروغانو او مسافرو پر مخ تړلې وي.
هغه زياته کړې، چې دغه سوداګريزه لار به ٢٤ ساعته پرانيستې وي او د باروړونکیو موټرو تګ راتګ او د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد به روان وي.
حکمت زياته کړې، چې د ناروغانو او مسافرو پر مخ د دې لارې د بندېدو لامل له پخوانۍ ودانۍ څخه نوې ودانۍ ته د پاکستان د سرحدي دفترونو لېږدول دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
سوداگري4 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
لوبی2 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه2 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه2 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه