Connect with us

تازه خبرونه

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې شل کلنه جګړه پای ته ورسوله او ووتل

خپور شوی

د

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د دوشنبې پر ورځ په بېلابېلو الوتنو کې له سرخوګيو سره سره، چې د وتلو د بهیر پر مهال یې داعشي ځانمرګي بریدګر ۱۳ سرتېري ووژل او په زرګونه افغانان او په سلګونه امریکایان یې د تېښتې په تمه پریښول؛ له افغانستان څخه شاتګ وکړ او د ځواکونو وتل یې بشپړ کړل.

رویټرز د پنټاګون د خبرپاڼې له مخې په ډاګه کړې؛  په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې القاعده د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر پر۱۱ له لومړي برید وروسته ؛ امریکا په جګړه کې ښکېل کړه. په داسې حال کې، چې یو امریکایي سرتېری هم په افغانستان کې نه و.

د امریکا د سمندري ځواک قومندان جنرال فرانک مککنزي د پنټاګون خبري ناستې ته له اوږدمهاله جګړې څخه د دې هېواد د وتلو په اړه ویلي، چې له دې وتلو سره د ډېرو زړه مات شوی؛ خو مونږ هرڅوک له هغه ځایه نشو ایستلی، چې مونږ ترې وتل غواړو.

نوموړي زیاته کړې؛ په کابل کې د امریکا چارسمبالی راس ویلسون هم د هوايي ډګر له قومندان سره د افغانستان پر وخت ۱۱:۵۹ له افغانستان څخه وروستۍ الوتنه وکړه او ووتل.

د اګست له ۱۴ راپدیخوا له ۱۲۲۰۰۰ ډېر وګړي له کابل څخه وایستل شول.

مککنزي ویلي: خو زه فکر کوم که مونږ لس ورځې نور هم پاتې وای؛ ټول کسان مو ایستلی نشول.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکایي سرتېرو د وتلو پر شپه له ۷۰  ډېرې الوتکې، لسګونه زغروال وسایط او هوایي څارګرې له منځه یوړل شوې. دغه راز امریکایي ځواکونو د وتلو په درشل کې د داعش توغندیز برید خنثی او له منځه یووړ.

دغه وتل د ولسمشر جو بایډن له ټاکل شوې نېټې د سې شنبې له ورځې یوازې یوه دقیقه مخکې پای ته ورسیدل.

جو بایډن د امریکایي سرتېرو له وتلو ستاینه وکړه او هغه یې د دې هېواد په تاریخ کې ترټولو لوی هوایي لیږد نومولی دی او وایي، چې په افغانستان کې مو ۲۰ کلن حضور پای ته رسېدلی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر له  ۱۱ راپدیخوا د وروستیو ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون په جګړه کې نږدې ۲۵۰۰ امریکایان وژل شوي شوي دي.

مککنزي ویلي، چې طالبانو د امریکایي ځواکونو د خوندي وتلو پر مهال د هوایي ډګر په ساتنه کې مرسته کړې ده.

 رویټرز زیاته کړې، چې هغه یوې بې سارې همغږۍ ته په نغوته کې ویلي؛ طالبانو غوښتل امریکا له افغانستان څخه وباسي او امریکا غواړي، چې ووځي.

مککنزي دا خبرداری هم ورکړی، چې طالبان به د داعش د خراسان ډلې سره په جګړه کې ستونزې ولري. هغه د امریکا له وتلو وروسته له طالبانو سره د راتلونکي همکارۍ په اړه اټکل کول رد کړ. په داسې حال کې، چې بایډن د داعش وروستیو بریدونو ته په نغوته کې د دې ډلې له څارلو ډاډ ورکړی دی.

مککنزي ویلي: طالبانو د داعش ډېر خلک له زندانونو وویستل او اوس به دوی وکولی شي هغه څه یې، چې کرلي، وریبي.

د امریکایي ځواکونو او امریکایانو وتلو د داعش او القاعده سره د مبارزې یو بل پړاو پرانست او دغه ډلې به تر فشار لاندې ونیسي.

د تېرې اوونۍ له ځانمرګي برید وروسته امریکایي ځواکونو د جمعې او یکشنبې په ورځو کې د څاګرو الوتکو پر مټ د داعش د خراسان ډلې پر مرکزونو برید وکړ.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مککنزي تائید کړې، چې وروستي امریکایي پوځیان د اګست د دېرشمې په وروستیو شېبو کې له افغانستان ووتل او له دې سره د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې نږدې دوه نیم زره امریکایي پوځيان او ملکي مامورین وژل شوي او شاوخوا شل زره نور یې ټپیان دي.

