تازه خبرونه
اسلامي امارت به هيڅکله پر اسلامي اصولو معاملې ته چمتو نهشي – مولوي عبدالکبير
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې پر ورځ (د چنګاښ ۳۱) په کابل پوهنتون کې د دیني او علمي سیمینار پر مهال، چې د شرعیاتو او اسلامي ثقافت د پوهنځيو له استادانو، د امارتي پوهنتونونو او د دعوت او ارشاد د امامانو او خطیبانو جوړ شوې و؛ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به هیڅکله د اسلامي امارت له اصولو سرغړونه ونهکړي.
مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي: اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې د مثبت تعامل او ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړې: هیڅکله به د اسلامي اصولو پر سر معاملې ته زړه ښه نهکړي او هیڅکله به د نورو د خوښۍ په خاطر له اسلامي اصولو تېر نهشي.
په دې سيمينار کې مولوي عبدالکبير ويلي، چې په افغانستان کې اسلام د ډېرو سرښندنو او قربانیو په پايله کې راغلى او پر سرښندنو او قربانیو به يې ساتنه کېږي.
هغه زیاته کړې؛ د تېرو شل کلونو په جهاد کې د هېواد خلکو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او عالمانو ونډه اخیستې او اسلامي امارت دوی د جهاد او اسلامي نظام په ټینګښت کې شریک ګڼي.
مولوي عبدالکبير دا هم ويلي: د اسلامي نظام ساتنه او پياوړتيا د هر چا ګډه دنده او مسوولیت دی.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال په ډاګه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ديني او عصري علومو د پراختيا او پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي؛ ټول علوم ضروري ګڼي او په يوه سترګه ورته ګوري، خو په دې دوه لسيزو کې ديني علومو ته هيڅ پاملرنه نهده شوې. همدا علت دی، چې د ديني علومو دا تشه باید ډکه او ډېره پاملرنه ورته وشي.
هغه د سیمینار ګډونوالو ته وویل: دا ثابته شوې؛ هغو، چې دیني او عصرې زدهکړې درلودې د دین او هېواد لپاره خدمت کوي او کړی دی.
هغه زیاته کړې؛ مونږ هغه داکتران او انجنیران غواړو، چې پر تخصص سربېره د اسلام اساسي او اړین تعلیمات هم ولري.
نوموړي په دې ناسته کې استادانو ته وویل: تاسې باید خپلو محصلینو ته څرګنده کړئ، چې مونږ د اسلامي نظام د ټینګښت او پیاوړتیا ترڅنګ په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د افغانستان د ځلولو لپاره کار کوو.
مولوي عبدالکبیر دا هم ویلي؛ اسلامي امارت په رښتیني توګه اسلام پلي کوي او هیڅ ډول معامله نهکوي. له همدې کبله اسلامي ثقافت او زدهکړه یوه مهمه اړتیا ګڼي.
تازه خبرونه
په پاکستان کې روانه ناامني د افغانستان د جګړې پر مهال د حکومتي سیاستونو پایله ده
اڅکزي ویلي، هيڅوک «بې له دلیله او یا د لیونتوب له مخې وسله نهاخلي» او زیاتوي؛ که « وړ کسان» واکمن شي، وضعیت ورسره ښه کېدی شي.
تازه خبرونه
مسکو په افغانستان کې پر ځانګړو شرطونو د یوناما د ماموریت غځولو ته هیلهمن شو
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو تمه لري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) ماموریت له ځانګړو شرطونو سره وغځول شي.
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
هغه ویلي: «هو! البته ماموریت به وغځول شي، خو له ځانګړو شرطونو سره؛ ځکه د دې ماموریت د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. مونږ هیله لرو، چې دا ټولې برخې په پام کې ونیول شي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې د یوناما ماموریت د یو کال پر ځای د درې میاشتو لپاره وغځاوه. دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې واشنګټن د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه.
د یوناما د راتلونکي په اړه بحثونه داسې مهال وړاندې کېږي، چې افغانستان اوس هم له بشري ناورین سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت، بېکارۍ او روغتیايي خدمتونو او لومړنیو آسانتیاوو ته د لاسرسي له کمېدا کړېږي.
روسیې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پراخېدا ته پام رااړولی دی او د سیمې د نورې بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړیوال تعامل له روان ساتلو ملاتړ کړی دی.
مسکو ټینګار کوي، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ساتل د بشري ننګونو د حل او د داعش په څېر ډلو پر ضد مبارزې لپاره اړین دي؛ هغه ډله، چې روسیه یې د سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ ګڼي.
دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که کابل رسمي غوښتنه وکړي؛ دغه مرستې به برابرې شي.
روسیې د روان کال په اپریل میاشت کې افغانستان ته نږدې ۴۰۰۰ ټنه د غنمو اوړه هم لېږلي دي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر
-
لوبی5 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې
-
تازه خبرونه4 days agoهند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
-
تازه خبرونه4 days agoملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو لېږد بشپړ شو
-
تحول5 days agoتحول: په ملګرو ملتونو کې اسلامي امارت ته د افغانستان څوکۍ پر سپارلو ټینګار
-
تازه خبرونه4 days agoچین او روسیې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoدرې کسان ازبکستان ته د ۵۴۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق پر تور ونیول شول
