نړۍ
د اسرائیلو د جګړې د کابینې وزیر ګوښه شو
د اسرائیلو د حکومت د جګړې د کابینې منځلاري څېرې بني ګانټز د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شلمه) د دغه هېواد د ستراتیژیکو او مهمو مسایلو په اړه د حکومت د سیاسي چلند په غبرګون کې خپله استعفا اعلان کړه.
ګانټز په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: نتانیاهو مونږ د رښتینې بریا پر لور له تګه راګرځوي.
ګانتز د دفاع پخواني وزیر او د نتانیاهو سیاسي سیال تېره میاشت د اسرائیلو له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې د جون تر اتمې پورې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د غزې د ادارې لپاره یو نوی پلان وړاندې کړي؛ خو نتانیاهو د هغه مهالوېش له پامه وغورځاوه.
تمه وه، چې ګانتز د شنبې پر ورځ استعفا وکړي؛ خو دا د حماس له بنده د څلور اسرائیلیانو د خوشې کیدو خبر وځنډوله.
ګانتز د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې ستراتیژیکې او پرېکنده پرېکړې د نتانیاهو په حکومت کې د سیاسي مسلو او محاسبو تر اغېز لاندې دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې پر ورځ له ګانټز څخه وغوښتل، چې د اسرائیلو په اوسني حکومت کې پاتې شي.
هغه ویلي: زه له بني ګانټز څخه غوښتنه کوم، چې حکومت خوشې نکړي.
د ګانټز له وتلو سره به نتانیاهو د منځلارې ډلې ملاتړ له لاسه ورکړي او د سخت دریځو شخصیتونو دریځ، چې د غزې بشپړ اشغال او په لبنان کې له حزب الله سره جګړه غواړي؛ په کابینه کې پیاوړي شي.
که څه هم نتانیاهو او د هغه متحد ګوندونه د اسرائیلو په پارلمان کې له ۱۲۰ څوکیو څخه ۶۴ لري؛ خو اړتیا ده، چې د سخت دریځو ملتپالو ګوندونو پر سیاسي ملاتړ تکیه وکړي. د دغو سیاستوالو څرګندونې څو ځلې ان په واشنګټن کې د سختو ناکراریو لامل شوې دي.
اوسمهال نتانیاهو د اسرائیلو د لویدیځو متحدینو او په غزه کې د یرغمل شویو کورنیو له پراخو غوښتنلیکونو سره مخ دی، چې جګړه پای ته ورسوي او بندیان بېرته راستانه کړي.
د جګړې له پیله اته میاشتې تېرې شوي؛ خو اسرائیل اوس هم خپلو ټاکل شویو اهدافو ته ندی رسېدلی، ځکه د حماس ډېري لوړپوړي مشران ازاد دي او له سل ډېر یرغمل له حماس سره دي.
امریکا د اسرائیلو له لومړي وزیر څخه څو ځلي غوښتي، چې د غزې په اړه له جګړې وروسته یو کلک پلان جوړ کړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن، چې تېره اوونۍ یې په غزه کې د سولې وړاندیز وکړ ویلي؛ نتانیاهو د جګړې له اوږدولو څخه ګټه پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حماس د روغتیا وزارت وايي؛ اسرائیلي ځواکونو د څلور یرغملو د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۷۴ فلسطینیان وژلي دي.
نړۍ
د ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
رویټرز د دوه بلدو کسانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له ایران سره په ۱۰ ورځنیو نښتو کې ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
د رویټرز له دې شمېر مخکې پنټاګون یوازې د ۸ امریکایي پرسونل له ټپي کېدا خبر ورکړی و.
د رویټرز د راپور له خپرېدا وروسته پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې دا شمېر څه نا څه ۱۴۰ ټپیان وښودل او څرګندوي، چې ډېری یې سرسري ټپي شوي دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنیل ویلي: “د حماسي برید له پیل راپدېخوا په ۱۰ ورځو پرلهپسې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.”
هغه ویلي، چې له ټپي شویو سرتېرو څخه ۱۰۸ یې له رغېدا وروسته بېرته دندې ته راستانه شوي دي.
پارنیل څرګندوي، چې اته سخت ټپیان شوي سرتېري د لوړې طبي کچې تر درملنې لاندې دي.
رویټرز د ټپونو د بڼو نوم اخیستی ندی او دا هم معلومه نده، چې آیا دا د دماغي زیانمنېدا ټپونه دي که د چاودنو له کبله.
ایران د فبروري پر اتهویشتمه د نښتو له پیل راپدېخوا د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د عربي خلیج په هېوادونو کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه، هوټلونه او هوایي ډګرونه هم پر نښه کړي او د تېلو بنسټیزو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی.
پنټاګون ويلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د ایراني بریدونو شمېر راټیټ شوی؛ ځکه، چې د امریکا پوځ د ایران د وسلو زیرمې بمبارډوي.
د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې جګړه له تمې څخه سخته نه وه.
نړۍ
ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر هېواد له برید سره خیانت کړی دی.
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونهمني.
د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.
دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”
نړۍ
یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.
نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نهغوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.
څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.
په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.
د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنهیي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ایبيسي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنهیي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»
ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.
-
تازه خبرونه3 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
تازه خبرونه4 days agoکه افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
تازه خبرونه4 days agoروسیه، چین او بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو غوښتونکي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه2 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
