Connect with us

تازه خبرونه

د اوبو پرلپسې غوښتنې او په رسنیو کې د ایران نامناسبې څرګندونې زیانمنې دي – اسلامي امارت

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۳۰, ۱۴۰۲

اسلامي امارت د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق په اړه د ایران د ولسمشر رییسي وروستي خبرداري ته په غبرګون کې ویلي؛ ایراني چارواکي باید لومړی د هلمند د اوبو په اړه خپل معلومات بشپړ کړي او بیا دې له مناسبو الفاظو سره خپله غوښتنه وړاندې کړي.

اسلامي امارت د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حق په اړه د دې هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي وروستي خبرداري په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه.  د اسلامي امارت ویاند په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې: اسلامي امارت د هلمند د اوبو تړون ته، چې نیمه پېړۍ مخکې لاسلیک شوی، ژمن دی؛ خو د وچکالۍ له کبله کافي اوبه نشته.

په اعلاميه کې راغلي، چې د ايران لخوا د اوبو په اړه تکراري غوښتنې او په رسنيو کې نامناسبې څرګندونې زيانمنې دي.

د ایران ولسمشر سیستان او بلوچستان ولایت ته په خپل سفر کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان دې ژر تر ژره ایران ته اوبه ورخوشې کړي.

د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې نامناسبې بللي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هلمند د اوبو د وېش په اړه نیمه پېړۍ وړاندې شوي تړون ته ژمن دی؛ خو د وچکالۍ له امله کافي اوبه نشته.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې په داسې يوه حالت کې د ايران لخوا د اوبو په اړه پرلپسې غوښتنې او په رسنيو کې نامناسبې څرګندونې زيانمنوونکې دي،

د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په تړاو د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون، چې نیمه پېړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې لاسلیک شوی؛ تر اوسه پخپل ځای دی. اسلامي امارت ژمن دی، چې پر شویو تعهداتو عمل وکړي. دا، چې په دې وروستیو کلونو کې افغانستان او سیمې سخته وچکالي تېره کړې؛ د اوبو سطحه ټيټه شوې ده. د هلمند د رود په ګډون زمونږ ګڼ ولایتونه او سیمې له سختې وچکالۍ کړیږي او کافي اوبه نشه. په داسې یوه حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبې څرګندونې پر زیان بولو. ایراني چارواکي دې د هلمند د اوبو په اړه لومړی خپل معلومات له قانوني لارو بشپړ کړي؛ وروسته دې بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، له دې پرته دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکې خرابولی شي.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې دا هم راغلي: اسلامي امارت هڅه کوي، چې ژمنه شوې اوبه ایران ته ورسوي؛ خو په‌دې شرط، چې په افغانستان کې د اوبو ذخیرې داسې کچې ته ورسيږي، چې په خوشې کولو سره سل کیلومتره واټن ووهي او ایران ته ورسيږي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې په کمال خان بند کې اوبه لږ دي او که د کجکي بند اوبه هم خوشي کړ شي؛ ایران ته نه‌رسيږي… ایران باید ځان پر واقیعتونو پوه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د اعلامیې په اړه غبرګون ویلي او څرګندوي، چې د افغانستان په بندونو کې د اوبو د کمښت خبره سیاسي بیان نه، بلکې تخنیکي او هدفي لیدنې ته اړتیا لري.

نوموړي تویت کړی، چې په دې وروستيو مياشتو کې يې څوـ څو ځله د افغانستان د بهرنيو چارو له وزیر اميرخان متقي څخه غوښتي، چې د شوې هوکړې له مخې باید تخنيکي پلاوي ته د ليدنې او د اوبو د اندازه کولو اجازه ورکړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وایي: په دې وروستیو میاشتو کې مې په مکرر ډول د افغانستان د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیرخان متقي څخه وغوښتل؛ د هلمند د هوکړې له مخې خپل مکلفیتونه سرته ورسوي او تخنیکي پلاوي ته د دې امکان برابر کړي، چې د اوبو د سطحې د معلومولو او اندازه کولو لپاره ورشي، خو دوی دا کار ونه‌کړ. سیستان له وچکالۍ سره مخ دی د اوبو کمښت تخنیکي او هدفي لیدنې ته اړتیا لري؛ نه سیاسي بیانونو ته.

