تازه خبرونه
اشرف غني د امنیت ارزونې او مشورو په اړه کندهار ته سفر کړی
ولسمشر اشرف غني نن پنجشنبه سهار کندهار ته د یو ورځني سفر کندهار ولایت ته سفر کړی؛ هلته به د دې ولایت امنیتي وضعیت و ارزوي او له ځایې چارواکو سره به د سولې بهیر په اړه مشورې تر سره کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویليو چې ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته تللی، چې ورسره په د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، امنیتي سلاکار حمدالله محب او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي مله دي.
کندهار ته په رسیدو اشرف غني په احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کې له سیمه ییزو چارواکو، مشرانو او مخورو سره ولیدل.
ارګ زیاته کړې، چې ولسمشر به د دې سفر په بهیر کې د مشرانو، مخورو، علماوو او د ښځو، ځوانانو ، مدني ټولنې، سوداګرو او نورو سکتورونو له استازو سره هم وګوري؛ د امنیت او سولې په اړه به د دوی نظریات او وړاندیزونه هم واوري.
دغه سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې په کندهار ښار کې هم خلک له ناامنیو اندېښمن شوي دي.
تازه خبرونه
د امریکا په بند کې د افغان پناهغوښتونکي د مړینې رڼه څېړنه وغوښتل شوه
د راپورونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ او ګمرک مامورانو د روان کال د مارچ پر دیارلسمه افغان پناهغوښتونکی نذیر پکتیاوال نومی له خپل کور څخه بهر نیولی او یوه ورځ وروسته د مارچ پر څوارلسمه د بند پر مهال مړ شوی دی.
د ټیکزاس ایالت د امریکا – اسلامي اړیکو شورا د امریکا د کډوالۍ په بند کې د یوه افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د هر اړخیزې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ او ګمرک مامورانو د روان کال د مارچ پر دیارلسمه افغان پناهغوښتونکی نذیر پکتیاوال نومی له خپل کور څخه بهر نیولی او یوه ورځ وروسته د مارچ پر څوارلسمه د بند پر مهال مړ شوی دی.
ویل کېږي، چې نوموړی له هغې وروسته ونیول شو، چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسولي وه؛ خو همغه شپه په بندخونه کې له روغتیايي ستونزو سره مخ او بله ورځ چارواکو د هغه کورنۍ ته خبر ورکړ، چې نوموړی مړ شوی دی.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ پکتیاوال په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه. هغه د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د پناهغوښتونکي په توګه امریکا ته لېږدول شوی و. نوموړی د څو ماشومانو پلار او د دالاس د افغان ټولنې یو پېژندل شوی غړی و.
د دې حقوقي بنسټ مسوولانو ویلي؛ د حکومت په بند کې د کسانو مړینه باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي، چې ورته پېښې بیا تکرار نشي. دغه راز له امریکايي قانون جوړوونکو هم غوښتل شوي، چې د کډوالو د بند پر مرکزونو خپلواکه څارنه پیاوړې کړي او د دغه افغان پناهغوښتونکي د مړینې د لامل په اړه روڼ او روښانه ځواب وړاندې کړي.
تازه خبرونه
افغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې برید د اس اس جي کومانډو پر ودانۍ او د پوځي کمپ نورو ودانیزو بنسټونوشوی دی.
د افغانستان ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د هېواد هوايي ځواک د کندهار د تېرې شپې د بریدونو په غچ کې د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼې د اړوند سیمې پر یوه ځانګړي پوځي کمپ برید کړی دی.
د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې برید د اس اس جي کومانډو پر ودانۍ او د پوځي کمپ نورو ودانیزو بنسټونوشوی دی.
هغه زیاته کړې، چې په برید کې د دې مهم مرکز د مرکزي دفتر او نورو جوړښتونو لویه برخه ویجاړه شوې او پاکستاني سرتېرو ته درانده تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي.
د کندهار ولایت سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځي رژیم په دې ولایت کې د نشهیي توکو د روږدو کسانو یو مرکز پر نښه کړې و.
تازه خبرونه
چین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وانګ یی د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کړکېچونو د حل لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدا وروسته چین څرګنده کړې، چې د شخړو د خپرېدا د مخنیوي لپاره د کابل او اسلامآباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وانګ یی د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کړکېچونو د حل لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تګ راتګ په حال کې دی، چې دواړه خواوې خبرو اترو او پخلاینې ته وهڅوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي: “چین هیله لري، چې دواړه خواوې به له زغمه کار واخلي؛ ژر تر ژره مخامخ خبرې وکړي، اوربند اعلان کړي او د خبرو اترو له لارې اختلافات حل کړي.”
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا منځګړیتوب ممکن لنډمهاله اغېزمن وي او دا تاوتریخوالی به تر هغې روان وي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي بدله نشي.
اسلامي امارت هم ټینګار کړی، چې له خپلو ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي هڅه نهلري، بلکې د هېواد له حاکمیت څخه دفاع خپل مشروع حق ګڼي.
-
تازه خبرونه5 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه22 hours agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoچین په ایران کې د جګړو د بندېدا او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستانیو پوځيانو پر بریدونو ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي
-
تازه خبرونه23 hours agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
