Connect with us

روغتيا

جاپان د هلمند د روغتيايي چارو د پیاوړي کولو لپاره ( ۱ ) میلیون و ۳۰۰ زره دالر مرسته کوي

Published

 on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق په هلمند کې د روغتيايي خدمتونو د پیاوړي کولو لپاره د يو ميليون و درې سوه زره امریکایي دالرو مرسته اعلان کړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق دفتر د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۶) څرګنده کړې، چې جاپان به د ملګرو ملتونو د وګړیو له صندوق سره یو میلیون و درې سوه زره امریکایي دالر مرسته وکړي، چې ننګونو ته ځواب ووايي او روغتیایي باور پرې پیاوړی کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د جاپان دغه مرسته به په هلمند کې د ۲۹ روغتیايي مرکزونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړي کولو لپاره ولګول شي.

روغتيا

شونې ده، چې کرونا ویروس له کاونده سپيو رامنځته شوی وي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۴۰۱)

ساینس پوهانو د چین له ووهان بازاره، چې پر ۲۰۱۹ کال په کې د کرونا لومړۍ پېښه وپېژندل شوه؛ نوي ژنیتیکي شواهد موندلي دي.

د امریکا د ساینسي څرګندونو له مخې؛ دغه نوې ژنیتیکي موندنه د کرونا ویروس په رامنځته کېدو کې د څارویو له اصله ملاتړ کوي.

دا موندنې یوې مشورتي ډلې ته وړاندې شوې، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې لخوا جوړه شوې وه.

کرونا ویروس یوه نړیواله وبا رامنځته کړه، چې شاوخوا اووه میلیون خلک یې وژلي او پدې اړه یې داسې بحثونه راپورته کړل، چې آیا دا له ځنګلي ژونده انسانانو ته رالېږدېدلی او که په ووهان کې له لابراتواري کتنو رامنځته شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس تدروس ادهانوم ګیبریوس د جمعې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: دا معلومات د دې پوښتنې لپاره دقیق ځواب نه ورکوي، چې وبا څنګه پیل شوه؛ خو د معلوماتو هره برخه مونږ دې ځواب ته نږدې کولی شي.

ساینس پوهان، چې د معلوماتو شننه کوي؛ اوسمهال د خپلو موندنو په اړه یو راپور چمتو کوي او په دې تمه دي، چې په راتلونکیو ورځو کې يې خپور کړي.

Continue Reading

روغتيا

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر قطر ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړ.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي: د دغه وزارت سرپرست وزیر داکتر قلندر عباد د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ قطر ته ولاړ.

عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ دغه پلاوی به قطر ته په خپل شپږ ورځني سفر کې له دې هېواد سره د روغتیايي خدماتو د همغږۍ، د افغان داکترانو د وړتیا لوړونې او د افغانستان له روغتیايي برخې سره د مرستې په اړه خبرې وکړي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر او ورسره پلاوی به په قطر کې له یو شمېر پرمختللیو روغتیايي مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.

داکتر قلندر عباد له دې مخکې ویلي وه، چې په تېرو دولس کلونو او امریکايي اشغال کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې هیڅ کار ندی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د افغان داکترانو د پوهې او مسلکي تخصص کچه لوړه او افغانستان نور د درملنې لپاره بهر ته د تګ اړتیا ونه‌لري.

Continue Reading

روغتيا

د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکول پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو څانګو په همکارۍ نن دوشنبه د کب دوه‌ویشتمه / د مارچ دیارلسمه په ټول هېواد کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ويلي، له دغه کمپاین څخه هدف له پېنځه کلونو کم عمره ۹ اعشاریه ۴  میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د باميان، دايکنډي او غور او د ساړو ولایتونو ځينې ولسوالۍ د ساړې هوا له کبله له دې کمپاينه بې برخې دي.

دغه وزارت څرګنده کړې، د کمپاين په دې پړاو کې به له شپږ مياشتو څخه تر پېنځه کلونو ماشومانو ته ويتامين A  هو ورکړ شي، چې د ناروغيو پر وړاندې یې د بدن د معافيت کچه ​​لوړه شي.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد وایي: د عامې روغتیا وزارت رهبري هوډ لري، چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ګوزڼ ویروس په بشپړه توګه له منځه یوسي. په دې برخه کې وروستي پرمختګونه هیله بښونکي دي. افغانستان اوس د بل هر وخت پر پرتله د ګوزڼ له منځه وړلو ته نږدې شوی او د ټولنې پر فعاله ونډه او  ګډو هڅو به دا ناروغي له منځه ولاړه شي.

د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د ګوزڼ کومه پېښه نده ثبت شوې. تېر کال دوه پېښې وې، چې یوه یې په پکتیکا او بله یې په کونړ ولایت کې وه.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نه‌کېږي او يوازې پر واکسيناسيون يې مخنيوی او له منځه وړل شوني دي. هغه ماشومان، چې پدې ناروغۍ اخته شي د تل لپاره فلج وي او یا مړه کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!