په همدې حال کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ایران سیستان او بلوچستان صوبې ته په خپل سفر کې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره رغنده تعامل اړین دی او نړۍ باید د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي. یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان د سیمې د سولې په ګټه دی.

د یادونې ده، چې نوموړي په دې سفر کې د ایران له ولسمشر سره هم وکتل.

تازه خبرونه

د روزګان په د هراود کې ٣ کسان د دوه ماشومانو د قتل پر تور ونیول شول

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سې‌شنبه د وري پېنځه‌ویشتمه)  د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.

Published

on

د روزګان ولایت پولیسو د دې ولایت د دهراود  ولسوالۍ د کلاچې د اړوند سیمې په یوه کور کې له دوه ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو پر تور د درې کسانو له نیولو خبر ورکړی دی. 

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سې‌شنبه د وري پېنځه‌ویشتمه)  د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.

ویل کیږي، چې یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د زرګونو کسانو پر پراخ ګډون؛ د هرات د خونړي برید قربانیان خاورو ته وسپارل شول

د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې: دا برید د جمعې پر مازیګر څلور موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر ملکي وګړو تر سره کړی؛ ۱۱ کسان «شهیدان» شوي، ۸ ټپیان دي او د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

Published

on

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ده میري کلي د وروستۍ خونړۍ پېښې د قربانیانو خاورې ته د سپارلو مراسم د سیمې د زرګونو اوسېدونکو پر پراخ ګډون ترسره شول.

د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې: دا برید د جمعې پر مازیګر څلور موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر ملکي وګړو تر سره کړی؛ ۱۱ کسان «شهیدان» شوي، ۸ ټپیان دي او د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

نن د دې پېښې د ۱۱ قربانیانو جنازې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د خلکو پر پراخ ګډون خاورو ته وسپارل شول.

ګډونوالو د مراسمو پر مهال د شعارونو پر ورکولو دا برید وغانده او د امنیت د ټینګښت او د عاملانو د نیولو غوښتنې یې وکړې.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

ویل کیږي، چې ځايي چارواکو د دې پېښې په تړاو د یوه شکمن کس له نیولو خبر ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه نوملړ «نامعقول او بې‌اغېزې» وباله

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ له تازه کېدا وروسته «نامعقول او بې‌اغېزې» وباله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.

هغه ټینګار کړی؛ د دغو کړنو تکرار «منطقي نه‌دی» او زیاتوي، چې د هغوی اغېزې په سمه توګه  ارزول شوې نه‌دي.

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا بندیزونه تر ډېره عادي افغانانو ته زیان رسوي، نه پرېکړه‌کوونکو چارواکو ته. یعنې پر اشخاصو لګېدلي بندیزونه یوازې دولتي ادارې او ټولنه زیانمنوي.

هغه څرګندوي: «دا هڅې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي» او د بندیزونو دوام یا تازه‌کېدا لپاره یې هیڅ روښانه او د توجیه وړ دلیل نشته.

د اسلامي امارت ویاند دغه بندیزونه د سیاسي فشار وسیله بللې او څرګندوي، چې پرېکړې له افغان لوري سره له رښتینې سلا مشورې او لازمې روڼتیا پرته نیول کېږي.

دا غبرګون له هغې وروسته څرګندېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د خپل نوملړ تازه‌والی اعلان کړ.

د دغه اعلان له مخې؛ د اسلامي امارت د څلور لوړپوړو چارواکو( محمد حسن آخوند، عبدالغني برادر، امیرخان متقي او هدایت‌الله بدري) هویتي معلوماتو بدلون موندلی دی.

په دې تازه کېدا کې د ځینو چارواکو مستعار نومونه هم یاد شوي دي. لکه د محمد حسن آخوند لپاره «ملا حاجي» او د هدایت‌الله بدري لپاره «ګل‌آغا اسحاق‌زی» چې ویل کېږي پخوا هم له دغو نومونو کار اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې دا تازه‌والی د شته بندیزونو؛ لکه د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیزد پوره پلي کېدا لپاره ترسره کېږي.

ویل کیږي، چې تېره میاشت هم د اسلامي امارت د ۲۲ چارواکو معلومات په همدې نوملړ کې تازه شوي او اوس هم له ۳۰ څخه زیات کسان په دې نوملړ کې پاتې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!