Connect with us

تازه خبرونه

د یوناما راپور مستند نه‌دی – بهرنیو چارو وزارت

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲, ۱۴۰۲

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې ويلي چې د یوناما راپور مستند نهدی او په دې راپور کې کومه ادعا هم ثابته شوې نه‌ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د تېرو کلونو پر پرتله د بشري حقونو د سرغړونو او ناقانونه وژنو په پېښو کې کموالی راغلی او د بشري حقونو وضعیت د تېرو کلونو پر پرتله ښه شوی دی.

په افغانستان کې د پخواني رژیم له اړوند چارواکو او سرتېرو سره د واکمنو چارواکو له‌خوا د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو د سلګونه قضیو د راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور یو اړخیز وباله او رد یې کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې د یوناما په راپور کې شوې ادعاوې مستندې نه‌دي او نه هم ثابتې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ويلي، د اسلامي امارت له واکمنیدو سره د تېرو کلونو پر پرتله د بشري حقونو سرغړونې کمې شوې دي.

نوموړی وایي: دا یو مستند راپور نه‌دی، بلکې د یوناما راپور دی، چې له حکومت او مسوولو چارواکو سره یې همکاري نه‌ده کړې او حکومت په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي. په دغه راپور کې ادعاوې نه‌دي تائید شوي او نه هم ثابتې شوې دي. دا، چې دا پېښې څنګه او چېرته شوې دي؛ په اړه یې هیڅ جزئیات نشته.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زیاته کړې، چې يوناما بايد د دغه راپور محتوا له خپرېدو مخکې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکه کړې واى، چې په اړه يې څېړنې شوې وای او د کار په پاى کې د عدلي او قضايي ارګانونو موندنې هم په دې راپور کې ځای شوې وای.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو وضعیت ښه شوی او د بشري حقونو د سرغړونو پېښې کمې دي.

دی وایي: په راپور کې ډېر تناقض دی. که مونږ دا راپور له ۲۰۱۹ سره پرتله کړو د بشري حقونو د سرغړونو قضیې د پام وړ کمې شوي او دا څرګندوي، چې په افغانستان کې د امنیت او بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې پرمختګ شوی دی.

ملګري ملتونه له اسلامي امارت غواړي چې د بشري حقونو د سرغړونکو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملین یې محاکمه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشره فیونا فریزر وایي: مونږ د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه د بشري حقونو د رعایت او له مجازاتو څخه د معافیت د لرې کولو په اړه واضح او څرګندې ژمنې غواړو. دولت مسوولیت لري، چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي، عاملین یې عدالت ته کینوي او د خلکو خوندیتوب تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي؛  د طالبانو د عمومي بښنې له اعلان سره سره د حکومت پخواني چارواکي او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پخواني غړي وژل شوي. عمومي منشي پر واکمنو چارواکو غږ کوي، چې د غیر قانوني وژنو مخه ونیسي او له سرغړونکیو سره حساب کتاب وکړي.

یوناما وايي، چې نوی راپور یې  له سلګونه هغو کسانو سره د مرکو له لارې جوړ کړی، چې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا یې په کابل او نورو ولایتونو کې د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي دي.

تازه خبرونه

افغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر

ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نه‌ده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.

Published

on

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز ښارګوټی (لاجورد کمپلکس) پروژې د عملي کار د پیل په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان هم حق لري معیاري ښارونه، عصري بېخبناوې(زیربناوې) او پرمختللي استوګنیز ښارګوټي ولري.

ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نه‌ده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژه کې به شاوخوا ۱۴۴۸ عصري استوګنیز کورونه له معیاري نقشې او پرمختللیو آسانتیاوو سره جوړ شي، چې خلکو ته خوندي او هوسا ژوند برابر کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې په هېواد کې د سراسري امنیت له ټینګښت وروسته د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او له همدې کبله په بېلابېلو برخو کې سترې اقتصادي پروژې یو پر بل پسې پیلېږي او پرانیستل کېږي.

هغه زیاته کړې؛ لاجورد استوګنیز ښارګوټي ته ورته پروژې کولی شي د بلخ اقتصادي ځایګی د هېواد د یوه مهم تاریخي، فرهنګي، سوداګریز او صنعتي ولایت په توګه پیاوړی کړي او په شمالي زون کې اقتصادي خوځښت رامنځته کړي.

دغه راز ملا برادر ویلي؛ اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بېخبنایي، صنعتي، کرنیزو او ښاري پروژو ملاتړ ته ژمن دی او د قوش‌تېپې، سړک جوړونې، برښنا تولید او صنعتي فابریکو ترڅنګ د ښاري پراختیا او ماسټرپلانونو پر پلي کولو هم کار روان ساتلی دی.

هغه د خصوصي سکټور رول د هېواد په اقتصادي وده کې اړین وباله او له سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي دا هم څرګنده کړه؛  بلخ ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه د ستونزو ارزونه، د پروژو چټکتیا، د بندري خدماتو ښه‌والی او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ډېرو نورو آسانتیاوو برابرول دي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د لاجورد استوګنیز ښارګوټي پروژې پیل د هېواد د آبادۍ پر لور یو مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دا پروژه به د خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

درې کسان ازبکستان ته د ۵۴۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق پر تور ونیول شول

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغو کسانو دا کچه نشه‌يي توکي د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته قاچاق کړي وه.

Published

on

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې درې کسان یې د ۵۴۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق پر تور نیولي دي.

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغو کسانو دا کچه نشه‌يي توکي د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته قاچاق کړي وه.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق ویلي، چې دغو کسانو دا نشه‌يي توکي په ماهرانه ډول د یوه کیندونکي ماشین په بدنه کې ځای پر ځای کړي وه او د حیرتان له لارې یې ازبکستان ته لېږدول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، نیول شویو کسانو پخپل جرم اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوند ادارو ته وسپارل شي.

د حیرتان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو او له منځنۍ آسیا سره د تګ راتګ له اصلي لارو ګڼل کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هلمند کې دوه ماشومانو د چاودنې له کبله ژوند له لاسه ورکړ او مور یې ټپي شوه

د هلمند امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر ویلي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د خانشین ولسوالۍ د «کلا سبز» کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د هلمند ولایت ځایي چارواکي ویلي، په خانشین ولسوالۍ کې د یوه ناپېژندل شوي چاودېدونکي توکي د چاودنې له کبله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او مور یې ټپي شوې ده.

د هلمند امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر ویلي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د خانشین ولسوالۍ د «کلا سبز» کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نصیر احمد مهاجر د څرګندونو له مخې، ماشومانو د چای د تیارولو پر مهال یو ناپېژندل شوی چاودېدونکی شی اور ته اچولی و، چې له کبله یې چاودنه رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او مور یې سخته ټپي شوې ده.

چارواکو له خلکو غوښتي، چې ناآشنا او شکمنو شیانو ته له لاس وروړلو ډډه وکړي او د داسې توکو د لیدلو په صورت کې دې ژر تر ژره امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!