Connect with us

تازه خبرونه

د ښي لاس موټرو د قانوني کولو بهیر پیل شو

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت په کابل او ولایتونو کې د ترافیکو په ادارو کې د ښي لاسو بې اسنادو او یوې  کلي موټرو د ثبت بهیر پیل کړ.

د ترافيکو د عمومي رياست چارواکو ويلي، د شنبې پر ورځ یې ښي لاسو موټرو ته په مرکز او ولایتونو کې د اسنادو وېش پیل کړ او تر راتلونکیو درې میاشتو به روان وي او بیا به دې موټرو ته لنډمهالي نمبر پلیتونه ورکړشي.

د ترافيکو د عمومي رياست چارواکي وايي؛ دا قانوني اسناد او نبمر پلیتونه د پيسو په بدل کې ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ويلي؛ د شنبې پر ورځ یې د اسنادو ورکول پيل کړي او تر درې میاشتو به روان وي.

د ترافیکو  پولیسو عمومي رییس حسیب الله مختار وايي؛ د اسنادو او نمبر پلیتونو د وېش په بدل کې له چټکو او بار وړونکیو موټرو پیسې اخلي.

حسیب الله مختار زیاته کړې؛ هغه موټر، چې مادل یې له دوه زره ټيټ وي استهلاک شوي شمېرل کیږي او د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ مادل پورې پر هر سلندر  ۵۳۰۰ افغانۍ او د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۲ پورې پر هر سلندر ۷۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي.

دغه راز باروړنکې لارۍ هم له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ پورې پر هر سلندر ۶۹۰۰ افغانۍ  او له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۲ پورې پر هر سلندر ۸۹۰۰ افغانۍ د ترافیکو ریاست لخوا اخیستل کیږي.

حسیب الله مختار وایي: په نږدې راتلونکي کې به د دغه رياست دفترونه او څانګې پر برښنايي سیستم سمبال او د تکسي خدمتونه به معیاري پیل شي.

په افغانستان کې د ښې لاس زرګونه موټر ګرځي؛ خو دا، چې لاس یې د افغانستان د ترافیکي سیستم خلاف دی، ارزانه دي، چې تر دې مهاله یې د اسنادو ستونزه بنسټيزه نده حل شوې.

تازه خبرونه

افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونه‌مني

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی؛ خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې کابل مېشتو سفیرانو ، ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو بنسټونو له استازو سره د ګډ روژه‌ ماتي پر مهال له ځمکني بشپړتیا د دفاع او د ستونزو پر ډیپلوماتیک حل د وینا پر مهال ویلي: درنو سفیرانو او ډیپلوماټانو! ټولو اسلامي هېوادونو ته د جګړې غځېدا خواشیني کړي یوو او غواړو، چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي رژیم “پر ډېره بې رحمۍ” افغان کډوال ایستلي، سوداګریزې لارې یې بندې کړي، د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړی او په نړیوالو غونډو کې یې د افغانستان پر ضد پروپاګند پیل کړی دی.

امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان پوځیانو پر افغانستان جګړه تپلې، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي. زمونږ دفاعي برید د تېري ځواب دی، چې په کې یوازې پوځیان پرنښه شوي دي.

بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د  بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه  له امنیتي خطرونو سره مخ کړې، چې د ستونزو د حل یوازنۍ لار خبرې او ډیپلوماټیکې هڅې دي.

امیرخان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونه‌مني.

نوموړي ویلي: هیله ده، چې د تحمیلي جګړو پرځای د ولسونو غوښتنو ته غاړه کېښودل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.

Published

on

ټاکل شوې، چې نن( دوشنبه د کب اته‌لسمه ) د ملګرو ملتونوامنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه ترسره کړي.

له دې غونډې مخکې به پاناما د ښځو، سولې او امنیت د ملاتړو هېوادونو پر استازیتوب یوه خبرپاڼه خپره کړي.

په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د یوناما چارسمبالې(سرپرسته) ګاګنون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د سیاسي، بشري او بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغانستان د وروستیو تپل شویو نښتو( د فبروري له شپږویشتمې څخه د مارچ تر پېنځمې پورې ۱۸۵ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي) له کبله د ملکي وګړو مرګ‌ او ژوبله، بې‌ځایه کېدا او زیربناوو ته زیانونه اوښتي دي.

بشري وضعیت اوس هم اندېښمنوونکی دی او د افغانستان له شاوخوا ۴۴ میلیون وګړو څخه نږدې نیمایي یې مرستو ته اړتیا لري.

تمه ده، چې د شورا غړي به د ملکي وګړو د خوندیتوب، د ملکي زیربناوو د ساتنې او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړي.

همداراز به بحثونه د یوناما د ماموریت د غځولو پر موضوع هم راوڅرخیږي؛ ځکه، چې د دې ماموریت وخت د مارچ پر اووه‌لسمه پای ته رسېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر

پیټ هګسټ له سي‌بي‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».

Published

on

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به د دښمن تر کمزوري کولو پورې روانه وي؛ امریکا نه غواړي هغه تېروتنې تکرار کړي، چې د عراق او افغانستان د اوږدو جګړو پر مهال رامنځته شوې وې.

پیټ هګسټ له سي‌بي‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې مو«د دښمن پر ګوندو کول» موخه ده.

د امریکا د جنګ وزیر زیاته کړې: دا، چې ایران به رسماً تسلیم شي که نه؛ معلومه نده.

هګسټ په دې اړه ویلي: «دا، چې آیا هغوی به د تهران په ډګر کې مراسم ونیسي او لاس پرسر کیږي که نه؛ دا له هغو سره تړاو لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په سیمه کې د منځني ختیځ په ګډون د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ پوځي عملیاتو او تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!