Connect with us

نړۍ

د جنوبي کوریا د اپوزیسیون مشر پر چاړه ووهل شو

خپور شوی

د

د جنوبي کوریا د اپوزیسیون دیموکراتیک ګوند چارواکو اعلان وکړ، چې د دې ګوند مشر لی جائه میونګ د سې شنبې پر ورځ سویلي ښار بوسان ته د سفر پرمهال په غاړه کې پر چاړه وهل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دیموکراتیک ګوند ویاند کوون چیل سونګ ویلي: لي، چې د ۲۰۲۲ کال ولسمشریزې ټاکنې یې پر لږ توپیر له لاسه ورکړې وې؛ پرځمکه راونه‌لوېده او د پوسان ملي پوهنتون په روغتون کې له بېړنۍ درملنې وروسته د سیول ملي پوهنتون ته ولېږدول شو.

د پوسان ملي پوهنتون روغتون یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې سیول ته یې لېږدول له هغې وروسته شوني شول، چې ډاکټرانو د هغه حالت ژوند ته ګواښوونکی ونه‌ښود.

کوون چیل سونګ، چې روغتون ته د لی له لیږدولو سمدستي وروسته بهر او د خبرو پر مهال یې وویل: د پوسان ملي پوهنتون روغتون کارمندانو هغه رګ ته شونی زیان تشخیص کړی، چې له سر څخه زړه ته وینه لیږدوي.

کوون ویلي: د طبي کارمندانو د څرګندونو له مخې؛ دا اندېښنه شته، چې ستره وینه بهېدنه یا اضافي وینې بهیدل شونې وي.

د بریدګر برید، چې په ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کیږي، چې لی په بوسان کې د هوايي ډګر د جوړولو د پروژې له ساحې چټکه لیدنه کوله.

بریدګر،چې ګومان کیږي ۵۰ کلن یا ۶۰ کلن وي او د لي پر نوم یې یو کاغذ اغوستی و؛ نږدې راغی په داسې حال کې، چې لي د خپلو پلویانو او خبریلانو تر منځ خبرې کولې د لاسلیک غوښتنه وکړه. لږ مکې شو او بیا یې پرې د چاړې برید وکړ.

ویډیوګانې ښیې، چې بریدګر لاس اوږدږي او لي په غاړه کې پر چاړه وهي، چې له برید سره لي شاته ځي او وروسته پر ځمکه راغوځیږي.

خبري انځورونه ښیي، چې لي پر ځمکه پروت دی؛ سترګې یې تړلي، وینه بهیږي او خلک یې د ینې تویېدو د مخنیوي هڅې کوي.

د لي یو ملاتړی جین جونګ هوا، چې د پېښې په ځای کې و او مراسم یې پر ژوندۍ بڼه رویټرز ته وړاندې کول وویل، چې هلته لسګونه پولیس افسران ولاړ ول.

ویډیو وښودله، چې برید کوونکی د پولیسو په ګډون د خلکو له‌خوا ونیول شو.

بوسان ایلبو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې هغه د برید د انګیزې په اړه د پولیسو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.

نړۍ

ټرمپ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کړي

په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وځي او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA آنروا ) ته خپلې مرستې بندوي، چې ورسره به د ډونالډ ټرمپ د پخواني حکومت پالیسۍ بیا راژوندۍ شي.

په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.

امریکا له کلونو راپدېخوا د بشري حقونو شورا تورنه کړې، چې نه یوازې د اسرائیلو ملاتړ کوي، بلکې د هغو حکومتونو ملاتړ ته هم وردانګي، چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

دا کار له هغې وروسته تر سره کیږي، چې د بایډن حکومت د ملګرو ملتونو د منځني ختیځ د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ته له تمویل کمولو وروسته، چې ځینې کارمندان یې د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل ول؛ ودروي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د اجرائیوي فرمان لاسلیک تر سې‌شنبې پورې ځنډول شوی دی.

له دې مخکې د ټرمپ حکومت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) چې په بهر کې یې د بشري حقونو ملاتړ هم کاوه. د دې اندېښنو په اړه، چې آیا دا د ټرمپ له "امریکا لومړی" پالیسۍ سره مطابقت لري؛ غور کوي او دا، چې پیسې یې څنګه لګول کیږي تر پوښتنې لاندې نیولې ده.

( آنروا ) د غزې خلکو ته د مرستې رسولو اصلي اداره ده، چې د اوکټوبر د اوومې له برید وروسته په سیمه کې د اسرائیلو د برید له کبله رامنځته شوي؛ بشري ناورین ته د لاسرسي لپاره فعالیت کوي. ملګرو ملتونو په تېر اوړی کې څو کارکوونکي له هغې وروسته له دندې ګوښه کړل، چې یوې داخلي څېړنې پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل وګنل.

