Connect with us

سوداگري

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون جوړیږي

په دې نندارتون، چې د افغانستان پولې ته نږدې په جنوبي خراسان ولایت کې جوړیږي؛ د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ګډې اقتصادي همکارۍ د پراختیا ښکارندویي کوي.

خپور شوی

د

د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان او ایران د تلې له اته‌لسمې څځه تر یویشتمې پورې د ایران په بیرجند ښار کې د ګډې سوداګرۍ او پانګونې یو لوی نندارتون جوړوي.

په دې نندارتون، چې د افغانستان پولې ته نږدې په جنوبي خراسان ولایت کې جوړیږي؛ د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ګډې اقتصادي همکارۍ د پراختیا ښکارندویي کوي.

په دې نندارتون کې به د بېلابېلو سکټورونو د پراخو فرصتونو په ګډون د کرنې او خوراکي توکو پروسس، کان‌کېندنې، تاسیساتو، تېلو، نوې کېدونکي انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، بسته بندۍ، صابون او ګرځندوی په اړه نندارې وړاندې کیږي.

تنظیم کوونکي وايي، چې د نندارتون موخه د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او په هغو پروژو کې پانګوالو ته آسانتیا برابرول دي، چې کولی شي سیمه‌ییزې سوداګرۍ ته پراختیا او وده ورکړي.

د بیرجند جغرافیایي موقعیت د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته نږدیوالي دا ښار د افغان سوداګرو او سوداګریزو پلاويو لپاره یو مهم مرکز ګرځولی دی.

دا نندارتون کابل ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر سید محمد عطابک له وروستي سفر وروسته جوړیږي. د سفر په بهیر کې هغه د رییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې یې د همکارۍ پراخولو په اړه خبرې وکړې.

دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې سوداګریز خنډونه لرې کړي؛ ټرانسپورټي لارو ته پراختیا ورکړي او د بېخبناوو، کانونو او انرژۍ سکټورونو کې ګډې پروژې پیل کړي. د بانکي همکارۍ د ښه کولو، د خواف-هرات اوسپنې‌پټلۍ پراختیا او د افغان صادراتو لپاره د چابهار بندر کارولو زیاتوالي په اړه هم بحثونه وشول.

د ایران د ګمرکونو ادارې د راپور له مخې؛ د روان لمریز کال په لومړیو درې میاشتو کې افغانستان ته د ایران ناتېلي صادرات له ۵۱۰ میلیون ډالرو څخه ډېر شوي. په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټول حجم د تېر کال پر پرتله ۸۴ سلنه زیات او له ۳.۱۹ میلیارډ ډالرو څخه ډېر شوی.

ایران اوسمهال د افغانستان یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی، چې د افغانستان د وارداتو په ګډون د سونګ توکو، ساختماني موادو، فولادو او کرنیزو محصولاتو شاوخوا څلورمه برخه جوړوي.

 د دواړو هېوادونو چارواکي ټینګار کوي، چې د اقتصادي همکارۍ پراخول به نه یوازې سوداګرۍ او کارموندنې ته وده ورکړي، بلکې د سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره به هم لار اواره کړي.

سوداگري

افغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان سوداګریزې لارې بندې ساتي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې؛ د ملي درنښت، سوداګریزو ګټو او د هېواد د وګړو د حقونو ساتنې لپاره پرېکړه شوې، چې افغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خپله تکیه راکمه کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان سوداګریزې لارې بندې ساتي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

په دې غونډه کې ملا‌برادر له سوداګرو وغوښتل، چې د امکان تر حده له پاکستان سره له سوداګرۍ ډډه وکړي او د خپلو توکو د ټرانزیټ لپاره بدیلې لارې وکاروي.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان څخه واردات باید بدیلو بازارونو او هېوادونو ته واستول شي، ځکه اوسمهال بېلابېل غوراوي لرو.

هغه دا هم ویلي، چې د درملو واردات باید په بشپړ ډول راکم شي او سوداګر باید خپل حسابونه او معاملې له پاکستان څخه راټولې کړي.

دغه راز په دې ناسته کې د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې افغان سوداګرو ته په یوه میاشت کې د تورخم د دروازې له تړل‌کېدا ۲۰۰ میلیون ډالر زیان اوښتی دی.

