تازه خبرونه
د نیالګیو پر کېنولو ځان د ککړ چاپېریال او وژونکیو کیمیاوي توکو له اغېزو خلاص کړئ
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د یکشنبې پر ورځ د نیالګیو کېنولو د کمپاین پر مهال ویلي، چې شل کلنې جګړې د چاپېریال او هوا کیفیت ته ډېر زیانونه اړولي دي.
ملا برادر د کابل ښار په بادام باغ سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي: د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا له خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو کار اخیستل شویاو زمونږ د هېواد پر هوا او طبیعت ناوړه اغېز کوي.
ملا برادر نیالګیو کېنولو کمپاین ستایلی او له هېوادوالو او په ځانګړې توګه یې له کابل ښاریانو وغوښتل، چې په خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي. که دا کار ترسره شي، په راتلونکیو څو کلونو کې به د کابل ټولې غونډۍ او تپې زرغونې شي.
هغه وایي: مونږ ډاډه يوو، چې ډېرې شاړې ځمکې به شنې شي او طبيعت به ترې ګټه پورته کړي.
هغه ویلي: افغانستان يو کرنيز هېواد دى، چې ډېرې اوبه او مناسب طبيعي چاپېريال لري.
هغه زیاته کړې، د دغه ککړ چاپېریال او وژونکیو کیمیاوي موادو له اغېزو د خلاصون یوازنۍ لار د بوټو او ونو کرل او کېنول دي.
په هغه غونډه کې، چې د نيالګيو ايښودلو د ملي کمپاين په مناسبت جوړه شوې وه، برادر له ټولو ښاريانو په ځانګړي توګه د کابل له ښاريانو وغوښتل، چې لږ تر لږه يو نيالګی په خپل کور او باغ کې کېنوي او پالنه يې وکړي.
برادر وایي: دا يوازې د دولت دنده او مسووليت ندى، بلکې د هېواد هر وګړى بايد په دې برخه کې کار وکړي، څو خپل هېواد زرغون او پاک چاپېريال رامنځته شي.
برادر څرګنده کړې: زه ډاډه یم، چې که دا کار وشي، په راتلونکیو څو کلونو کې به د کابل ټولې سیمې زرغونې شي.
تازه خبرونه
په پاکستان کې روانه ناامني د افغانستان د جګړې پر مهال د حکومتي سیاستونو پایله ده
اڅکزي ویلي، هيڅوک «بې له دلیله او یا د لیونتوب له مخې وسله نهاخلي» او زیاتوي؛ که « وړ کسان» واکمن شي، وضعیت ورسره ښه کېدی شي.
تازه خبرونه
مسکو په افغانستان کې پر ځانګړو شرطونو د یوناما د ماموریت غځولو ته هیلهمن شو
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو تمه لري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) ماموریت له ځانګړو شرطونو سره وغځول شي.
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
هغه ویلي: «هو! البته ماموریت به وغځول شي، خو له ځانګړو شرطونو سره؛ ځکه د دې ماموریت د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. مونږ هیله لرو، چې دا ټولې برخې په پام کې ونیول شي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې د یوناما ماموریت د یو کال پر ځای د درې میاشتو لپاره وغځاوه. دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې واشنګټن د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه.
د یوناما د راتلونکي په اړه بحثونه داسې مهال وړاندې کېږي، چې افغانستان اوس هم له بشري ناورین سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت، بېکارۍ او روغتیايي خدمتونو او لومړنیو آسانتیاوو ته د لاسرسي له کمېدا کړېږي.
روسیې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پراخېدا ته پام رااړولی دی او د سیمې د نورې بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړیوال تعامل له روان ساتلو ملاتړ کړی دی.
مسکو ټینګار کوي، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ساتل د بشري ننګونو د حل او د داعش په څېر ډلو پر ضد مبارزې لپاره اړین دي؛ هغه ډله، چې روسیه یې د سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ ګڼي.
دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که کابل رسمي غوښتنه وکړي؛ دغه مرستې به برابرې شي.
روسیې د روان کال په اپریل میاشت کې افغانستان ته نږدې ۴۰۰۰ ټنه د غنمو اوړه هم لېږلي دي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
-
تازه خبرونه5 days agoچین او روسیې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days agoایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoله ایران سره د هوکړې لپاره بېړه نه لرو؛ د هرمز تنګي محاصره به روانه وي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان سفارت فرهنګي اتشې د مسکو په درې ورځني« د نړۍ رنګونه» نندارتون کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۵ پروژې منظور کړې
-
څار3 days agoڅار: د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
