Connect with us

تازه خبرونه

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د ږلۍ له کبله نږدې ۸۰ پسونه مړه شول

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۲۷, ۱۴۰۲

د خاش ولسوالۍ اوسېدونکیو ويلي، چې دوه شپې مخکې (د غویی پر ۲۴ ) د دې ولسوالۍ د شهران کلي په مزار دره کې د ږلۍ له کبله نږدې ۸۰ پسونه له منځه تللي او ۳۰ نور څاروي ورک دي.

د بدخشان د خاش ولسوالۍ اوسیدونکی بسم الله وايي، چې خلک له ۷۰ څارویو څخه د ۳۰ هغو پر حلالولو بریالي شوي او پاتې نور یې مردار شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه ٣٠ نور څاروي ورک دي.

مردار شوي او ورک شوي څاروي د زلمی، فیروز او محبوب الله نومو دي، چې د همدې خاش ولسوالۍ د شهران کلي اوسیدونکي دي.

د بدخشان د کرنې رياست د څېړنو رییس فريد شهراني ويلي؛ دې پېښې خلکو ته ډېر زيانونه اړولي او په دې برخه کې اړتيا ده، چې اړوند بنسټونه له زيانمنو کسانو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ

هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.

Published

on

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له افغانستان څخه د امریکا پوځي وتلو د ارزونې بهیر د بشپړېدا په درشل کې دی او تمه ده، چې راپور یې په روان اوړي کې خپور شي.

هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې ارزونې ټولې بنسټیزې برخې؛ د مرکو او د محرمو اسنادو د ارزونې په ګډون، بشپړې شوې دي.

ټاکل شوې، چې د ارزونې راپور د پرېکړو د بهیر، عملیاتي ننګونو او هغو پېښو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي، چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال او تر هغې وروسته په واشنګټن کې د سیاسي بحثونو مهمه موضوع پاتې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل

دغه لیدنه د یکشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا په عمومي دارالانشا کې ترسره شوې ده.

Published

on

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر عبدالفتاح مولوي سخي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي جاسم محمد البدیوي سره په ریاض کې د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو بدلونونوبحث او خبرې کړي دي.

دغه لیدنه د یکشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا په عمومي دارالانشا کې ترسره شوې ده.

د خلیج د همکارۍ شورا د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغانستان او یادې شورا ترمنځ اړیکې ارزولي او پر یو شمېر ګډو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د سیمه‌ییزو او نړیوالو وروستیو بدلونونو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې، خو د بحث شویو موضوعاتو په اړه نور جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

یوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه

نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۵

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړې وایي، چې دغه چاره د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.

یوناما د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي اووه‌لسمه ) په یوه پیغام کې ویلي، چې هرات ولایت د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف راپورونه ترلاسه شوي او دا موضوع له نږدې څاري.

په دې پیغام کې راغلي: « یوناما په هرات کې د هغو ګڼو ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه لري، چې د حجاب د نه‌مراعتولو ادعا پرې شوې ده؛ دا موضوع د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.»

د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز ټینګار کړی، چې ټول وګړي د تګ راتګ له آزادۍ برخمن دي او ښځې او نرینه مساوي حق لري، چې د قانون پر وړاندې له برابر چلند څخه برخمن شي.

د یوناما دا څرګندونې په داسې وخت کې وړاندې کېږي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع اوس هم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بحث له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

تر اوسه د یوناما د وروستیو څرګندونو په اړه د مسوولو افغان چارواکو کوم رسمي غبرګون نه‌دی خپور شوی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!