Connect with us

تازه خبرونه

د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۴, ۱۴۰۱

د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلیو ته د بیات بنیاد د خوراکي توکو، خېمو، کمبلو او درملو د مرستو رسېدلې ټولګې د دغه بنسټ د مسوولینو لخوا پر زیانمنو خلکو ووېشل شوې.

بیات بنیاد د مرستو د وېش تر څنګ د پکتیکا ګیان او د خوست سپیرې ولسوالیو اړوند سيمې ته خپل روغتيايي کارکوونکي لېږلي او له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د  ټپيانو او ناروغانو درملنه کوي.

د بیات بنیاد د روغتیايي ډلې مسوول سمیع رحیمي وایي:  د بيات روغتيايي ټيم په خپل وخت راغلى او له دوه ورځو را پدیخوا د زرګونه ناروغانو درملنه کوو.

دغه راز د بیات بنیاد مرستندویه ډلې د خوست ولایت زلزله ځپلیو او زیانمنو کسانو ته د وریجې. اوړه، غوړي او د بېړنۍ سرپنا د وسایلو وېش پیل کړی دی.

د خوست د زلزلې یو ټپي عبدالسلام وایي: مونږ د بیات بنیاد له دغو مرستو مننه کوو، چې سپېرې ولسوالۍ ته راغلي او له مونږ سره یې مرسته وکړه. هیله من یوو، چې دغه راز مرستې روانې وساتل شي؛ ځکه د سیمې خلک پوره وځپل شول.

همدارنګه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت تخنیکي ډلې هم زلزله ځپلیو سیمو ته رسېدلي، چې  زیانمنو سیمو ته بېړني مخابراتي خدمات ورسوي.

په خوست کې د بیات بنیاد مسوولینو په راتلونکیو ورځو کې د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلیو سره د نورو مرستو ډاډ هم څرګند کړی دی.

بیات بنیاد له یوې لسیزې راپدیخوا په ټول هېواد کې د روغتیا، ښوونې او روزنې په برخو کې پر بنسټيزو چارو سر بېره په طبیعي پېښو کې له زیانمنو کسانو سره هم مرستې کوي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه نوملړ «نامعقول او بې‌اغېزې» وباله

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ له تازه کېدا وروسته «نامعقول او بې‌اغېزې» وباله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.

هغه ټینګار کړی؛ د دغو کړنو تکرار «منطقي نه‌دی» او زیاتوي، چې د هغوی اغېزې په سمه توګه  ارزول شوې نه‌دي.

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا بندیزونه تر ډېره عادي افغانانو ته زیان رسوي، نه پرېکړه‌کوونکو چارواکو ته. یعنې پر اشخاصو لګېدلي بندیزونه یوازې دولتي ادارې او ټولنه زیانمنوي.

هغه څرګندوي: «دا هڅې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي» او د بندیزونو دوام یا تازه‌کېدا لپاره یې هیڅ روښانه او د توجیه وړ دلیل نشته.

د اسلامي امارت ویاند دغه بندیزونه د سیاسي فشار وسیله بللې او څرګندوي، چې پرېکړې له افغان لوري سره له رښتینې سلا مشورې او لازمې روڼتیا پرته نیول کېږي.

دا غبرګون له هغې وروسته څرګندېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د خپل نوملړ تازه‌والی اعلان کړ.

د دغه اعلان له مخې؛ د اسلامي امارت د څلور لوړپوړو چارواکو( محمد حسن آخوند، عبدالغني برادر، امیرخان متقي او هدایت‌الله بدري) هویتي معلوماتو بدلون موندلی دی.

په دې تازه کېدا کې د ځینو چارواکو مستعار نومونه هم یاد شوي دي. لکه د محمد حسن آخوند لپاره «ملا حاجي» او د هدایت‌الله بدري لپاره «ګل‌آغا اسحاق‌زی» چې ویل کېږي پخوا هم له دغو نومونو کار اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې دا تازه‌والی د شته بندیزونو؛ لکه د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیزد پوره پلي کېدا لپاره ترسره کېږي.