د ملګرو ملتونو ویاند سمدلاسه په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې د بشري حقونو شورا "خپل هدف ندی ترلاسه کړی او د هغو هېوادونو لپاره د ساتونکي په توګه کارول کیږي، چې له بشري حقونو وحشتناکه سرغړونې کوي" او د اسرائیلو پر وړاندې یې دریځ هم وغانده.

امریکا د UNRWA ترټولو لوی مرسته کوونکی و، چې په کال کې یې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالر ورکول؛ خو د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۴ په جنوري کې دا تمویل ودراوه. هغه وخت، چې اسرائیلو د UNRWA شاوخوا ۱۲ کارمندان د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې پر ګډون تورن کړل؛ په غزه کې جګړه رامنځته شوه.

Continue Reading

نړۍ

نتانیاهو له ټرمپ سره د اړیکو ټینګولو لپاره واشنګټن ته ولاړ

له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوه‌یم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې پر ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره چمتووالی نیولی، چې د غزې د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ له پخوانۍ ادارې سره له تاوتریخوالي وروسته نوې اړیکې پیاوړې کړي.

له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوه‌یم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.

هغه له روانېدو مخکې په هوایي ډګر کې ویلي: " په جګړه کې زمونږ پرېکړې؛ د منځني ختیځ څېره بدله کړی ده. زمونږ پرېکړو او زمونږ د سرتېرو زړورتیا د سیمې نقشه بیا جوړه کړې؛ خو زه باور لرم، چې له ولسمشر ټرمپ سره به پر نږدې کار کولو مونږ وکولی شو بیا یې ښه جوړه کړو. "

په راپور کې راغلي: په غزه کې د جنګي جرمونو پر تور د نړیوالې جنایي محکمې لخوا نه یوازې د نتانیاهو د نیولو امر وشو، بلکې له جو بایډن سره یې اړیکې ترینګلې کړي او د ۲۰۲۲ کال په پای کې واک ته له راستنېدو راپدېخوا یې سپینې ماڼۍ ته هم سفر ندی کړی.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا ۳۰ زره کډوال به په ګوانتانامو کې بندیان شي

ټرمپ د لیکن رایلي قانون د لاسلیک پر مهال ویلي؛ د کیوبا په ګوانتانامو کې یې د توقیف د یوه مرکز د پرانستلو امر کړی، چې د امریکا هغه ۳۰ زره غیرقانوني کډوال په کې وساتي، چې خپلو هېوادونو ته شړل کېدی نشي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي: غواړي، چې ۳۰ زره غیرقانوني کډوال د کیوبا ګوانتانامو خلیج ته انتقال او زنداني کړي؛ دا د نوموړي د کمپاین هغه برخه ده، چې مجرم کډوال په ډله‌ییزه توګه شړل کیږي.

ټرمپ د لیکن رایلي قانون د لاسلیک پر مهال ویلي؛ د کیوبا په ګوانتانامو کې یې د توقیف د یوه مرکز د پرانستلو امر کړی، چې د امریکا هغه ۳۰ زره غیرقانوني کډوال په کې وساتي، چې خپلو هېوادونو ته شړل کېدی نشي.

ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه په خپلو خبرو کې ویلي: "مونږ به دوی ګوانتانامو ته واستوو."

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: "ځینې یې دومره بد دي، چې مونږ ان د ساتلو لپاره یې پر هېوادونو باور نه کوو؛ ځکه نه‌غواړو، چې بېرته راشي."

ګوانتانامو خلیج، چې په کیوبا کې یو لرې پروت ټاپو او د امریکا پوځي اډه ده؛ پخوا د مرکزي استخباراتو ادارې لخوا د "ترهګرۍ شکمنو" د ساتلو لپاره کارول کېده، خو اوس د ټرمپ د امر له مخې د هغو کډوالو د ساتلو لپاره پر زندان بدل شوی، چې غیرقانوني کډوال یې بولي.

دا اسانتیاوې د کډوالو لپاره په اډه کې د توقیف له مرکزه بېل دي.

د کیوبا ولسمشر میګل ډیاز کانل د ټرمپ دا هڅه "یو ظالمانه عمل" وباله.

ټرمپ د لیکن رایلي قانون د "تاریخي قانون" او د جورجیا د وژل شوې نرسنګ زدکړیال ته، چې د دې قانون نوم ورکړل شوی "ځانګړی درناوي" وباله.

دا قانون وايي: هغه خلک، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې دي او د غلا او تاوتریخوالي پر جرمونو تورن دي؛ ان له محکومیت څخه دمخه توقیف کیدی شي او په احتمالي توګه له هېواد څخه ایستل کیدی شي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۲۲ کلن لیکن رایلي د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې د وینزویلا د یو وګړي خوزه انتونیو ایبارا لخوا ووژل شو، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې و. ایبارا په نومبر کې محکوم شو او له مشروط خوشې کیدو پرته پر عمري بند محکوم شو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!