Connect with us

تازه خبرونه

د طالبانو پر ضد د ولسمشر غني د جګړې اعلان او بېلابېل غبرګونونه

خپور شوی

د

ولسمشر اشرف غني د کابل پر روغتون، په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونو او د تاوتریخوالي نورو پېښو ته په نغوته او اشاره کې ویلي؛ طالبانو او داعش ډلې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه افغانان او امنیتي کسان وژلي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډيویي وینا کې افغان وسلوالو ځواکونو ته په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته امر کړی، چې له دفاعي حالته راووځي او د “دښمن” پر ضد خپل پوځي عملیات یو ځل بیا پیل کړي.

ولسمشر غني څرګنده کړې، طالبانو د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

ملګرو ملتونو د کابل او ننګرهار بریدونه غندلي او څرګندوي، چې د دغو پېښو عاملان باید محاکمه شي.

د بشري حقونو د څار ډلې پر روغتون برید جنګي جنایت بللی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي؛ زه دا وحشیانه برید او تروریستان غندم، چې بې دفاع او کړیدلی ولس په نښه کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي هم د دغو بریدونو له کبله خواشیني‌‌ ښودلې او وایي؛ د کابل او ننګرهار بریدونه، چې بې ګناه خلک په کې ووژل شول، په کلکه غندم.

په کابل او ننګرهار کې له خونړیو بریدونو وروسته طالبانو د ولسمشر غني د پوځی عملیاتو د چټکولو په اړه په ډاګه کړې، چې د داعیشي ملیشو لخوا د کابل ښار په دشت برچي او د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو برید مونږ په کلکه غندو؛ ځکه، چې عام خلک په کې زیانمن شوي؛ خو دا باید هیره نکړو، چې داعش د طالبانو د پرېکنده عملیاتو په پایله کې اوس نه ښکاره سنګر لري او نه هم ښکاره هڅې.

طالبانو پر حکومت تورلګولی، چې دا ډول بریدونه په کابل او نورو ښارونو کې له استخباراتي میلمستونو پلې کیږي، چې موخه یې د ملت ځپنه او د ناکامو پالیسیو پلي کیدو ته زمینه برابرول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ نور د جګړې تر چتر لاندې د واکمنۍ د غزولو وخت تېر شوی دی.

د افغانستان د سولې امریکایي استازي هم څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو پر ضد نني تاوتريخوالي او دغه راز د جنازې په مراسمو کې بريد؛ ځوروونکې او کړغیړنې کړنې دي.

 

نوموړي د داسې یوه ګډ دښمن پر ضد د جګړې ښکېلې خواوې هڅولي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي؛ دا ډول جنایتونه تر سره نکړي او د کرونا ویروس د محدودولو لپاره سره نږدې شي.

خلیلزاد څرګندوي؛ د طالبانو او افغان حکومت همکاري اړينه ده. پدې کې پاتي راتلل به افغانستان د ترهګرۍ، پرلپسې بې ثباتۍ او اقتصادي ناخوالو په وړاندې له زیانونو سره مخ کړي.

د نوموړي په اند، اوس د سولې پر لوري د پرمخ تللو وخت دی.

تحلیل؛ آریانانیوز

تمه کېده، چې له طالبانو سره د امریکا د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي؛ خو اوس هم ځانمرګي او وسلوال بریدونه روان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تازه پېښو کې په ننګرهار کې ځانمرګي ۳۰ کسان وژلي او ۷۰ نور ټپیان دي او کابل کې د ولادي‌ نسايي پر یو روغتون په وسلوال برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه

په پیغام کې راغلي، چې اسلامي امارت د الله تعالی له درباره د ارواښاد لپاره د فردوس جنت او د هغه کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د جمیل صبر، ستر اجر او زغم غوښتنه کوي.

Published

on

 

اسلامي امارت د خواخوږۍ په یوه پیغام کې د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د قطر له دولت، ولس او د نوموړي له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

 

شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۳ز.کال پورې د قطر امیر و.

نوموړي له ۱۸ کلنې واکمنۍ وروسته واک خپل زوی شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته وسپاره او نن(یکشنبه د چنګاښ یوویشتمه / د جولای دولسمه) د ۷۴ کلونو په عمر مړ شو.

ویل کیږي، چې نوموړی د هېواد په اقتصادي، ټولنیز او کلتوري بدلون او پرمختګ کې یو اغېزمن شخصیت و.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي

د دغو بورسونو پروګرام د e-VidyaBharati (e-VB) پروژې په چوکاټ کې د i-Learn پورتل له لارې وړاندې کېږي. ګډونوال کولی شي، چې په مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو څانګو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې آنلاین زده‌کړې وکړي.