ویل کیږي، چې تېره میاشت هم د اسلامي امارت د ۲۲ چارواکو معلومات په همدې نوملړ کې تازه شوي او اوس هم له ۳۰ څخه زیات کسان په دې نوملړ کې پاتې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان شخړو ډېری ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي – ملګري ملتونه

د راپور له مخې؛ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر توپچي، هوايي او ډرون بریدونو له ۴۷زره څخه زیاتې ښځې او نجونې او شاوخوا ۴۲زره نرینه او هلکان زیانمن شوي دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه نوي راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له وروستیو راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له کبله لږ تر لږه ۹۰زره کسان زیانمن شوي، چې له ۵۲ سلنې څخه زیاتې یې ښځې او نجونې دي.

د راپور له مخې؛ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر توپچي، هوايي او ډرون بریدونو له ۴۷زره څخه زیاتې ښځې او نجونې او شاوخوا ۴۲زره نرینه او هلکان زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې نښتو د افغانستان ۱۰ ولایتونه د کابل، کندهار، خوست، کنړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا په ګډون زیانمن کړي دي.

دې بنسټ زیاته کړې؛ په دې پېښو کې شاوخوا ۱۱زره ۳۶۸ کورنۍ زیانمنې شوي، چې ۹۳۵ یې د ښځو له‌خوا رهبري کیږي او په بحراني حالاتو کې د ښځو لوی زیان‌منونکي حالت پر ګوته کوي.

راپور ښیي، چې په ځینو جنوب ختیځو سیمو کې ښځینه مرستندویه کارکوونکې د ارزونې په لړ کې نه‌وې یا یې ګډون له روغتیایي او تعلیمي سکټورونو سره تړلی و.

همدارنګه د سرچینو نشتوالی، لوژسټیکي محدودیتونه او د مناسب ټرانسپورټ نشتوالی په زیانمنو سیمو کې د دوی د شتون محدودولو لوی عوامل بلل شوي دي.

دې بنسټ ټینګار کړی؛ د ښځو لاسرسی اړینو خدماتو او د مرستې په بهیر کې د ګډون لپاره باید پیاوړی شي، چې د زیانمنو خلکو اړتیاوې غوره ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین افغانستان ته نږدې د سرحدي امنیت لپاره نوی اداري واحد رامنځته کړ

د راپورونو له مخې: نوی جوړ شوی اداري واحد د قراقرم غرونو لړۍ ته نږدې او د واخان دهلیز په اوږدو کې پروت دی؛ یوه نرۍ لار ده، چې چین له افغانستان سره نښلوي او تل حساس امنیتي ټکي  پېژندل شوی دی.

Published

on

چین په سینکیانګ ایالت کې «سنلینګ» نومی نوې اداري واحد رامنځته کړی، چې د افغانستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سرحدونو ته نږدې یوه سټراټیژیکه اړینه سیمه ده.

د راپورونو له مخې: نوی جوړ شوی اداري واحد د قراقرم غرونو لړۍ ته نږدې او د واخان دهلیز په اوږدو کې پروت دی؛ یوه نرۍ لار ده، چې چین له افغانستان سره نښلوي او تل حساس امنیتي ټکي  پېژندل شوی دی.

چینایي چارواکو ویلي، چې د دې اداري واحد له جوړولو موخه د پولې د څارلو پیاوړتیا ده او د چین خاورې ته د اویغور بېلتون‌غوښتونکو جنګیالیو د احتمالي نفوذ مخنیوی دی.

دا درېیم نوی اداري واحد دی، چې چین یې له تېر یوه کال راپدېخوا په سینکیانګ کې رامنځته کوي.

دا پرېکړه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته له ورته ډلو څخه، چې بیجینګ یې د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ بولي؛ اندېښنه لري.

د سینکیانګ سیمه‌ییز حکومت د اعلان له مخې؛ دا اداري واحد د مارچ پر شپږویشتمه رامنځته شوی او د کاشغر تر ادارې لاندې به کار کوي، چې مرکزي او سویلي آسیا سره نښلوي.

کارپوهانو ويلي، چې دا هڅه د بیجینګ د سرحدي امنیت او په دې سیمو کې د حکومتدارۍ د جوړښتونو پر پیاوړتیا د زیاتېدونکی تمرکز ښکارندویي کوي. په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې، چې د قومي ننګونو او د پولې هاخوا ګواښونو سره مخ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!