سوداگري
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ۷ میلیون ډالرو پر ارزښت د هوکړهلیکونو له لاسلیک خبر ورکړ
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې نن (پنجشنبه د غويي ۱۶نېټه) د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له ۱۱ بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغه وزارت چارسمبالي د اړوند بنسټونو له رییسانو سره په خپل کاري دفترونو کې وکتل.
په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د دغو بنسټونو له رییسانو څخه د هېواد په پرمختګ کې د هغو د هحو او رول له کبله مننه وکړه.
هغه زیاته کړې: د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو او بنسټونو د اسانتیاوو لپاره هر اړخیز پروګرامونه لري او ملاتړ ترې کوي.
همدا راز نورالدین عزیزي د اړوند ادارو له رییسانو وغوښتل؛ د هغو مهاجرینو، چې تازه هېواد ته راستانه شوي، روزنې او کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي.
د غونډې په بهیرکې د یو شمېر بنسټونو استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هراړخیزو همکاریو مننه وکړه او وایي: ټول بنسټونه له دولت سره همکارۍ ته ژمن دي او د هېواد د سوکالۍ او هوساینې لپاره کار او هڅې کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د څرګندونو له مخې: دغه هوکړهلیکونه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د مهارتونو او مسلکي خدمتونو په اړه د څه باندې اووه میلیون ډالرو پر ارزښت له زیانمنو کورنیو سره د مرستې، له کوچنیو متشبثینو څخه د ملاتړ او اومه توکو ته د لاسرسي، د کوچنیو پانګونو او سوداګرۍ، د ټیلیفون له لارې د سوداګرۍ وده او پراختیا، د باثباته ژوند لپاره له زیان منونکو ځوانانو ملاتړ، د کوچنیو کچو دندو او سوداګریزو کاري فرصتونو له لارې د بېوزلو او اړو کورنیو ځواکمنتیا، ښځو ته لاسيصنایع او حرفوي پروګرامونو او ټغراوبدنې د ورکشاپونو پر جوړولو کوچنۍ سوداګرۍ ته د ودې او پراختیا ورکولو لپاره؛ لاسلیک شوي دي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنېپټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریلګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د امډياف تختو واګونونه شامل دي.
مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل باروړونکی ریلګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنېپټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.
هغه له ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.
سوداگري
له ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال له افغانستان سره د دې هېواد د اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې – ورکړې ۱۷ برابره زیاتې شوې دي.
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه له دې توکو څخه ټرانزیټي توکي وه؛ یعنې دا مالونه له نورو هېوادونو څخه د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
نقيزاده څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ایران هدف دا دی، چې د شمتیغ له پولې څخه ۲ میلیون ټنه توکي تېر شي او دا موخه په آسانه د لاسته راوړلو وړ ده.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه5 days agoیو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
-
تازه خبرونه5 days agoله افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضلالرحمن
-
سوداگري5 days agoد اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
-
تازه خبرونه23 hours agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه5 days agoله احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړئ – د عدلیې وزیر