Published

on

 

د هند حکومت د هند د کلتوري اړیکو شورا(آی‌سي‌سي‌آر) د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ ښوونیز کال لپاره افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي.

د دغو بورسونو پروګرام د e-VidyaBharati (e-VB) پروژې په چوکاټ کې د i-Learn پورتل له لارې وړاندې کېږي. ګډونوال کولی شي، چې په مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو څانګو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې آنلاین زده‌کړې وکړي.

د اعلان له مخې، غوښتونکي باید د افغانستان تابعیت ولري، عمر یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي او خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵ل. کال د چنګاښ له څلیریشتمې څخه د وږي تر اوه‌یمې پورې د i-Learn پورتل له لارې ثبت کړي. د زده‌کړو اسناد، تذکره یا معتبر پاسپورټ او انځور هم د نوم‌لیکنې له شرطونو څخه دي.

د پروګرام د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې، دغه بورسونه د زده‌کړو ټول لګښت، د نوم‌لیکنې فیس، د آزموینو لګښت او د فراغت سند لګښت په بشپړه توګه پر غاړه اخلي. محصلین به په آنلاین ډول درسي سرچینو، ښوونیزو ویډیوګانو او آزموینو ته هم لاسرسی ولري.

د دې پروګرام د تدریس ژبه انګلیسي ده او د غوښتونکو وروستی غوراوی به د اسنادو له ارزونې او په کابل کې د هند سفارت له لوري د هویت له تائید وروسته ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف

یونیسف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پدې کچه د افغانستان د ټولو ولایتونو ماشومان د خوارځواکۍ او د ماشومتوب پر مهال د خوړو او تغذیې د ناامنۍ د واقعي تجربو له مخې ارزولي دي. په دې ارزونه کې د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او وږي پاتې کېدل شامل دي.

Published

on

 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق(یونیسف) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د خوړو او تغذیې ناامني په افغانستان کې له پېنځه کلونو کم عمره ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له لوړ ګواښ سره مخ کړي دي.

یونیسف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پدې کچه د افغانستان د ټولو ولایتونو ماشومان د خوارځواکۍ او د ماشومتوب پر مهال د خوړو او تغذیې د ناامنۍ د واقعي تجربو له مخې ارزولي دي. په دې ارزونه کې د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او وږي پاتې کېدل شامل دي.

د « ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو بحران» تر سرلیک د یونیسف راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې افغانستان د ماشومانو د سختې وچېدا د زیاتېدا پړاو ته داخل شوی دی. د تغذیې د برخې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال پر پرتله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو د خوارځواکۍ وضعیت خراب شوی دی.

یونیسف وايي، له جولای څخه تر سپټمبر پورې د خوارځواکۍ د زیاتېدا د اصلي موسم له پیل مخکې هم دغه وضعیت د یوه پراخېدونکي او له وخته مخکې رامنځته شوي بحران نښه ده. له دوه کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیان‌من دي، چې د سختې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې جوړوي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویواله ویلي، چې کوچنی ماشومان د خوارځواکۍ د اصلي موسم له پیل مخکې د تغذیې د بحران پر لوري روان دي او باید له سختې خوارځواکۍ مرحلې ته له رسېدا مخکې یې پر وړاندې هحې وشي.

یونیسف ټینګار کړی، چې د خوارځواکۍ د زیاتېدا لاملونه یوازې د تغذیې له خدمتونو سره تړاو نه‌لري، بلکې د ناروغیو خپرېدل، د واکسین د پوښښ ټیټه کچه، د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو کمښت، او د بودجې او تجهیزاتو کموالی هم د دې بحران د زیاتېدا لاملونه دي.

دغه بنسټ ویلي: هغه ماشومان، چې کورنۍ یې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي؛ د خوارځواکۍ د زیاتېدا په پړاوونو کې تر نورو ماشومانو شپږ برابره ډېر د سختې وچېدا له خطر سره مخ کېږي.

یونیسف د کوچنیانو د خوړو د ساتنې، د مخنیوي تغذیوي پروګرامونو د پراخولو، له ۶ څخه تر ۲۳ میاشتو ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې او د روغتیا، تغذیې، اوبو، حفظ‌الصحې، زده‌کړې او ټولنیز ملاتړ د خدمتونو د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د خوارځواکۍ د زیاتېدا موسم ته له نږدې کېدو سره د هڅو فرصت کمېږي او د دې لپاره بېړنیو او انعطاف‌منونکو مالي مرستو ته اړتیا ده، چې د ماشومانو د خوړو ناامني پر مرګونې خوارځواکۍ بدله نه‌شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117