دا پرېکړه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو د زیاتوالي او د پاکستان له‌خوا د لارو د پرله‌پسې تړلو وروسته رامنځته شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل

د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.

Published

on

پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ورځو کې د سوداګریزو لارو بندېدا د افغانستان او پاکستان سوداګرله پراخو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.

د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.

رسمي سرچینو ویلي، چې د اوکټوبر له دولسمې څخه تر یودېرشمې پورې د ۸ لارو د تړل‌کېدا په پایله کې له ۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېر مستقیم زیانونه اړولي او زرګونه لارۍ او سوداګر د لارو دواړو خواوو ته بند پاتې دي؛ خوسا کېدونکي توکي په ګمرکونو کې له منځه تلي او سلګونه ټنه تازه میوو او خواړو زیانونه لیدلي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې: افغانستان هره میاشت له پاکستان څخه شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر واردات لري او ۶۰ میلیون ډالر صادروي؛ خو د لارو تړلو دا بهیر په ګډوډ کړی دی. همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات بند شوي دي.

د دې بحران په پایله کې زرګونه کارګران اغېزمن شوي او له زر څخه زیاتې لارۍ د کراچۍ په بندر کې ولاړې پاتې دي.

همدارنګه، راپورونه ښیي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۶ سلنه کمه شوې، چې تېر کال له ۵۰۲ میلیون ډالرو څخه ۴۷۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. په سپتمبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم هم د تېر کال پر پرتله ۱۳ سلنه کم شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د امریکا له بندیزونو څخه د چابهار بندر معافیت وغځول شو

ایکانومیک ټایمز څرګندوي؛ دا غځېدا د هند او امریکا ترمنځ له ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه. نوي ډیلي ټینګار کړی، چې د چابهار بندر پرله‌پسې فعالیت نه یوازې د سیمه‌ییز اتصال پروګرام د بریالیتوب لپاره، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه هم اړین دی.

Published

on

ایکانومیک ټایمز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د چابهار بندر معافیت د راتلونکي کال تر پیل پورې غځولی، چې د هند د سیمه‌ییز اتصال پلان لپاره سټراټیژیک اهمیت لري او له افغانستان، مرکزي آسیا او روسیې سره د نوي ډیلي د اقتصادي اړیکو پراخولو لپاره لار اواروي.

ایکانومیک ټایمز څرګندوي؛ دا غځېدا د هند او امریکا ترمنځ له ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه. نوي ډیلي ټینګار کړی، چې د چابهار بندر پرله‌پسې فعالیت نه یوازې د سیمه‌ییز اتصال پروګرام د بریالیتوب لپاره، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه هم اړین دی.

اسلامي امارت د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره له چابهار بندر څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده.

اقتصاد وزارت د چابهار فعالیت د سیمې او افغانستان لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ افغانستان هڅه کوي، چې د چابهار له لارې خپل صادرات او ټرانزیټ ته پراختیا ورکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، چې له چابهار څخه افغانستان د خپلو صادراتو او ټرانزیټ د پراختیا په هڅه کې دې.

نوموړي زیاته کړې؛ له دې لارې فعالیت کېدی شي د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د دهلیز په توګه مطرح شي.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د پرا ختیا لپاره د ولایتي ظرفیتونو پر کارولو ټینګار کړی دی.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکو ويلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د پولې دواړو غاړو ته د ولایتي ظرفیتونو کارول اړین دي. د چابهار بندر فعالیت او په کې د ظرفیتونو جوړېدل به نه یوازې دافغانستان پر اقتصاد، بلکي د سیمې پر اقتصادي همکاریو هم مثبتې اغېزې لري.

 راپورونه ښيي؛ روسیه، د قزاقستان او ازبکستان له لارې هم غواړي، چې له دې بندر څخه د هند او نورو آسیایي هېوادونو سره د سوداګرۍ د ودې لپاره کار واخلي.

ویل کیږي، چې چابهار بندر د هند او ایران ترمنځ د لس کلن تړون له مخې فعالیت کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ صادراتي، ټرانزیټي او اقتصادي همکاریو ته زمینه برابروي، چې په وروستیو اوونیو کې هند له دې لارې افغانستان ته څو امبولانسونه او طبي مرستې هم لېږلې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!