Connect with us

تازه خبرونه

آریانا ټلویزیون د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال لیګ د درېیم پړاو سیالۍ خپروي

د دې سیالیو درېیم پړاو، چې د شنبې پر ورځ د مرغومي له دوه‌ویشتمې د سلواغې تر یوویشتمې / د جنوري له یوولسمې څخه د فبروري تر نهمې پورې به روانې وي؛ د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې خپل دریځ پیاوړی کړی او اوس په نړۍ کې د دوه‌یم ډېر لیدل شوي لیګ په توګه پېژندل کیږي.

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۳

آریانا راډیو ټلویزیون د نوي ۲۰۲۵ کال له پیلېدا سره درنو هېوادوالو ته د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز لیګ د سیالیو درېیم پړاو پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپروي.

د دې سیالیو درېیم پړاو، چې د شنبې پر ورځ د مرغومي له دوه‌ویشتمې د سلواغې تر یوویشتمې / د جنوري له یوولسمې څخه د فبروري تر نهمې پورې به روانې وي؛ د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې خپل دریځ پیاوړی کړی او اوس په نړۍ کې د دوه‌یم ډېر لیدل شوي لیګ په توګه پېژندل کیږي.

تېر کال د دې زړه‌راکښونکو دوه‌یم پړاو سیالیو د لیدو لپاره له ۲۲۰ میلیون ډېرو لیدونکو نوی ریکارډ جوړ کړ.

درېیم پړاو به یې هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کرکټ په دودیزو او نادودیزو بازارونو کې پراخه پوښښ ولري.

د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز لیګ د درېیم پړاو پرانسته به د شنبې پر ورځ (د مرغومي دوه‌ویشتمه / د جنورۍ یوولسمه ) د دبۍ په نړیوال لوبغالي کې له شاندارو مراسمو سره ترسره شي.

دا زړه‌راکښونکې پېښه به پر ځايي وخت له غرمې وروسته پر ۶:۳۰ پیل او له آریانا ټلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.

د درېیم پړاو لومړۍ لوبه به د اماراتو ايم‌آی اتله لوبډله او کوربه لوبډلې دبۍ کپیټلز ترمنځ وي.

د کرکټ په دې نړیوال لیګ کې ۶ لوبډلو د درېیم فصل لپاره د ۲۰ اوریز کرکټ لاندې ځینې ستر نومونه رانغاړلي دي:

لوبغاړي اندره راسل او سانیل ناراین به د ابوظبي نایټ رایډرز استازیتوب کوي. په داسې حال کې، چې الکس هیلز او شرفان راثرفورډ به د ډیزرټ وایپرز لپاره لوبې روانې وساتي.

د دبۍ کپیټلز لوبډله به ډیویډ وارنر او رومن پاول وساتي. دغه راز کریس جورډن او شیمرون هټمایر به د ګلف جایانټز لوبډلې لپاره لوبې وکړي.

د اماراتو ایم‌آی لوبډله بیا په خپل جوړښت کې نیکولاس پوران او اکیل حسین لري او د شارجې واریرز لوبډله هم عادل رشید او جان‌سن چارلیز بېرته خپلې لوبډلې ته راوستي دي.

جیسون روی له انګلستان څخه لیګ ته راستون شوی او اوس به د شارجه واریرز لپاره لوبه وکړي. په داسې حال کې ، چې په تېر پړاو کې د ابوظبي نایټ رایډرز لپاره دوه ځله لوبېدلی دی.

شارجه واریرز هم د نیوزیلینډ سوټي په ګډون خپله لوبډله پیاوړې کړې ده، چې په خپل لومړي پړاو کې به د لوبډلې مشري کوي.

د ویسټ انډیز پخوانی لوبډلمشر جیسون هولډر ښایي د ابوظبي نایټ رایډرز سره یوځای شي. په داسې حال کې، چې  تېره لوبه یې له دبۍ کپیټلز لوبډلې سره ترسره کړې وه.

دغه راز درېیم پړاو به څو زړه‌راکښونکې نوې زیاتونې هم ولري.

فخر زمان او لاکي فرګوسن به د ډیزرټ ویپرز لوبډلې لپاره ولوبیږي، شای هوپ به له دبۍ کپیټلز سره او روسټون چیس به د ابوظبی نایټ رایډرز لپاره لوبې وکړي.

مټیو ویډ او د افغانستان ابراهیم ځدراڼ به پر ترتیب د شارجه واریرز او ګلف جایانټز ته ځواک وروبښي. په داسې حال کې، چې روماریو شپرډ به د ایم‌آی امارات لپاره لیګ ته له لوبې برخمن شي.

د یادونې ده، چې په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د نورو خبرتیاوو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا راډیو ټلویزیون ATN تر څنګ زمونږ ټولنیزې رسنۍ هم وڅاري.