د امریکا له وتلو څو شېبې وروسته د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د خوښۍ هوایي ډزو  آسمان رڼا کړ. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې څرګنده کړه؛ وروستي پوځیان د شپې پر دولس بجو او یوه دقیقه له افغانستان څخه ووتل او په دې توګه افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک شو.

د یادونې ده، چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د فبرورۍ پر اوومه د شپې په ورته وخت کې د امریکا په مشرۍ ټلوالې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد په کابل، کندهار او جلال اباد کې د طالبانو پر سنګرونو بریدونه کړي وه او د طالبانو مخالفې شمال ټلوالې، چې د نړیوالې پوځي ټلوالې لخوا یې ملاتړ کېده، د افغانستان پر پلازمېنه کابل ځانونه واکمن کړل.

تازه خبرونه

د روزګان په د هراود کې ٣ کسان د دوه ماشومانو د قتل پر تور ونیول شول

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سې‌شنبه د وري پېنځه‌ویشتمه)  د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.

Published

on

د روزګان ولایت پولیسو د دې ولایت د دهراود  ولسوالۍ د کلاچې د اړوند سیمې په یوه کور کې له دوه ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو پر تور د درې کسانو له نیولو خبر ورکړی دی. 

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سې‌شنبه د وري پېنځه‌ویشتمه)  د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.

ویل کیږي، چې یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د زرګونو کسانو پر پراخ ګډون؛ د هرات د خونړي برید قربانیان خاورو ته وسپارل شول

د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې: دا برید د جمعې پر مازیګر څلور موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر ملکي وګړو تر سره کړی؛ ۱۱ کسان «شهیدان» شوي، ۸ ټپیان دي او د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

Published

on

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ده میري کلي د وروستۍ خونړۍ پېښې د قربانیانو خاورې ته د سپارلو مراسم د سیمې د زرګونو اوسېدونکو پر پراخ ګډون ترسره شول.

د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې: دا برید د جمعې پر مازیګر څلور موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر ملکي وګړو تر سره کړی؛ ۱۱ کسان «شهیدان» شوي، ۸ ټپیان دي او د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

نن د دې پېښې د ۱۱ قربانیانو جنازې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د خلکو پر پراخ ګډون خاورو ته وسپارل شول.

ګډونوالو د مراسمو پر مهال د شعارونو پر ورکولو دا برید وغانده او د امنیت د ټینګښت او د عاملانو د نیولو غوښتنې یې وکړې.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

ویل کیږي، چې ځايي چارواکو د دې پېښې په تړاو د یوه شکمن کس له نیولو خبر ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه نوملړ «نامعقول او بې‌اغېزې» وباله

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ له تازه کېدا وروسته «نامعقول او بې‌اغېزې» وباله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.

هغه ټینګار کړی؛ د دغو کړنو تکرار «منطقي نه‌دی» او زیاتوي، چې د هغوی اغېزې په سمه توګه  ارزول شوې نه‌دي.

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا بندیزونه تر ډېره عادي افغانانو ته زیان رسوي، نه پرېکړه‌کوونکو چارواکو ته. یعنې پر اشخاصو لګېدلي بندیزونه یوازې دولتي ادارې او ټولنه زیانمنوي.

هغه څرګندوي: «دا هڅې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي» او د بندیزونو دوام یا تازه‌کېدا لپاره یې هیڅ روښانه او د توجیه وړ دلیل نشته.

د اسلامي امارت ویاند دغه بندیزونه د سیاسي فشار وسیله بللې او څرګندوي، چې پرېکړې له افغان لوري سره له رښتینې سلا مشورې او لازمې روڼتیا پرته نیول کېږي.

دا غبرګون له هغې وروسته څرګندېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د خپل نوملړ تازه‌والی اعلان کړ.

د دغه اعلان له مخې؛ د اسلامي امارت د څلور لوړپوړو چارواکو( محمد حسن آخوند، عبدالغني برادر، امیرخان متقي او هدایت‌الله بدري) هویتي معلوماتو بدلون موندلی دی.

په دې تازه کېدا کې د ځینو چارواکو مستعار نومونه هم یاد شوي دي. لکه د محمد حسن آخوند لپاره «ملا حاجي» او د هدایت‌الله بدري لپاره «ګل‌آغا اسحاق‌زی» چې ویل کېږي پخوا هم له دغو نومونو کار اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې دا تازه‌والی د شته بندیزونو؛ لکه د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیزد پوره پلي کېدا لپاره ترسره کېږي.

ویل کیږي، چې تېره میاشت هم د اسلامي امارت د ۲۲ چارواکو معلومات په همدې نوملړ کې تازه شوي او اوس هم له ۳۰ څخه زیات کسان په دې نوملړ کې پاتې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!