Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان انځرو یوه لارۍ وسوځول شوه

خپور شوی

د

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (سې شنبه د وږي ۷ ) ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په لورلايي سیمه کې د درې سوه زره امریکایي دالرو پر ارزښت د افغان انځرو یوې لارۍ ته اور اچول شوی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي دغه موضوع تائید کړې او آریانانیوز ته یې ویلي، چې دا مسله به د دواړو هېوادونو ترانزیتي اړیکې زیانمنې کړي.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت باید د ترانزیت له اصولو سره سم له دغه هېواد څخه د تېریدونکیو توکو امنیت خوندي کړي.

خانجان الکوزي ویلي، چې دوی دا موضوع د پاکستان له چارواکو سره شریکه کړې او هغوی ژمنه کړې، چې دا ډول پېښې به بیا نه‌تکرارېږي.

د خانجان الکوزي د څرګندونو له مخې؛ دا درېیم ځل دی، چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

د ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویدیوګانو کې لیدل کېږي، چې پر یو لوی موټر اور‌لګېدلی او سربېره پر دې د نورو لاریو دریورانو د دې پېښې په غبرګون کې د لورلايي لویه لار بنده کړې ده.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ یو مسوول عبدالله عزام د دې پېښې یوه ویدیو هم په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره کړې ده.

هغه د دې ویدیو د خپرېدا ترڅنګ لیکلي، چې وحشیانو دا کار وکړ.

نوموړي دغه عمل يو خیانت وباله او څرګندوي، چې دغه عمل د دواړو هېوادونو سوداګريزیزې اړيکې زيانمنولی شي.

هغه څرګنده کړې: دا په هیڅ صورت د منلو وړ نه‌ده. که پاکستان له افغانستان سره ښې اقتصادي او ترانزیتي اړیکې غواړي؛ نو باید د داسې پېښو مخه ونیسي.

عبدالله عزام د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې څرګندوي؛ ورانکارو لومړی پر لارۍ ډزې کړي او له تېلو اچولو وروسته یې بیا اور وراچاولی او دا هر څه د پولیسو له مرکز څخه ډېر لرې پېښ شوي نه‌دي.

تازه خبرونه

چین د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وانګ یی د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کړکېچونو د حل لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.

Published

on

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدا وروسته چین څرګنده کړې، چې د شخړو د خپرېدا د مخنیوي لپاره د کابل او اسلامآباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وانګ یی د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کړکېچونو د حل لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تګ راتګ په حال کې دی، چې دواړه خواوې خبرو اترو او پخلاینې ته وهڅوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي: “چین هیله لري، چې دواړه خواوې به له زغمه کار واخلي؛ ژر تر ژره مخامخ خبرې وکړي، اوربند اعلان کړي او د خبرو اترو له لارې اختلافات حل کړي.”

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا منځګړیتوب ممکن لنډمهاله اغېزمن وي او دا تاوتریخوالی به تر هغې روان وي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي بدله نشي.

اسلامي امارت هم ټینګار کړی، چې له خپلو ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي هڅه نه‌لري، بلکې د هېواد له حاکمیت څخه دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ پاکستان په دې بریدونو ګڼ ملکي وګړي وژلي او ملکي ودانیز بنسټونه یې ویجاړه کړي او دا د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د یرغل یوه بله بېلګه ده.

Published

on

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ځینو برخو کې د پاکستان د پوځي رژیم وروستي هوايي بریدونه غندلي او د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځي رژیم د هند، افغانستان، چین او ایران له ننګونو سره ګڼلی دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ پاکستان په دې بریدونو ګڼ ملکي وګړي وژلي او ملکي ودانیز بنسټونه یې ویجاړه کړي او دا د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د یرغل یوه بله بېلګه ده.

هغه ټینګار کړی: “د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته باید بشپړ درناوی وشي.”

دغه راز د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځي رژیم بهرنی سیاست په اړه کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې اسلام‌آباد له لسیزو راپدېخوا له خپلو ګاونډیانو سره د باثباته اړیکو په جوړولو کې پاتې راغلی او پر ځلونو یې له ناسمو پرېکړو سره تاوتریخوالی او دښمني رامنځته کړې ده.

هغه زیاته کړې؛ پاکستان اوسمهال په خپلو ختیځو او لویدیځو پولو کې له ناورین سره مخ او د هند، افغانستان، چین او ایران له ننګونو سره مخ دی.

د پاکستان پوځي رژیم د پنجشنبې پر شپه په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا ولایتونو او ځینو نورو سیمو کې وحشیانه هوایي بریدونه کړي؛ په کابل کې یې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي شهیدان کړل او ۱۴ نور، چې ښځې او ماشومان دي ټپیان کړي دي.

دغه راز یو شمېر ملکي کورونه او ودانیز جوړښتونه هم ویجاړ شوي.

اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې دا جنایت به بې ځوابه پاتې نشي او د پاکستان د تېري ځواب یې له پولې هاخوا پر ډزو او هوايي بریدونو ورکړی دی.

چارواکو دا ټینګار هم کړی، چې دوی د جګړې پلوي ندي او د دښمن د تېري پر وړاندې د هېواد له خاورې د دفاع حق یې مشروع دی.

د پاکستان دا اقدام د هېوادوالو، نړیوالو ادارو او سیمه‌ییزو او نړیوالو سیاسي شخصیتونو پراخې نیوکې راپارولې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: په افغانستان کې د یوناما ماموریت په اړه د ملگرو ملتونو غونډه

Published

on

Last Updated on: کب ۲۴, ۱۴۰۴

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!