Connect with us

لوبی

سرسبز یاشلر آرمان اف‌سي ته یو پر صفر ماتې ورکړه

فرید احمد په شپږدېرشمه دقیقه کې د دې لوبې یوازنی ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازه وګټل.

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۷, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د اووه‌ویشتمې لوبې پر مهال سرسبز یاشلر لوبډلې آرمان اف‌سي ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

فرید احمد په شپږدېرشمه دقیقه کې د دې لوبې یوازنی ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازه وګټل.

آرمان اف‌سي د کارنر وهلو په برخه کې برلاسی و او ۹ کارنرونه یې ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې سرسبز یاشلر درې کارنرونه درلودل؛ خو سرسبز یاشلر د ګول پر لوري برلاسي ګوزارونه وکړل. د دې لوبډلې ونډه ۵۷ سلنه او د آرمان اف‌سي ۴۳ سلنه وه.

له دې بریا سره سرسبز یاشلر پر شپږ امتیازونو د ۱۰ لوبډلو په لښتیلیک( جدول) کې شپږم ځای لري. په داسې حال کې، چې آرمان اف‌سي له شپږ لوبو څلور امتیازونه لري او اتم ځای خپل کړی دی.

د افغانستان اتلانو لیګ ټولې لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.

لوبی

لیگ قهرمانان افغانستان؛ پیروزی یک بر صفر سرخ‌پوشان خوافی دربرابر آریانا خوست

رضا غلامي د دې لوبې یوازنی ګول د سر پر ګږزار وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.

Published

on

Last Updated on: تله ۷, ۱۴۰۵

سرخ‌پوشان خوافي لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د شپږم پړاو لوبې پر مهال آریانا خوست ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

رضا غلامي د دې لوبې یوازنی ګول د سر پر ګږزار وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.

له دې بریا سره سرخ‌پوشان خوافي له شپږو لوبو ۱۸ امتیازونه لري او اوس هم د افغانستان اتلانو لیګ روشن د لښتیلیک( جدول) په سر کې دی. دې لوبډلې خپلې ټولې شپږ لوبې ګټلي او تر اوسه یې ماتې نه‌ده خوړلې.

دغه راز آریانا خوست په دې سیالیو کې خپله لومړۍ ماتې ومنله.

سرخ‌پوشان خوافي د لوبې په ځینو احصائیو کې هم برلاسي وه؛ دې لوبډلې پېنځه کارنرونه ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې آریانا خوست دوه کارنرونه وهلي وه. همدارنګه سرخ‌پوشان خوافي ۵۵ سلنه ګوزارونه د ګول پر لوري کړي؛ خو د آریانا خوست دا کچه ۴۵ سلنه وه.

د افغانستان اتلانو لیګ ټولې لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند د آسیايي سیالۍ د اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د باران له کبله لغوه شو

د نیشین لوبغالي د لوبې ډګر د باران له کبله د لوبې لپاره نامناسب و او له همدې کبله د ټاکل شوي ټاس له وخت ۱۶ دقیقې مخکې د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وشوه.

Published

on

د افغانستان او هند ترمنځ د آسیايي سیالۍ د نرینه‌وو کرکټ اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د دوشنبې پر ورځ د پرله‌پسې باران له کبله، پرته له ټاس ترسره کېدا لغوه شوه.

د نیشین لوبغالي د لوبې ډګر د باران له کبله د لوبې لپاره نامناسب و او له همدې کبله د ټاکل شوي ټاس له وخت ۱۶ دقیقې مخکې د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وشوه.

هند د کرکټ نړیوالې شورا د شل‌آوریزو لوبډلو د درجه‌بندۍ پر بنسټ د لوړې درجه‌بندۍ له کبله نیمه پایلوبې ته ووت.

هند به د پنجشنبې پر ورځ په دوه‌یمه نیمه پایلوبه کې له هغې لوبډلې سره مخ شي، چې د سې‌شنبې پر ورځ د نیپال او سریلانکا ترمنځ د اته غوره لوبډلو پړاو له ګټونکې لوبډلې څخه وي.

سریلانکا هم د هند، پاکستان او بنګله‌دېش ترڅنګ له څلور مخکښو درجه‌بندي شويو لوبډلو څخه ده او که له نیپال سره یې د اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د باران له کبله لغوه شي؛ نو سریلانکا به هم نیمه پایلوبې ته ووځي.

دوشنبه د هانګ کانګ او پاکستان ترمنځ لومړۍ کوارټر فاینل لوبه هم د باران له کبله، پرته له ټاس ترسره کېدو لغوه شوې وه.

دا دوه‌یم پرله‌پسې ځل دی، چې د آسیايي لوبو په نرینه‌وو کرکټ کې د افغانستان کمپاین د باران له کبله له هند سره د لوبې پر مهال پای ته رسیږي.

د ۲۰۲۳ز.کال په هانګژو آسیايي لوبو کې افغانستان د هند پر وړاندې د پایلوبې له لغوه کېدا وروسته د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ. د هند د لومړۍ پاڼۍ ۱۸،۲آورونو له ترسره کېدا وروسته پایلوبه د باران له کبله ودرول شوه او د سیالیو د اصولو له مخې هند، چې لوړه درجه‌بندي یې لرله؛ د سرو زرو مډال وګاټه.

Continue Reading

لوبی

علي بلال د درېیم ځل لپاره د مستر المپیا دوه‌یم مقام خپل کړ

علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوه‌یم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.

Published

on

د بدني ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د درېیم پرله‌پسې ځل لپاره د مسټر المپیا سیالیو د نرینه‌وو په فزیکي لوبو کې دوه‌یم مقام خپل کړ.

علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوه‌یم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.

علي بلال له دې مخکې د نیویارک پرو سیالیو اتلولي او د پټرزبورګ پرو سیالیو دوه‌یم مقام هم خپل کړی دی.

د سږني مسټر المپیا سیالۍ د امریکا په لاس‌ویګاس ښار په بېلابېلو برخو کې ترسره شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!