Connect with us

نړۍ

امریکا او ایران ښايي له بندري بندیزونو سره سره،روانه اوونۍ خبرې بیا پیل کړي

سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۲۶, ۱۴۰۵

د امریکا او ایران مذاکره کوونکې ډلې ښایي په روانه اوونۍ کې اسلامآباد ته راستانه شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې بیا پیل کړي.

سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.

که څه هم د امریکا بندیز د تهران غصه راوپاروله، خو ډیپلوماټیکې اړیکې ممکن دوام ومومي؛ ځکه د تېلو د بیو په راټیټولو کې یې مرسته وکړه او د سې‌شنبې پر ورځ د معیاري نرخونه له ۱۰۰ دالرو څخه کښته شول.

دغه راز په خبرو اترو کې ښکېلو سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ دواړه هېوادونه کولی شي د اوونۍ په پای کې بېرته راستانه شي. له واشنګټن او تهران سره یو وړاندیز شریک شوی، چې خپل پلاوي بیا واستوي.

یوې لوړ پوړې ایراني سرچینې ویلي: «کومه ځانګړې نېټه ټاکل شوې نه‌ده او پلاويو له جمعې څخه تر یکشنبې پورې په پام کې نیولې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ ایران د دوشنبې پر ورځ زنګ وهلی او غواړي یوې هوکړې ته ورسیږي؛ خو هیڅکله به هغه تړون تصویب نه‌کړي، چې تهران ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه ورکړي.

نړۍ

له چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده

په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جین‌پینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نه‌دي.

Published

on

چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر؛ سره له دې، چې د نړۍ د دوه لویو ځواکونو ترمنځ یې نسبي آرامه فضا رامنځته کړه، له کومو سترو اقتصادي هوکړو یا اړینو پرمختګونو پرته پای ته ورسېد.

په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جین‌پینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نه‌دي.

شنونکو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال له سختو سوداګریزو کړکېچونو او د امریکا له درندو تعرفو وروسته؛ دې لیدنې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نسبي ثبات راوستی دی.

ډونالډ ټرمپ په دې سفر کې له یو شمېر نومیالیو امریکایي سوداګرو(د ټسلا مشر ایلان ماسک او د انویډیا اجرائیوي مدیر جنسن هوانګ ) سره بېجینګ ته ولاړ؛ خو کومې سترې اقتصادي هوکړې رسمي اعلان نه‌شوې.

د راپورونو له مخې؛ دواړو لوریو د بوئینګ الوتکو د خرڅلاو او د امریکا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي، خو د تړونونو کچه له تمو لږ وه.

دې غونډې د ایران اړوند جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین ښکاره ژمنتیا ترلاسه نه‌کړه، چې نړیوال بازار او د ټرمپ داخلي محبوبیت یې اغېز کړی دی.

د چین چارواکو خبرې اترې «جوړوونکې او سټراټیژیکې» بللي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې د اوږدمهاله سیالۍ په چوکاټ کې مدیریت کړي.

کارپوهانو ويلي؛ دې غونډې وښوده، چې واشنګټن او بېجینګ له پخوا ډېر د اوږدمهاله سیالۍ واقعیت منلی او بېرته پخوانۍ نږدې همکارۍ ته د ستنېدا شونتیا کمه شوې ده

Continue Reading

نړۍ

د اسرائیل بیت‌شمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه

د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.

Published

on

د اسرائیل دولتي دفاعي شرکت تومر ویلي؛ هغه ستره چاودنه، چې د شنبې پر ماښام د بیت‌شمش ښار ته نږدې شوې، د یوې کنټرول شوې او له مخکې پلان شوې آزموینې برخه وه.

د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې؛ له چاودنې وروسته د اور لمبې او لوګی ښکاري. د چاودنې غږ په شاوخوا سیمو کې هم اورېدل شوی دی.

تومر شرکت زیاته کړې، دا پېښه یوه «له مخکې پلان شوې آزموینه» وه او د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې ترسره شوې ده.

Continue Reading

نړۍ

چین ته د ټرمپ سفر؛ شي جین‌پینګ له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پرمختګ په اړه خبر ورکړ

شي جین‌پینګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې د نړۍ پر ګټه دي او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ همکاري کولی شي د دواړو لوریو لپاره ګډې ګټې ولري.

Published

on

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د امریکا له ولسمشرډونالډ ټرمپ سره په بیجینګ کې د دوه ورځنۍ غونډې له پیل سره هممهاله څرګنده کړې، چې دواړو لوریو په سوداګریزو خبرو اترو کې مثبت پرمختګونه کړي دي.

شي جین‌پینګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې د نړۍ پر ګټه دي او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ همکاري کولی شي د دواړو لوریو لپاره ګډې ګټې ولري.

د چین دولتي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو کاري ډلو لومړنیو خبرو «متوازنې او مثبتې» پایلې لرلې دي. ویل کېږي، چې د دغو خبرو موخه د سوداګریز اوربند ساتل او د نورو اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابرول دي.

ټرمپ هم په دې لیدنه کې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو له ښه‌کېدا هرکلی وکړ او څرګندوي، دواړه هېوادونه کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پراخه همکاري ولري.

په دې ناسته کې د سوداګرۍ ترڅنګ د ایران، تایوان او د ټکنالوژۍ په اړه د همکاریو په څېر مهم موضوعات هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.

ټرمپ هڅه کوي، چین وهڅوي، چې د ایران د کړکېچ په پای ته رسولو کې مرسته وکړي؛ خو شنونکي وایي، بیجینګ ښایي پر تهران د جدي فشار له راوستلو ډډه وکړي.

دغه راز د تایوان مسئله هم د دې غونډې له حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. چین یو ځل بیا تایوان ته د امریکايي وسلو له پلور سره خپل سخت مخالفت څرګند کړی او دا یې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

کارپوهان باور لري، چې په نړیوالو معادلو کې د چین دریځ د پخوا پر پرتله پیاوړی شوی او اوس د واشنګټن او بیجینګ اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې سیالي او همکاري په یو وخت کې مدیریت کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!