تازه خبرونه
د اروپا اتلولۍ لیګ سیالۍ د اګست له میاشتې بیا پیلیږي
د اروپا اتلولۍ لیګ سیالۍ به له پېنځه میاشتني ځنډ وروسته، چې د کروناویروس له نړیوال بحرانه رامنځته شوی؛ په اګست کې بیا پیل شي.
د دغو سیالیو بهیر به د پرتګال د لیسبون ښار په ۱۲ ورځني میني ټورنمنټ یا سیالیو کې ترسره شي.
د اروپا اتلولۍ لیګ اجرائیوي کمیټې څرګنده کړې، چې اته لوبډلې به د لیسبون په دوه لوبغالیو کې د واحد تخفیف راونډ سیالیو په کوارټر فاینل کې له یو بل سره مخ شي.
د سیالۍ پای به د اګست پر ۱۳ د بینفیکا په کورني لوبغالي کې ترسره شي.
په هرصورت د ۱/۱۶ وروستي پړاو ته د ورستنیدو د لوبو وخت او ځای تراوسه ندی اعلان شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د انګلیستان غوره لیګ، د هسپانوي لا لیګا، د ایټاليا سري آی او د جرمني بونډسلیګا په ګډون نور معتبره اروپايي لیګونه روان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې افغان او چینایي استازو د سیمي پر امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان د متقابل احترام، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړي توګه د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېري په اړه بشپړ بحث تر سره شو.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان د متقابل احترام، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.
دغه راز نوموړي څرګنده کړې، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی، چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی او هر ډول اقدام، چې له دې اصل سره په ټکر کې وي؛ نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر عمومي امنیت هم منفي اغېز کوي.
د چین ولسي جمهوریت سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه د اندېښنې څرګندونو تر څنګ ویلي، چې چین د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي.
هغه هیله وښوده، چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي او ټینګار یې وکړ، چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي؛ خو د سیمې هېوادونه کولی شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې شنډې کړي.
تازه خبرونه
بریټانیا د افغانستان په ګډون د څلور هېوادونو وګړو ته ویزې وځنډولې
د بریټانوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دې پرېکړه کې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د زدهکړو ویزو ځنډول د پام وړ دي او افغانانو ته د کار ویزې هم وځنډول شوې.
د بریټانیا کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په ګډون یې د بېړني حالت له کبله د څلور هېوادونو وګړو ته د ځینو ویزو ورکول ځنډولي دي.
د بریټانوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دې پرېکړه کې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د زدهکړو ویزو ځنډول د پام وړ دي او افغانانو ته د کار ویزې هم وځنډول شوې.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وایي، چې یو شمېر خلکو د پناه غوښتنې لپاره د قانوني مهاجرت لارې کارولي دي. هغې دا اقدام “بې ساري” وباله او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد د ویزې له سیسټم باید ناوړه ګټه پورته نشي.
د بریټانیا کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ ز. کال کې د هغو خلکو لهخوا د پناهغوښتنه ثبت شوې، چې له قانوني لارو؛ لکه د زدهکړې ویزو له لارې هېواد ته راننوتي دي. دا محدودیتونه باید په رسمي ډول د کډوالۍ په مقرراتو کې د بدلونونو له لارې پلي شي.
بریټانوي چارواکو دا اعلان هم کړی؛ د نویو پالیسیو له مخې به د کډوالو وضعیت په هرو ۳۰ میاشتو کې یوځل بیا وارزول شي او هغه کسان، چې هېوادونه یې خوندي ګڼل کیږي اړ دي ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
تازه خبرونه
ترکیې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سېشنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې پر افغانستان د یاد پوځي رژیم د یرغل اوونۍ پوره کېدونکې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سېشنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.
د ترکیې د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ اردوغان په دې اړیکه کې ټینګار کړی، چې د ډیپلوماسۍ لارې ته راستنېدا کولی شي د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخه ونیسي او د کړکیچ د حل لپاره لار اواره کړي. هغه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر راز همکارۍ او ملاتړ ته چمتووالی څرګند کړی دی.
د دغو خبرو پر مهال اردوغان په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یې له اسلامآباد سره د انقرې پر پیوستون ټینګار وکړ.
د ترکیې د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بمبارډ له کبله افغان ملګي وګړو ته د اوښتې مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روان تاوتریخوالو ته پر نغوته ویلي؛ ترکیه چمتو ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په بیارغونه کې رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له پاکستان سره د روانې تپل شوې جګړې دفاعي حالت خپل مشروع حق بولي او خبرداری ورکوي، چې «دفاعي» جګړه به تر هغې روانه وي، چې «یرغل » پای ته رسېدلی نهوي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
تازه خبرونه3 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
څار4 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