د سیالیو مهال‌وېش

 

تازه خبرونه

روسیې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د شتمنیو د خوشې‌کېدا غوښتنه یې وکړه

زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده او د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.

هغې ویلي، په افغانستان کې ډېر ماشومان تر لس کلنۍ پورې واکسین شوي نه‌دي او یوازې له ۵ څخه تر ۷ سلنې پورې ماشومانو واکسین ترلاسه کړی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په هر زر زېږونونو کې ۳۳.۱ ده، چې د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره ده.

زاخارووا د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل «د لویدیځو هېوادونو له لوري د نړیوالو مرستو سیاسي کېدا» بولي او د کابل پر وړاندې د امریکا او د هغې د متحدانو پر بندیزونو د نیوکې تر څنګ وایي، دغو کړنو تر ټولو ډېر د افغانستان پر زیانمنو قشرونو( ماشومانو او نویو زېږېدلیو) اغېز کړی دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې ډېری پېښې له وخته مخکې زېږونونو او د مور شیدو یا بدیلو خوړو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره تړاو لري.

زاخارووا له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته وسپاري او له افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نه‌کړي.

هغې ویلي، د افغانستان د بشري پروګرامونو لپاره نړیوالې مالي مرستې کمې شوې دي او د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدا د بحران پر وړاندې د حکومت د مبارزې وړتیا محدوده کړې ده.

هغې ټینګار کړی، چې روسیه به د نړیوالو اړوند بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نه‌لرم – جمعه‌خان فاتح

فاتح بي‌بي‌سي ته ویلي، په رسنیو کې د هغه او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه«له حقیقته لرې» دي او نوموړی نه پخوا او نه اوس کوم مخالفت لري.

Published

on

 

د زابل پخواني مرستیال والي جمعه‌خان فاتح کابل ته له سفر او د افغانستان د حکومت له رییس‌الوزراء سره له لیدنې وروسته هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف لري.

فاتح بي‌بي‌سي ته ویلي، په رسنیو کې د هغه او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه«له حقیقته لرې» دي او نوموړی نه پخوا او نه اوس کوم مخالفت لري.

هغه ویلي، په زابل ولایت کې یې د دندې د پای ته رسېدا لامل له پښتو ژبې سره نابلدتیا او روغتیايي ستونزې وې.

نوموړي زیاته کړې، چمتو دی په هر هغه ځای کې خدمت وکړي، چې د اسلامي امارت رهبري یې مناسب وبولي.

جمعه‌خان فاتح داسې مهال ارګ ته ورغلی، چې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز او د اقتصاد له وزیر سره یوځای یې له رییس‌الوزراء سره په لیدنه کې ګډون کړی و.

په وروستیو اوونیو کې د فاتح او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د احتمالي اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي وه؛ خو نوموړي دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی، چې له اسلامي امارت سره تل همکارۍ ته چمتو دی.

تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې له دې لیدنې وروسته به د نوموړي د راتلونکي موقف په اړه څه پرېکړه وشي او آیا کومې نوې دندې ته به وګومارل شي که نه.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره پر سوله‌ییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي دغه څرګندونې په هغه نړیواله غونډه کې کړي، چې د « په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان» تر سرلیک لاندې د اسلام‌آباد د سټراټیژیکو څېړنو اندتون(انسټیټیوټ) له لوري جوړه شوې وه.

Published

on

پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د سوله‌ییزو او باثباته اړیکو پر ساتلو خپل تعهد څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د اوږدمهالي ثبات لپاره خبرې اترې او سیمه‌ییزې همکارۍ اړینې دي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي دغه څرګندونې په هغه نړیواله غونډه کې کړي، چې د « په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان» تر سرلیک لاندې د اسلام‌آباد د سټراټیژیکو څېړنو اندتون(انسټیټیوټ) له لوري جوړه شوې وه.

سولنګي ویلي، پاکستان له افغانستان سره سوله‌ییزې او دوامدارې اړیکې غواړي او په تېرو وختونو کې هم د افغانانو ترڅنګ ولاړ و.

هغه زیاته کړې، اسلام‌آباد نه غواړي افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو پر مرکز بدل شي او د سیمې د سولې او امنیت پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه‌والي لپاره د چین، ترکیې او قطر د منځګړیتوب له هڅو هرکلی کړی او څرګندوي، اسلام‌آباد د دوه‌اړخیزو ستونزو د حل لپاره له خبرو ملاتړ کوي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند افغانستان د سیمې د لیدلوري مهمه برخه وبلله او د سیمه‌ییز نښلون، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د «افغانستان، منځنۍ آسیا او د سیمه‌ییز ثبات راتلونکی» تر سرلیک لاندې ځانګړې ناسته هم جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د سیمه‌ییز امنیت، ټرانزیټي نښلون او د همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل ویلي، هیچا ته به د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه د ګاونډ هېوادونو پر ضد اجازه ورنه‌کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117