کوید۱۹
د نایجیریا مرستیال ولسمشر پر کرونا ویروس اخته شو

د نایجیریا د ولسمشر رسنیز مرستیال ګاربا شهو د شنبې پر ورځ ویلي، چې پر کرونا ویروس شوی او اوس ډډې ته شوی دی.
د نایجریا ۵۰ کلن مرستیال ولسمشر شهو، د ۷۹ کلن ولسمشر محمدو بوهاري د کړۍ نږدې کس دی.
نوموړي رویټرز ته ویلي، چې (زه) پر کرونا ویروس اخته شوی یم او په کور کې تر درملنې لاندې یم.
یو شمېر سیمه ییزو ورځپاڼو راپور ورکړی، چې د بوهاري ځینې همکاران او لوړ پوړي چارواکي د اطلاعاتو د وزیر لای محمد په ګډون پر ویروس اخته شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ محمد په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې. دغه راز د ولسمشرۍ ویاند هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، چې آیا کوم بل چارواکی یا وزیر پدې ناروغۍ اخته شوی او آیا بوهاري، چې د سې شنبې پر ورځ د بیا واکسین شوی و؛ اخته شوی که نه، له څه ویلو ډډه کړې ده.
بوهاري او ځینو وزیرانو په دوبۍ او ترکیه کې د سویلي آفریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا سره لیدلي، چې هغه مهال د کرونا اومیکرون بڼه د سویلي آفریقا او هانګ کانګه کتل شوې وه.
په نایجیریا کې تر دې دمه پر کرونا ویروس ۲۳۴۷۰۹ کسان اخته شوي او ۲۹۹۳ ترې مړه شوي دي. دغه راز په روانه میاشت کې له سویلي آفریقا څخه په راغليو مسافرینو کې د اومیکرون بڼه تائید شوې ده. په داسې حال کې، چې واکسین شوي هم ول.
کوید۱۹
په هند کې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویرس اخته ۲۱ کسان مړه شوي

له تېرو ۲۴ ګړیو په هند کې د کرونا ۱۷ زره ۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره د ټولو پېښو شمېر۴۳۴۰۷۰۴۶ ته ورسېد؛ ۲۱ کسان مړه ترې شوي او د مړیو ټول شمېر هم ۵۲۵۰۲۰ ته پورته شو.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ پر کرونا اخته ۹۸ اعشاریه ۷۵ سلنه نور رغېدلي دي.
همدارنګه د پاکستان روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کرونا ویروس اخته ۳۸۲ نوې پېښې ثبت شوې دي.
له دغو پېښو سره په پاکستان کې پر کرونا د اخته کسانو د ټولو پېښو شمېر له یو اعشاریه دري پنځوس میلیون څخه ډېر شوی او په تېرو څلیریشت ګړیو کې د دوه کسانو له مړینې هم خبر ورکړ شوی دی.
کارپوهانو ويلي، چې پاکستان کېدی شي په احتمالي توګه د کرونا ویروس د یوې بلې څپې شاهد وي؛ ځکه ، چې په نويو پېښو کې یې ډېروالی راغلی دی.
کوید۱۹
د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلیوان پر کرونا ویروس اخته شو

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویاندې ویلي، چې جیک سلیوان د شنبې پر ورځ له هغې وروسته پر کرونا یرویس اخته شو، چې یوه اوونۍ مخکې له ولسمشر جو بایډن سره د اووه پرمختللیو اقتصادونو د ډلې غونډې ته تللی و.
د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویاندې ادرین واتسن ویلي، چې سلیوان له بایډن سره نږدې تماس نه درلود او نښې یې هم نلرلې. دا یې پر کرونا د اخته کېدو لومړی ځل دی.
سپینې ماڼۍ د شنبې پر ورځ ویلي، سلیوان د جمعې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سینیګال د بهرنیو چارو له وزیر آیستا تال سال سره یوه لیدنه لرله. دغه راز یې د دوشنبې پر ورځ په لوګزامبورګ کې د چین له لوړپوړي دیپلومات یانګ جیچي سره څلور نیم ساعته لیدلي وه.
دا سمدستي روښانه نده، چې آیا پر کرونا اخته کېدل به یې سفري پلانونه اغېزمن کړي او که نه.
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ په ډاګه کړې وه، چې بایډن به د اووه ډلو د سرمشریزې لپاره سویلي آلمان ته سفر وکړي او د جون په وروستیو کې د ناټو سرمشریزې لپاره هسپانیا ته روان شي.
کوید۱۹
کاناډا د سفرونو لپاره پر کرونا واکسین ټینګار پای ته ورساوه

د کاناډا حکومت به د سې شنبې پر ورځ په الوتکو او اورګاډو کې د کورنيو او بهرنيو سفرونو پر مهال د کرونا ویروس واکسین د پلي کولو د ماموریت پای اعلان کړ.
د سي بي سي نیوز د راپور له مخې؛ حکومت د روانو محدودیتونو له کبله له نیوکو سره مخ دی؛ خو د ویروس د کومي بلې بڼې له ودې او پراختیا سره به بېرته ور وګړزي.
د کاناډا فدرالي محدودیتونه د ناواکسین شوي خلکو پر سفر بندیز خوندي کړی او ټولو ملکي کارمندانو ته د واکسین لګولو سپارښتنه کوي.
تیره اوونۍ کانادا په هوایي ډګرونو کې خلکو ته د آسانتیاوو د برابرولو لپاره د کرونا ویروس د کتنې بهیر د جون تر پایه وځنډاوه.
حکومت په دې اړه د رویټرز غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.
-
تازه خبرونه3 days ago
له کوم هېواد یا بهرني شرکت سره د ډبرو سکرو د صادراتو تړون نلرو
-
تازه خبرونه4 days ago
افغاني سرې میاشتې ټولنې زلزله ځپلیو ته لس میلیون افغانۍ ځانګړې کړې
-
تازه خبرونه4 days ago
د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق پر وړاندې کلکه مبارزه روانه ده
-
تازه خبرونه4 days ago
په تخار ولایت کې د نس ناستي پېښې مخ پر ډېرېدو دي
-
نړۍ4 days ago
د G-7 مشرانو له اوکراینه د ملاتړ ژمنه څرګنده کړه
-
سوداگري2 days ago
افغان لارۍ چلوونکیو ته شپږ میاشتنۍ ویزې ورکوو – پاکستان
-
تازه خبرونه4 days ago
په کاناډا کې ۳۰ زره کلن بشپړ کوچنی مومیایي شوی فیل موندل شوی
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او پاکستان د یو ورځنیو لوبو سږنۍ لړۍ وځنډېده