تازه خبرونه
د امریکا د ولسمشر مرستیال د افغان کډوالو د بیا میشتېدو په اړه د ټرمپ له پرېکړې دفاع وکړه
هغه ویلي، چې د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې امریکا ته له ننوتلو مخکې د امنیت لپاره په سمه توګه ندي کتل شوي، چې دې کار اندېښنې راپورته کړې دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي ونس له سي بي ایس نیوز سره په یوه مرکه کې د ډونالډ ټرمپ د افغان کډوالو د بیا میشتېدنې پروګرام د ځنډولو له پرېکړې کلکه دفاع وکړه.
هغه ویلي، چې د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې امریکا ته له ننوتلو مخکې د امنیت لپاره په سمه توګه ندي کتل شوي، چې دې کار اندېښنې راپورته کړې دي.
د ولسمشر مرستیال له کار پیلولو وروسته له رسنیو سره په خپله لومړۍ مرکه کې، چې یوه برخه یې د یکشنبې پر ورځ په CBS ټلویزیون کې خپره شوه، له ونس څخه پرلهپسې د «افغان کډوالو د بیا میشتېدنې» د پروګرام د ځنډولو په اړه پوښتنې وشوې؛ خو د ټرمپ له پرېکړې یې کلک ملاتړ وکړ.
د ټرمپ مرستیال ویلي: “زه باور نلرم، چې دا ټول کډوال په سمه توګه ارزول شوي دي. داسې شواهد هم شته، چې ځینو دغو کسانو ان د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو اراده لرلې ده.”
هغه د نصیر احمد توحیدي قضیې ته داسې نغوته( اشاره ) وکړه؛ په اوکلاهوما کې یو افغان کډوال د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید پر پلانولو تورن و او وایي؛ دا ښیي، چې د پناه غوښتنې د ارزونې بهیر نیمګړې و.
ونس زیاته کړې: “د دې پناه غوښتونکو ډېر پروګرامونه د ارزونې او څرنګوالي له پلوه ستونزې لري. “مونږ یقیناً نشو کولی، چې زرګونه خلک پرته له پوښتنې خپل هېواد ته دننه کړو.”
د سیبیاس شبکې کوربه ویلي، چې ” دا خلک ارزول شوي دي” خو د ټرمپ مرستیال ویلي: “لکه د هماغه کس په څېر، چې څو میاشتې مخکې یې په اوکلاهوما کې د ترهګریز برید پلان جوړ کړی و؟ د هغه ښکاره امنیتي ارزونه شوی وه.”
هغه زیاته کړې، چې “په رسنیو او ډیموکراټ ګوند کې ډېرو خلکو ویلي، چې هغه سم ارزول شوی و” خو” روښانه ده، چې هغه ارزول شوی نه و.”
ونس ویلي: “زه نه غواړم، چې زما ماشومان په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې دا خلک [کډوال] سم ارزول شوي نه وي. لکه څنګه، چې زه خپلو ماشومانو ته دا نهغواړم؛ د نورو امریکایانو ماشومان هم اړ ندي، چې دا وګړي ومني.”
د ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د ځنډولو او د امریکا د کډوالو منلو د پروګرام پرېکړې امریکا ته له ۴۰ زره څخه د زیاتو افغانانو لیږد وځنډاوه. دغو خلکو ټول اړین پړاوونه بشپړ کړي او چمتو دي، چې متحده ایالاتو ته الوتنه وکړي.
د ټرمپ ادارې د پروګرام ځنډولو پرېکړې د کډوالو د ډېرو الوتنو د درېدو لامل شوه او په افغانستان، پاکستان، البانیا او قطر کې یې زرګونه خلک په ناڅرګند حالت کې پرېښي دي.
د الوتنو درول او د امریکایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د ایستلو د بهیر بندول په امریکا کې د ځینو قانون جوړونکو او د بشري حقونو ډلو لخوا سختې نیوکې راپارولې دي.
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغو بنسټونو تمویل، چې له کډوالو سره د کور، کارموندنې او نورو اړتیاوو په برخه کې مرسته کوي؛ ځنډولی دی.
دې وزارت په یو لیک کې ویلي، چې دا بنسټونه باید خپل ټول فعالیتونه ودروي.
د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سختو پالیسیو، چې د هغه د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین برخه وه؛ د دغو افغان کډوالو راتلونکی یې په شک کې اچولي دي.
تازه خبرونه
یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې بندولو غوښتنه وکړه
د سېشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) یوناما د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د نړیوال قانون، په ځانګړي توګه د بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې پرلهپسې تاوتریخوالی په سیمه کې روان بشري وضعیت نور هم خرابوي.
د سېشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) یوناما د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د نړیوال قانون، په ځانګړي توګه د بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
دا بنسټ، چې د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې پېښې ثبتوي؛ د بې ځایه کېدا او په مرستو رسولو کې د خنډونو له زیاتوالي راپور ورکوي.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له شپږویشتمې څخه د مارچ تر دوهیمې پورې په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴۶ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې، چې ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شته.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ دا تلفات د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو او همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د هوایي بریدونو له کبله ثبت شوي، چې پکتیکا او ننګرهار هم رانغاړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم راپور ورکړی، چې په پېنځه ولایتونو کې شاوخوا ۱۶زره ۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. د جګړې له کبله رامنځته شوي محدودیتونو د مرستو رسولو بهیر له ننګونو سره مخ کړی او له پاکستان څخه راستنېدونکي افغان کډوال یې نور هم زیانمن کړي دي.
