Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي هېوادونه دې د نجونو د زده‌کړو په اړه کندهار ته د عالمانو یو پلاوی واستوي

خپور شوی

د

د نړیوالې پوهنې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګوردن براون له لويو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان سویل کندهار ښار ته، چې په کې د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبةالله اخوندزاده ژوند کوي؛ د عالمانو يو پلاوى واستوي او د پوهنې د بنديز او د نجونو او ښځو د کار موضوع، چې په قرآن او اسلام کې هیڅ بنسټ نه‌لري ورسره راپورته کړي.

د اسوشیتید پرس د راپور له مخې؛ ګوردن براون د سې شنبې پر ورځ پر کابل د اسلامي امارت د واکمنۍ د دوه‌یمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو په یوه مجازي خبري کنفرانس کې ویلي، چې: د جنایي جرمونو نړیواله محکمه باید د نجونو د تعلیم او کارموندنې مخنیوی د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژني او د دې هدف لپاره دې پلټنې وکړي او مسوول کسان باید محکمې ته راکاږل شي.

د بريتانيا پخواني لومړي وزير براون دا هم ويلي، چې د جرمونو د نړيوالې محکمې مشر کريم خان ته يې خپل لیکلی اند لېږلی، چې په کې راغلي: پر زده‌کړو او کار بنديز جنسي تبعيض دی، چې بايد د بشريت ضد جرم وګڼل شي او په کې ښکېل کسان دې پر نړیواله کچه محاکمه شي.

هغه په ​​دې باور دی، چې په کابل کې ځیني طالب چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړ کوي؛ خو ځینې نور بیا ورسره مخالفت لري.

هغه زیاته کړې: زه باور لرم، چې د کندهار دیني عالمان د دې پر وړاندې ولاړ دي او په دې اړه یې د لارښوونو صادرول هم روان ساتلي دي.

اسوشیتید پرس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ ناوخته په کابل کې له دې خبري سرچینې سره په مرکه کې د نجونو او ښځو د بندیزونو په اړه پوښتنې رد کړې او څرګندوي، چې وضعیت به همداسې پاتې وي. هغه دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې خپله واکمني ټینګه ګڼي؛ ځکه، چې خپل مشروعیت د اسلامي احکامو له مخې ترلاسه کوي او له کوم لوی ګواښ سره مخ نه‌دی.

براون زیاته کړې؛ اسلامي امارت ته باید وویل شي، چې که نجونو ته د منځنیو، ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو اجازه ورکړ شي؛ له افغانستان سره پوهنیزې مرستې، چې د بندیزونو له اعلان وروسته پرې شوې وې، بېرته پیل شي.

هغه همدارنګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونو د څارنې او په محدودیتونو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې د بنديزونو او د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره د اړوند بنديانو د خلاصون غوښتنه وکړه.

براون څرګنده کړې، چې ملګري ملتونه او نورې ټولنې د نجونو لپاره د آنلاین زده‌کړې ملاتړ کوي او د پټو ښوونځیو او همدارنګه د هغو افغان نجونو لپاره، چې هېواد پریښودو ته اړ شوي او ښوونځيو ته د تګ لپاره مرستې ته اړتیا لري؛ له زده‌کړو ملاتړ کوي.

هغه ويلي: نړيواله ټولنه بايد وښيي، چې د افغان دولت له بنديزونو سره سره، د افغانستان خلکو ته ښوونه او روزنه وررسولی شي.

نوموړي زیاته کړې؛ يو شمېر موسسو له پټو ښوونځيو ملاتړکوي او په دې وروستيو اوونيو کې د ګرځند ( موبايلونو ) له لارې، چې په افغانستان کې پوره عام دي؛ د پروګرام او نصاب د وړاندې کولو لپاره نوی نوښت پر لار اچولی دی.

هغه ویلي، چې په تېرو شل کلونو کې، چې اسلامي امارت له واکه وتلی و، شپږ میلیون نجونو زده‌کړې وکړې؛ داکترانې، وکیلانې، قاضیانې، د پارلمان غړې او د کابینې وزیرانې شوې وې.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې نن ۲.۵ میلیون نجونې له زده‌کړو بې برخې دي او په راتلونکیو څو کلونو کې به ۳ میلیون نورې نجونې لومړنۍ زده‌کړې پای ته ورسوي.

هغه وایي: له دې کبله، مونږ د بشپړ یو نسل وړتیا له لاسه ورکوو.

براون پر ګام پورته کولو او نړیوال فشار ټینګار څرګندوي او وایي؛ نه یوازې پرخوله، بلکې په عمل کې باید د ښځو او نجونو حقونه ته اسلامي امارت وهڅول شي، چې له اړوند حقونو بېرته برخمنې شي.

دغه راز وایي؛ مونږ په تېرو دوه کلونو کې کافي کار نه‌دی کړی؛ زه نه غواړم یو بل کال هم دې دوه کلونو ته ورته تېر شي او په افغانستان کې نجونې او ښځې د بې ځواکۍ احساس وکړي؛ ځکه، نو د دوی د ملاتړ لپاره باید ګامونه پورته او پوره عملي کار وشي.

تازه خبرونه

افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

Published

on

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.

Published

on

دوحه نیوز په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه راپورونه، چې قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې؛ ناسمه ده.

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.

د یادونې ده، چې دمګړۍ په کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت اړوند چارې ترسره کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!