Connect with us

سوداگري

د کابل مرکزي سیلو له ۳۰ کلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بیا پیل کړ

خپور شوی

د

د دولتي تصديو عمومي رياست ويلي، مرکزي سيلو د ماليې وزارت د رهبرۍ د همکارۍ له مخې په لومړني بڼه خپل فعاليتونه بېرته پيل کړل.

د مرکزي سیلو مشر انجنیر خیال محمد څرګنده کړې، چې په مرکزي سيلو کې د ډوډۍ پخولو کار پر دوه داشونو پيل شوی دی.

هغه زیاته کړې؛ د دغه شرکت فعالیت لومړنی حالت لري او په منځني توګه  هره ورځ په دې شرکت کې شاوخوا ۱۰۰۰ ډوډی او ۲۰۰ روټې بازار ته وړاندې کېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ياد شرکت په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې له ٤٥٠ زره ټنو اوړو څخه د ډوډۍ د توليد وړتیا خپله کړي.

د کابل د مرکزي سیلو چارواکو ډاډ څرګند کړی، چې له کابل وروسته به د کندهار او هرات ولایتونو سیلوګانو هم  فعالې شي.

د کابل سیلو کارګر؛ نرینه او میرمنې ټول پخوانې کسان دي.

 دوۍ وایی، چې د دې سیلو ډېرې څانګې فعالې دي؛ خو دوی له اسلامي امارت څخه د دې بنسټ دعصري کولو او ملاتړ غوښتنه کوي.

د سیلو د ژرندې کارګر شاولي عمري وایي: زما دلته ۴۰ کاله کیږي. مونږ ښه وړتیا لرو؛ خو مهمه ده، چې کار پرمختللی او عصري شي. مونږه  کولی شو د سیلو پخوانی باور بېرته په خلکو کې ترلاسه کړو.

د کابل سیلو د تخنیکی برخې مسوولینو هم ویسلي؛ که د حکومت لخوا د دې بنسټ ملاتړ وشي، دوۍ کولی شي خپل فعالیتونه ډېر پراخ کړي.

دوۍ څرګندوي؛ که څه هم ماشینونه یې پخواني دي؛ خو بیا هم کار کوي او اړتیا پرې پوره کیږي.

  د کابل  سیلو تخنیکي انجنیر ذاکر رسولي ویلي: مونږ د کار وړتیا لرو. که څه هم ماشینونه مو پخواني دي؛ خو فعالیت  کولی شي. که مونږ د اړتیا وړ تولید لپاره تړونونه تر لاسه کړو؛ نو بیا مونږ هم په مارکیټ کې رقابت کولی شوو.

له دې مخکې هم د کابل مرکزي سیلو ۲۴ ساعته فعاله وه او په ورځ کې یي ۵۰ ټنه غنم اوړه کول.

د کابل مرکزی سیلو د مشر د څرګندونو له مخې: د کابل مرکزي سیلو ۶۵ کاله مخکې فعالیت پیل کړ، چې هغه مهال په کې څه باندې ۲۰۰۰ کسانو کار کاوه؛ خو اوس مهال په کې  د ۱۲ ښځینه کار کوونکیو په ګډون ۱۳۸ کسان کار کوي.

د یادونې ده، چې د کابل مرکزي سیلو د ډوډۍ پخولو، غنمو ذخیره کولو او د غنمو اوړو کولو په برخه کې فعالیت کوي.

سوداگري

افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.

Published

on

د قزاقستان مالیې وزارت د مرستیال پر مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې د افغانستان بانک له لومړي مرستیال صدیق الله خالد سره د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.

صدیق الله خالد ټینګار کړی، چې د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو لپاره آسانتیاوې برابرې او په سیمه‌ییزه کچه مالي ثبات ته لار اواره کړي.

د قزاقستان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکدارۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی او د ګډې همکارۍ د پراخولو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د چارو د پرمختګ لپاره د تخنیکي کمیټو پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.

Published

on

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند اړیکې په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پراختیا په حال کې دي.

دغه راز هندي پانګوالو هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انساني، کرنیزو او حیواني درملو د تولید، کرنې او کانونو د عصري ټکنالوژۍ کارونې او دغو برخو ته د افغان کدرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو پر برابرولو پانګونه وکړي.

ویل کیږي، چې یاده پانګونه کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تخنیکي پوهې په لېږد او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.

Published

on

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د بندېدا له کبله د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري سخته زیانمنه شوې؛ شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه د کراچۍ په بندر او زرګونه نور خرابېدونکي توکي د غلام خان، سپین بولډک، خرلاچي او تورخم کې بند پاتې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.

سوداګرو خبرداری ورکړی؛ خوراکي توکي مخ پر خرابېدا دي، چې دې اقتصادي چلند درانده مالي زیانونه اړولي دي. هغو صادروونکو، چې E سندونه یې ترلاسه کړي وه؛ هم نشي کولی خپل بارونه ولېږدوي او دوه اړخیزه سوداګري چټکه راټیټه شوې ده.

د لارو بندېدا د درملو سوداګري هم د ۲۰۰ میلیون ډالرو له خطر سره مخ کړې ده. د انټي بیوټیکو، انسولینو، واکسینونو او زړه درملو سلګونه توکي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، چې د تودوخې حساس درمل د خرابېدا له خطر سره مخ دي.

د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا ګډوډي نه یوازې په افغانستان کې پر درمل رسولو اغېزه کوي، بلکې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار هم اغېزمنوي، چې د سیمه‌ییز اتصال پروژې په ګډون د پاکستان- ازبکستان- افغانستان اوسپنې‌پټلۍ له خطر سره مخ کوي.

د سوداګرو استازو له اړوند چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د توکو تګ راتګ بېرته پیل او سوداګري له سیاسي مسلو څخه بېله کړي، چې دواړو هېوادونو ته نور اقتصادي زیان ونه‌رسیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!