تازه خبرونه
افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ اړوند درې هوکړه ليکونه لاسلیک کړل
د محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو درې پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک او چارې پيل شي.
د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال محمد اسحاق صاحبزاده پر مشرۍ یو تخنیکي پلاوي ترکمنستان هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا لپاره سفر کړی دی.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند ویلي؛ په دې سفر کې « د ۷ ميليون امريکايي ډالرو پر ارزښت يو تفاهم ليک، د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د آقينې–اندخوی د پاتې ۱۰کیلومټره اوسپنې پټلۍ بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومټره اوسپنې پټلۍ د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه هوکړه ليکونه د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره لاسلیک شول.»
د محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو درې پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک او چارې پيل شي.
ټولګټو چارو وزارت زیاته کړې؛ افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ د شبکې رغول، نښلول او معياري کول پر لوړه کچه لومړيتوب لري او هڅه کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره په سيمهييزه او نړيواله کچه دوه اړخيزې همکارۍ راجلب کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال ايران، ازبکستان او ترکیې هېوادونو ته هم د دوه اړخيزو اړيکو او ريلي همکاريو د پراختيا لپاره سفرونه ترسره کړي دي.
تازه خبرونه
چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سولهییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربهتوب هم رانغاړي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمهییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.
شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عملپاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.
هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمهییزه همغږي پیاوړې شي.
روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.
د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه5 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
سوداگري5 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
تازه خبرونه4 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او ازبکستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
نړۍ4 days agoد رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
-
نړۍ3 days agoله ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه2 days agoله اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