یوناما ټینګار کړی، چې د نورو ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د جګړې سمدستي بندول او د مرستندویه ادارو لپاره بې خنډه لاسرسی اړین دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ملي دفاع وزارت ویلي؛ “د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې ۳۷ کورونه بشپړه ویجاړ شوي، ۲۱۶ کورونه جزوي ویجاړ دي، ۱۲ دوکانونه، ۱۹ جوماتونه، یو کلینیک او یو ښوونځی بوره او جزوي ویجاړ شوي او له ۸۰۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.”
تازه خبرونه
له تېرو ۲۴ ساعتونو راپه دېخوا په ۲۵ نښتو کې پاکستان ته درانده تلفات اوښتي – دفاع وزارت
هغه زیاته کړې؛ په دې نښتو کې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د پاکستان ۱۳ پوځي پوستې “له منځه تللې” دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن (سېشنبه د کب دولسمه) په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۲۵ نښتې شوې دي.
هغه زیاته کړې؛ په دې نښتو کې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د پاکستان ۱۳ پوځي پوستې “له منځه تللې” دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان سره د جګړې له پیل راپدېخوا ۱۵۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي، له ۲۰۰ څخه ډېر یې ټپیان دي او ۴۰ پوستې د افغان ځواکونو لهخوا نیول شوې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند «ردالظلم » عملیاتو د وروستیو جزئیاتو شریکولو لپاره په جوړه شوي رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د دفاع مشروع حق لري.
د ملي دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی؛ جګړه د اسلامي امارت لومړی غوراوی ندی او ټولې خواوې باید پوه شي، چې افغانانو په خپله خاوره کې یرغل بې ځوابه پریښی ندی.
هغه زیاته کړې: “هر هغه څوک، چې د افغانستان خاورې ته بد وګوري؛ پوزې یې په خاورو کې خښې شوې دي.”
عنایت الله خوارزمي وايي، چې اسلامي امارت پر ځلونو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونهکارول شي او هیچا ته به اجازه ورنکړ شي، چې دا خاوره پر نورو هېوادونو د یرغل لپاره وکاروي.
هغه زیاته کړې؛ جګړه هیڅکله د اسلامي امارت لومړی غوراوی ندی او دا اقدام یوازې د شریرو کړیو د تکراري یرغلونو او د خاورې د دفاع لپاره په ځواب کې روان دی.
د دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ردالظلم عملیات د پاکستاني پوځي رژیم د تکراري یرغلونو او د ملکي وګړو د پر نښه کولو له کبله پیل شوي دي.
د افغان ځواکونو د ځاني زیانونو په اړه د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو له پیل راپدېخوا ۲۸ کسان “شهید” شوي او ۴۲ نور ټپیان دي. همدارنګه، په دې وخت کې د پاکستان د پوځي رژیم درې بې پیلوټه الوتکې هم ویشتل شوې دي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم څرګنده کړې، چې د نښتو په پایله کې ۱۱۰ ملکي وګړي “شهید” شوي او ۱۳۰ نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي.
فطرت ویلي، چې اسلامي امارت نه جګړه غواړي او نه لومړیتوب ورکوي؛ خو که پاکستان خپل بریدونه روان وساتي، نو پر وړاندې یې جګړه اړینه مونږ ته هم ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په کابل کې د پاکستان سفارت د تړلو په اړه وویل، چې دا سفارت د دوی په لاس کې دی او که دا هېواد د افغانستان پر خاوره خپل یرغل روان وساتي، نو اسلامي امارت به خپل سفارت وتړي.
حمدالله فطرت دا هم زیاته کړې، چې پر ملکي تلفاتو سربېره، لوی مالي زیانونه هم اوښتي دي.
هغه ویلي: “د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې ۳۷ کورونه بشپړه ویجاړ شوي، ۲۱۶ کورونه جزوي ویجاړ دي، ۱۲ دوکانونه، ۱۹ جوماتونه، یو کلینیک او یو ښوونځی بوره او جزوي ویجاړ شوي دي.”
هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې له ۸۰۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم نن یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په جګړه کې یې له ښکېلو خواوو څخه د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.
د هند نومیالی دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي په خپل یوټیوب چینل کې د ۱۴ دقیقو ویډیوي وینا پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او شخړو په اړه د پاکستان پر پوځي رژیم سختې نیوکې کړي او کړنې یې «تېریکوونکې او بې رحمه» بللې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.
دې دیني عالم دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان اسلامي امارت له خپلې خاورې او هغه نظام دفاع کوي، چې ظلم او تېری پرې “پوځي یرغل” بولي او دا یې مشروع هم حق دی.
دغه راز هغه په پاکستان کې پر ځینو دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونو هم نیوکه کړې او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه یې د هغو د دریځونو پر بیاکتنه ټینګار وکړ.
مفتي ندوي په پای کې له ټولو مسلمانانو وغوښتل: اوسني پرمختګونه دې پر “بصیرت” وڅاري او د هغه څه پر وړاندې، چې هغه یې “بهرنی ظلم او نفوذ” بولي؛ شعوري دریځ خپل کړي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه19 hours agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
څار3 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
