سیمه ییز خبرونه
د اسرائیل په هوایي برید کې د حماس د سیاسي مشر د خور په ګډون ۲۴ فلسطینیان ووژل شول
د لوږې نړیوال څارونکيو د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په غزه کې د قحطۍ لوړ خطر شتون لري؛ ځکه، چې جګړه روانه ده او بشري مرستو ته لاسرسی هم محدود دی.

د غزې روغتیايي چارواکو او د روغتون سرچینو ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو د سې شنبې پر سهار د کډوالو پر کمپ په درې بېلابېلو بریدونو کې د حماس د اسلامي ډلې د مشر اسماعیل هنیه د خور او کورنۍ د غړیو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سیمې اوسیدونکيو ويلي، چې د غزې د تړانګې په سویل کې د رفح پر لویدیځو سیمو د شپې په اوږدو کې اسرائیلي ټانکونو هم څو کورونه پر بمونو والوزول.
د روغتیايي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو دوه الوتکو د غزې د ښار دوه ښوونځي بمبارډ کړل چې په کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول. دغه راز د غزې په تړانګه کې د مهاجرینو له اته تاریخي کمپونو څخه د شاطي کمپ پر کورونو یو بل برید شوی، چې په کې ۱۰ نور کسان وژل شوي دي.
په شاطي کمپ کې پر نښه شوی کور د حماس ډلې د سیاسي مشر هنیه د کورنۍ و، چې مرکز یې په قطر کې دی. د هنيه د کورنۍ غړیو او روغتيايي سرچينو ويلي، چې د هنيه يوه خور له نورو ۹ خپلوانو سره وژل شوې ده.
د اوکتوبر له برید وروسته اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د هنیه درې زامن هم وژلي دي.
حماس په شاطي کمپ کې پر دوه ښوونځیو او کورونو بریدونه «عامه وژنه » یاده کړې ده.
د حماس جنګیالیو او د هغې متحدې ډلې اسلامي جهاد په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دوی غړیو شپه او ورځ د رفح په ختيځ کې پر اسرائيلي ځواکونو توغندي توغولي دي.
په خان یونس کې روغتیايي سرچینو ویلي، چې د دغه ښار په لویدیځ کې د خیمو په یوه کمپ کې د اسرائیلو د ټانکونو په بریدونو کې هم څو کسان ټپیان شوي دي.
د ملګروملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې ویلي، چې په غزه کې د قاچاق کوونکیو ډلو له رامنځته کیدو سره په غزه کې ګډوډي رامنځته شوې او دغه کار د مرستو په رسولو کې ستونزې دېروي.
د لوږې نړیوال څارونکيو د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په غزه کې د قحطۍ لوړ خطر شتون لري؛ ځکه، چې جګړه روانه ده او بشري مرستو ته لاسرسی هم محدود دی.
حماس ويلي؛ هر هوکړه باید جګړه پای ته ورسوي؛ خو اسرائيل وايي، چې يوازې د جګړې پر لنډمهالي ودرولو هوکړه کوي؛ ځکه، چې غواړي حماس له منځه يوسي. حماس د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو لهخوا ترهګره ډله اعلان شوې ده.
اړوند خبرونه:
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
سیمه ییز خبرونه
ټرمپ پر سوریه د بندیزونو له لرې کولو او له سعودي سره د پانګونې تړون له لاسلیک خبر ورکړ
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ امریکا هوکړه وکړه، چې سعودي عربستان به له امریکا سره د “دفاعي همکارۍ تړون” تر سرلیک لاندې د نږدې ۱۴۲ میلیارډ ډالرو پر ارزښت وسلې وپېري.

رویټرز راپور ورکړ، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ فارس خلیج ته خپل سفر پر سوریې د بندیز لرې کولو او په امریکا کې د سعودي د ۶۰۰ میلیارډ ډالرو پانګونې له اعلان سره پیل کړ.
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ امریکا هوکړه وکړه، چې سعودي عربستان به له امریکا سره د “دفاعي همکارۍ تړون” تر سرلیک لاندې د نږدې ۱۴۲ میلیارډ ډالرو پر ارزښت وسلې وپېري.
