Connect with us

سوداگري

د صادراتو کمښت د پاکستان د ام بڼوال له درندو زیانونو سره مخ کړل

د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو اوږدمهاله تړل کېدا د ام د صادراتو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دي. افغانستان، چې تل د پاکستان د کرنیزو محصولاتو له مهمو صادراتي بازارونو څخه ګڼل کېده؛ سږ کال یې د پاکستان د ام هیڅ بار نه‌دی ترلاسه کړی.

خپور شوی

د

 

د صادراتو کمښت او د اقلیمي بدلونونو اغېزو د دغه هېواد د ام بڼوال له درندو مالي زیانونو سره مخ کړي او د دې صنعت راتلونکی یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو اوږدمهاله تړل کېدا د ام د صادراتو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دي. افغانستان، چې تل د پاکستان د کرنیزو محصولاتو له مهمو صادراتي بازارونو څخه ګڼل کېده؛ سږ کال یې د پاکستان د ام هیڅ بار نه‌دی ترلاسه کړی.

تېر کال پاکستان شاوخوا ۱۰۹ زره او ۶۰۰ ټنه ام صادر کړي وه، چې ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه افغانستان ته لېږدول شوي وه. په ۲۰۲۴ کې دا کچه ۲۸ زره او ۷۰۰ ټنو ته رسېدلې وه؛ خو سږ کال سره له دې، چې پاکستان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ام صادر کړي، افغانستان ته یې یو ټن ام هم نه‌دي لېږلي.

راپور زیاتوي، چې په ایران کې جګړې هم د سمندري لېږد رالېږد په بهیر کې د ګډوډۍ او د بار لېږد لګښتونو د لوړېدا له کبله خلیج هېوادونو ته د پاکستان د ام صادرات راکم کړي دي.

له همدې کبله متحده عربي اماراتو، چې د پاکستان د ام تر ټولو ستر بازار دی، صادرات کم شوي دي. که څه هم ایران او عمان ته صادرات زیات شوي؛ خو د نورو بازارونو زیانونه یې نه‌دي جبران کړي. د جولای تر شپږمې پاکستان یوازې ۴۲ زره او ۳۴۳ ټنه ام صادر کړي وه. په داسې حال کې، چې د تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۵۵ زره او ۶۸۴ ټنو ته رسېده.

د اقلیمي بدلونونو له کبله د تودوخې لوړېدل، نامنظم بارانونه، سخت توپانونه او د نباتي ناروغیو پراختیا د ام د حاصلاتو کیفیت او کچه هم راټیټه کړې ده.

د اقلیم بدلون د نباتي ناروغیو د پراخېدا لامل هم شوی دی. په سېند ایالت کې د ام د بدشکلۍ ناروغۍ پراخ زیانونه اړولي او بڼوالو د آفت‌وژونکو او فنګس ضد درملو لپاره ډېر لګښتونه کړي؛ خو مطلوبه پایله یې نه‌ده ترلاسه کړې. له همدې کبله سږ کال د لوړ کیفیت لرونکوA درجې امو پر ځای د B او C درجې امو ونډه ډېره شوې ده.

پاکستاني کارپوهان اټکل کوي، چې په روان فصل کې د ام تولید له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې کم شوی دی.

د سېند ایالت بڼوال وایي، د صادراتو کمښت او د بیو ټیټېدا ان د تولید لګښتونه هم نه‌دي ورپوره کړي، چې له کبله یې د ام د بڼوالۍ د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دغه راز د صادراتو کمښت، د کورني بازار د غوښتنې ټیټېدا او د تولیدي لګښتونو لوړېدل د بڼوالو ګټه ډېره کمه کړې ده او که دا بهیر همداسې دوام وکړي؛ د پاکستان د بڼوالۍ او مېوو د تولید صنعت به له جدي ګواښ سره مخ شي.

په پاکستان کې دننه هم د انفلاسیون او د خلکو د پېرلو ځواک د کمېدو له امله د امو غوښتنه راټیټه شوې، ځکه ډېرې کورنۍ د لوړ کیفیت مېوې د پېرلو وس نه‌لري.

راپورونه ښيي، چې د مېوو د بڼونو ټوله کرنیزه ځمکه هم کمه شوې ده. دغه کچه په ۲۰۱۳ مالي کال کې له ۰٫۸۰ میلیون هکټاره څخه په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۰٫۶۹ میلیون هکټاره ته راټیټه شوې ده. ډېر بڼوال د اوږدمهالو بڼونو پر ځای هغو کلنیو فصلونو ته مخه کوي، چې ژر او ډاډمن عاید ورکوي.

کارپوهان سپارښتنه کوي، چې پاکستان باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې د زغملو وړ د مېوو په ډولونو، د بڼونو په نوې مدیریت، د مېوو په پروسس او د صادراتي بازارونو په پراخولو کې پانګونه وکړي، چې د اقلیمي بدلونونو او د نړیوالې سوداګرۍ د بدلېدونکو شرایطو پر وړاندې خپل د بڼوالۍ سکټور سیال وساتي.

سوداگري

په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزول شول – په کویټ کې د افغانستان سفارت

په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

Published

on

په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست محمد شفیق خطیب له عیج خلف، د کویټ له یوه نوموتي پانګه‌وال او د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

دواړو لوریو همدارنګه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او کویټ ترمنځ د پانګونې په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سفارت سرپرست له کویټي سوداګرو او پانګه‌والو غوښتي، چې افغانستان ته په سفر کولو سره د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې شته فرصتونه له نږدې وڅېړي او په دې برخو کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر نویو لارو خبرې وکړې

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د سرخان‌دریا ـ چین په سوداګریزه غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې وکړې.

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

نورالدین عزیزي په خپله وینا کې ویلي، چې افغانستان له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا نوي پړاو ته داخل شوی او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګریزو پلاوو متقابل سفرونه، سوداګریزې غونډې او د خصوصي سکټور ترمنځ هوکړې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

عزیزي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو او د سیمې د نښلونې او د ختیځې، منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د نویو سوداګریزو ځنځیرونو په رامنځته کولو کې مهم هېواد وباله.

هغه د افغانستان صادراتو ته د چین بازار د ډېرو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د ازبکستان له سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو څخه پر ګټې اخیستنې د چین او د سیمې د نورو هېوادونو د بازارونو له لارې باید د افغانستان صادراتي توکو ته د لېږد زمینه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ افغانستان د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشین‌سازۍ، تولید او اقتصادي بېخبناوو په برخو کې د چینايي او ازبکستاني شرکتونو د پانګونې لپاره چمتو دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اومه توکو پروسس او ګډې پانګونې کولی شي د سیمې هېوادونو ته د اوږدمهاله او متقابلو ګټو زمینه برابره کړي.

دغه راز د بلخ والي محمد یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ښو او دوستانه اړیکو سربېره په بلخ کې د پانګونې پر فرصتونو او د سراسري امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د غونډې په څنډه کې نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو له نندارتونه هم لیدنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

Published

on

نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.

مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.

د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.

ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زنده‌جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!