لوبی
د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو په پای لوبه کې هندوکش سترایکرز له میوند اتلانو سره لوبیږي
د دوشنبې پر ورځ (د وږي ۲۷ ) د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو د شپږم پړاو په پای لوبه کې هندوکش بریدکوونکي او میوند اتلان له یو بل سره مخامخ شول.
د ننګرهار ولایت د امان الله خان نړیوال کرکت لوبغالي په دې څلور ورځنۍ لوبه کې میوند چمپینز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
له پای لوبې څخه مخکې په دې تورنمنت کې له تېرو پېنځه اوونیو راپدیخوا د هندوکش سرایکرز، ماهیپر ستارز، میوند چمپینز او پامیر لیجندز لوبډلو په ګډون ۱۲ لوبې ترسره شوې دي.
هندوکش سترایکرز او میوند چمپینز د امتیازونو په جدول کې د لومړي او دوهیم مقام له ګټلو سره پای لوبې ته ورسیدل.
هندوکش څلور لوبې وګټلې، دوه یې مساوي کړې او یوه یې بایللې.
میوند په دې سیالیو کې درې بریاوې، یوه مساوي او دوه ماتې لري.
د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالۍ د کرکت د کورني جوړښت یوه لویه برخه ده او په افغانستان کې د لوبغاړو او کرکت په وده کې ډېره مرسته کوي.
د هېواد پر کچه د کرکت مینه وال کولی شي، چې له اریانا تلویزیون څخه پر مننه هره ورځ فاینل لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
ژوندۍ خپرونه به د دوشنبې پر ورځ (د وږي ۲۷ / د سپتمبر ۱۸) د سهار له ۹ بجو پیل او تر جمعې ( د وږي ۳۱ / د سپتمبر ۲۲) پورې روانه وي.
لوبی
افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.
له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.
ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.
لوبی
افغان ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې د ۲۰ آوریز جام برخلیک ټاکونکې لوبه کوي
دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه) د ۲۰ آوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.
د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې مخکنۍ دوه لوبې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا وړاندې بایللې دي او دا لوبه بل پړاو ته د رسېدو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
لوبی
سویلي افریقا افغانستان ته له دوهیم سوپر آور وروسته ماتې ورکړه
دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
سویلي افریقا د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې دوهویشتمه / د فبرورۍ یوولسمه) په احمدآباد نریندرا مودي لوبغالي کې د شل آوریز نړیوال جام د تاریخي سیالۍ پر مهال افغانستان ته له دوهیم سوپر آور وروسته د ۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
سویلي افریقا هم په وروستي حساس آور کې دې هدف ته ورسېده او لوبه دوهیم تاریخي سوپر آور ته وغځېده.
په پرېکړهکوونکي سوپر آور کې سویلي افریقا پر سړه سینه د لوبې بریا خپله کړه او د دې سیالیو یوه نههېریدونکې پایله رامنځته شوه.
دې لوبې تر سخت فشار لاندې د سویلي افریقا د توپاچونې ژورتیا او په وروستیو آورونو کې د هغوی د پر زړهپورې توپاچونې ښکارندویي وکړه. په داسې حال کې، چې د افغانستان نه ستړې کېدونکې مبارزې د ۲۰۲۴ ز.کال پایلوبې ته رسېدلې لوبډله تر وروستي بریده ورسوله او د غم او زغم یوه زړهراکښونکې بېلګه یې وړاندې کړه.
-
تازه خبرونه5 days agoد کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد ایراني ځواکونو پر ډزو ګڼشمېر افغان مهاجرو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
سوداگري5 days agoله ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې
-
تازه خبرونه2 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان باید د خپلې «بېشرمه کړنې» ځواب ترلاسه کړي – مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه20 hours agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