پر سوریه د بندیزونو پای ته رسول به د هغه هېواد لپاره یو لوی پرمختګ وي، چې له یوې لسیزې څخه ډېرې کورنۍ جګړې له کبله ویجاړ شوی دی. په تېر ډسمبر کې د اوسني ولسمشر احمد الشرع پر مشرۍ وسلوالو ولسمشر بشارالاسد نسکور او خپله واک ته ورسېدل.
په ریاض کې د پانګونې په یوه فورم کې ټرمپ وویل، چې هغه د سعودي عربستان د اصلي واکمن شهزاده محمد بن سلمان لخوا د بندیزونو د لرې کولو پر غوښتنه عمل کوي.
ټرمپ وایي؛ چې د بندیزونو لرې کول به مهم رول ولوبوي؛ ځکه اوس د دې هېواد د پرمختګ وخت دی.
دا اقدام د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون زیری لري. امریکا په ۱۹۷۹ کې سوریه د ترهګرۍ ملاتړی هېواد اعلان کړ. په ۲۰۰۴ کې یې له بندیزونو سره مخ کړ او په ۲۰۱۱ کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو وروسته له نورو بندیزونو سره مخ شو.
د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني په ایکس پاڼه کې ویلي، چې پلان شوی اقدام د سوریې د بیارغونې په لار کې د “نوي پیل” نښه ده.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ هوکړه کړې، چې د چارشنبې پر ورځ په سعودي عربستان کې له الشرع سره وګوري.
ټرمپ او د سعودي ولیعهد شهزاده د انرژۍ، دفاع، کانونو او نورو برخو پوښښ لپاره یو تړون لاسلیک کړ. ټرمپ هڅه کړې، چې له سعودي عربستان سره اړیکې پیاوړې، له اسرائیلو سره سیمهییزې اړیکې ښې او د ایران پر وړاندې د یو خنډ په توګه عمل وکړي.
د سپینې ماڼۍ په معلوماتي پاڼه کې راغلي، چې دا تړون د امریکا له دفاعي شرکتونو سره د هوايي او توغندیو دفاع، هوايي ځواک او فضا، سمندري امنیت او مخابراتو په برخو کې اړیکې پوښي.
دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا تړون لاک هیډ F-35 جیټ الوتکې هم رانغاړي او که څنګه؟
سرچینې وايي، چې پدې اړه بحث شوی دی.
سعودي شهزاده ویلي، چې ټول پوځي تجهیزات یو ټریلیون ډالرو ته ورسیږي، چې په راتلونکو میاشتو کې به نور تړونونه هم لاسلیک شي.
سعودي عربستان د امریکا د وسلو یو له لویو پېرودونکو څخه دی او دواړو هېوادونو له لسیزو راپدېخوا قوي اړیکې ساتلي، چې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې پادشاهي تېل رسوي او زبرځواک امنیت چمتو کوي.
دا اړیکې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي له وژنې وروسته خرابې شوې او نړیوالې ناندرې یې رامینځته کړې.
ټرمپ د خپل سفر په لړ کې د دې پېښې یادونه ونکړه او بن سلمان یې ملګری وباله.
ټرمپ ویلي: “زه په رښتیا باور لرم، چې مونږ پر یو بل ډېر ګران یوو.”
ټرمپ به د چارشنبې پر ورځ له ریاض څخه قطر او د پنجشنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته په یوه سفر کې لاړ شي، چې په منځني ختیځ کې د امنیتي مسلو پرځای به پر پانګوونې راوڅرخیږي.
له ټرمپ سره په دې سفر کې د ایلان ماسک په ګډون یو سوداګریز پلاوي ملتیا کوي.
ویل کیږي، چې بن سلمان هم پر لویو اقتصادي پروژو راڅرخېدلی او یو شمېر لګښتونه یې کم کړی دي.
سیمه ییز خبرونه
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي
رویټرز خبري سرچینې د درې ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې ادعا کړې، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال به د جمعې پر ورځ( د غویی شپږویشتمه) په استانبول کې د فرانسې، بریټانیا او جرمني له لوړ پوړو ډیپلوماټانو سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.

