Connect with us

تازه خبرونه

د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پر نصاب او ترانسپورت برابرولو کار روان دی – مجاهد

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په هېواد کې د تعلیمي نصاب پر تعدیل او له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د ترانسپورتي سیستم پر برابولو کار روان دی.

مجاهد د شنبې پر ورځ  د تلې ۲۳ په ترکیه کې د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي د دې لپاره تړل شوي ندي، چې اسلامي امارت د تعلیم خلاف دی، بلکې د اصولو د چمتو کولو په خاطر ځنډول شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وایي: مونږ د دوی نصاب سموو… مونږ یې د تګ  راتګ لپاره ترانسپورتي پلان جوړوو، چې خلک له رواني او مذهبي پلوه ښوونځیو ته د خپلو لوڼو پرېښودو ته چمتو شي. د دوی چاپېریال باید امن او خوندي وي. هغه څه، چې دوی زدکوي باید دیني او اخلاقي وي.

مجاهد زیاته کړې، چې د ښوونځیو اوسنی نصاب د امریکا تر اشغال لاندې جوړ شوی دی.  که په افغانستان کې پلی شي، دوی به د هېواد پر ضد راوڅرخوي.

نوموړي دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بايد بېل او جلا ښوونځي جوړ شي.

دیني عالمانو په دې غونډه کې، چې د مسلمانانو اتحاد تر سرلیک لاندې جوړه شوې؛ په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو د وضعیت د څېړلو ترڅنګ؛ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې.

د اسلامي امارت ویاند د اسلامي هېوادونو له دیني عالمانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت او د خپلو هېوادونو د حکومتونو تر منځ د ارتباطي پلونو په توګه کار وکړي او له خپلو حکومتونو وغواړي، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپيژني.

مجاهد ویلي، چې د افغانستان مشران تر بندیزونو لاندې دي، د افغانستان پانګه کنګل ده. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نده ورکړ شوې او پر بانکونو یې بندیزونه دي، چې په وینا یې غرب له دې کار سره د افغانستان نړیوال دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

مجاهد دا هم ویلي؛ اسلامي امارت د هغو تکفیري ډلو پر وړاندې جنګیږي، چې د هېوادونو امنیت او ثبات تهدیدوي او اجازه نه ورکوي، چې له افغانستان څخه د کوم هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

مجاهد همداراز په تېر یوه کال کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته هم اشاره کړې او وايي چې د اسلامي شریعت سره سم یې مثبت بدلونونه راوستي او په افغانستان کې یې د مالي او اخلاقي فساد دوه د کرکې وړ پديدې له منځه وړي دي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!