تازه خبرونه
د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزموینې پایلې اعلان شوې
د آزموینو ملي ادارې چارسمبالي عبدالباقي حقاني د پایلو د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې سږ کال له ټول هېواد څخه یو لک او ۵۴۸ زدهکوونکو د کانکور په آزموینه کې ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۵۱ زره او ۱۸۱ تنه د لوړو او نیمه لوړو زدهکړو موسسو ته بریالي شوي دي.
د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کانکور آزموینې پایلې د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ نههویشتمه) د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې اعلان شوې.
په دې مراسمو کې د رییس الوزرا اداري مرستیال او د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و.
د آزموینو ملي ادارې چارسمبالي عبدالباقي حقاني د پایلو د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې سږ کال له ټول هېواد څخه یو لک او ۵۴۸ زدهکوونکو د کانکور په آزموینه کې ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۵۱ زره او ۱۸۱ تنه د لوړو او نیمه لوړو زدهکړو موسسو ته بریالي شوي دي.
د سږ کال کانکو په آزموینه کې سید موسی له کابل ولایت څخه د ۳۵۶.۵۷ نمرو پر ترلاسه کولو لومړی مقام، محمد نذیر د ۳۵۶ نمرو پر ترلاسه کولو دوهیم او حمزه د ۳۵۳.۵ نمرو پر ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.
ښاغلی حقاني زیاته کړې، چې د لوړو زدهکړو په موسسو کې د جذب ظرفیت ۷۷ زره او ۱۵ تنه او په نیمه لوړو زدهکړو موسسو کې ۳۴ زره او ۷۷۴ تنه دی.
د آزموینو ملي ادارې چارسمبالی ټینګار کوي، چې څه باندې ۶۰ زره خالي بستونه اوس هم شته او د ۳۶ زره او ۹۹۱ کسانو له ډلې، چې پر شرایطو برابر دي کولی شي د دوهیم ځل لپاره انتخاب وکړي.
د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی ویلي؛ د ازموینو ترسره کېدا د استعدادونو د موندلو لپاره اړینه ده او له ځوانانو یې وغوښتل، چې د خپلې علمي کچې په لوړولو کې هڅه وکړي او له دې لارې خلکو او هېواد ته د خدمت جوګه شي.
د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزموینې په داسې حال کې اعلانیږي، چې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو راپدېخوا نجونې په دې بهیر کې له ګډون څخه بې برخې شوې دي.
د شنونکو پر اند که په هېواد کې د نجونو پر وړاندې ښوونیز او تحصیلي محدودیتونه همداسې دوام وکړي د نجونو پر روحي وضعیت د منفي اغېزو ترڅنګ ټولنیز اغېز هم ولري.
تازه خبرونه
افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.
په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .
ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
تازه خبرونه
په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.
دوحه نیوز په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه راپورونه، چې قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې؛ ناسمه ده.
په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.
د یادونې ده، چې دمګړۍ په کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت اړوند چارې ترسره کیږي.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه2 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه3 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه2 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه3 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