د چارشنبې پر سهار رسنیو ادعا وکړه، چې ایراني او اروپايي چارواکي به د جمعې پر ورځ د ترکیې په استانبول کې سره ګوري او خبرې کوي.
رویټرز خبري سرچینې د درې ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې ادعا کړې، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال به د جمعې پر ورځ( د غویی شپږویشتمه) په استانبول کې د فرانسې، بریټانیا او جرمني له لوړ پوړو ډیپلوماټانو سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.
تر اوسه پورې ایراني یا اروپايي چارواکو د رویټرز ادعا تائید کړې نده.
د رویټرز راپور د یکشنبې پر ورځ د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو له څلورم پړاو وروسته خپریږي.
سیمه ییز خبرونه
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
ټرمپ به په دې سفرونو کې د سیمې پر امنیتي مسایلو نه، بلکې د لویو اقتصادي پانګونو پر راجلبولو راوڅرخيږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (سېشنبه) د خلیج شتمنو هېوادونو ته خپل سفرونه سعودي عربستان ته پر سفر پیل کړل.
ټرمپ به په دې سفرونو کې د سیمې پر امنیتي مسایلو نه، بلکې د لویو اقتصادي پانګونو پر راجلبولو راوڅرخيږي.
ټرمپ به د چارشنبې پر ورځ قطر او د پنجشنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ د ایر فورس ون څخه د وتلو پر مهال د موټی پر پورته کولو خپل پیوستون څرګند کړ. دا په داسې حال کې، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هغه ته په نړیوال ډګر کې ښه راغلاست ووایه. ټرمپ په دې سفر کې خپل یو سوداګریز پلاوی له ځان سره راوست، چې په کې میلیارډر ایلان ماسک هم برخه لري.
د سعودي عربستان د پانګونې وزیر خالد الفالح د پانګونې فورم په پیل کې وویل: “که څه هم انرژي زمونږ د اړیکو یوه مهمه ستنه پاتې ده؛ خو په پاچاهۍ کې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونه د پام وړ پراخ او څو چنده شوي دي.”
هغه د ټرمپ له راتګ مخکې زیاته کړه: “په پایله کې… هغه مهال، چې سعودي او امریکا یوځای کار کوي، ډېرې ښې چارې رامنځته کېږي او ډېری وخت ښې چارې رامنځته کېږي.”
ټرمپ هیله لري، چې د فارس خلیج د تېلو له تولیدونکو څخه د ټریلیونونو ډالرو پر ارزښت پانګونې راجلب کړي.
سعودي عربستان مخکې د ۶۰۰ میلیارډ ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه؛ خو ټرمپ ویلي، چې هغه د ۱ ټریلیون ډالرو پانګونې غوښتونکي دي. هغه هېواد، چې د واشنګټن یو له مهمو سټراټیژیکو ملګرو څخه ګڼل کیږي.
د سعودي- امریکایي پانګونې فورم له یوې ویډیو سره پیل شو، چې په کې عقاب او باز په الوتنه کې ښودل شوی. یوه ویډیو، چې د امریکا او سعودي عربستان د پاچاهۍ ترمنځ د اړیکو اوږد تاریخ ته درناوی وړاندې کوي.
د یوښکلي تالار مخې ته د بلیک راک د شتمنیو د مدیریت اجرائیوي رییس لاري فینک، د بلیک سټون اجرائیوي رییس سټیفن ای شوارتزمن، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسن او د سعودي د مالیې وزیر محمد الجدعان، د هېواد د پانګونې وزیر خالد الفالح سره یوځای حاضر ول.
لري فینک فورم ته وویل، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له ۶۵ ځله څخه ډېر سعودي عربستان ته سفر کړی دی. هغه وایي، چې سعودي عربستان د هغه د سفرونو په پیل کې ډېر پلوی و؛ خو اوس یې “کنټرول په لاس کې اخیستی” او خپل اقتصاد یې له تېلو هاخوا پراخوي.
-
نړۍ4 days ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
تازه خبرونه2 days ago
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه3 days ago
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي
-
سوداگري4 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټرمپ پر سوریه د بندیزونو له لرې کولو او له سعودي سره د پانګونې تړون له لاسلیک خبر ورکړ