نړۍ
روسیه باید د ترهګرۍ ملاتړې نه وي – جوبایدن
د امریکا ولسمشر جو بایدن د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي دولت په توګه ونه پېژندل شي؛ کوم داغ، چې اوکراین د روسیې پر روان یرغل لګولی؛ مسکو یې د امریکا او روسیې د اړیکو خرابول نوموي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا روسیه د تروریزم او ترهګرۍ ملاتړکوونکی دولت وپېژندل شي؛ بایدن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې “نه!”
رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا یو شمېر قانون جوړوونکیو هم پدې نومونې فشار راوړی دی.
نړۍ
ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر هېواد له برید سره خیانت کړی دی.
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونهمني.
د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.
دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”
نړۍ
یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.
نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نهغوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.
څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.
په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.
د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنهیي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ایبيسي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنهیي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»
ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.
نړۍ
له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بېساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونهګوري.
چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.
د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوملیکنه وکړي.
شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.
ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه1 day agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه1 day agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه2 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
