Connect with us

تازه خبرونه

سر له نوي زېږدیز کال افغانان له اجازې پرته په اسلام‌آباد کې اوسېدلی نشي – پاکستان

له هغې وروسته، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ملاتړ په زرګونه لاریړنکوونکي له اسلام‌آباده وویستل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د مرغومې له یوولسمې / د ډسمبر له یودېرشمې وروسته افغان وګړي نشي کولی، چې له اجازې پرته اسلام‌آباد ته ننوځي. که دوی غواړي [دلته] په اسلام‌آباد کې ژوند وکړي؛ باید د مرستیال کمشنر له دفتر څخه اجازه ترلاسه کړي.

خپور شوی

د

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ اوومه) ویلي، چې د روان کال د مرغومې له یوولسمې / د ډسمبر له یودېرشمې څخه افغانان د پولیسو له اجازې پرته په اسلام‌آباد کې ژوند نشي کولی.

له هغې وروسته، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ملاتړ په زرګونه لاریړنکوونکي له اسلام‌آباده وویستل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د مرغومې له یوولسمې / د ډسمبر له یودېرشمې وروسته افغان وګړي نشي کولی، چې له اجازې پرته اسلام‌آباد ته ننوځي. که دوی غواړي [دلته] په اسلام‌آباد کې ژوند وکړي؛ باید د مرستیال کمشنر له دفتر څخه اجازه ترلاسه کړي.

محسن نقوي په دې اړه نور معلومات ورنکړل؛ خو ویې ویل، چې د اسلام‌آباد پولیس چارواکي به په راتلونکیو ورځو کې جزئیات شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلام‌آباد د پولیسو مشر سید ناصر علي رضوي ویلي، چې د عمران خان پر ملاتړ په لایون کې د ۵۶ افغانانو په ګډون شاوخوا زر لاریونکوونکي نیول شوي؛ خو نوموړي پدې اړه نور جزئيات ورنکړل.

د تېر کال په نومبر میاشت کې د پاکستان حکومت له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړه او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ويلي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له پېنځلسمې څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر دېرشمې پورې شاوخوا ۵۸۸ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته جبري او پخپله خوښه ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ د نومبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ۲۹ زره ۵۹۲ هغه کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې قانوني اسناد یې نه درلودل او له هغه هېواده په جبري ویستل شوي دي.

تازه خبرونه

د امریکا په بند کې د افغان پناه‌غوښتونکي د مړینې رڼه څېړنه وغوښتل شوه

د راپورونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ او ګمرک مامورانو د روان کال د مارچ پر دیارلسمه افغان پناه‌غوښتونکی نذیر پکتیاوال نومی له خپل کور څخه بهر نیولی او یوه ورځ وروسته د مارچ پر څوارلسمه د بند پر مهال مړ شوی دی.

Published

on

د ټیکزاس ایالت د امریکا اسلامي اړیکو شورا د امریکا د کډوالۍ په بند کې د یوه افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د هر اړخیزې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ او ګمرک مامورانو د روان کال د مارچ پر دیارلسمه افغان پناه‌غوښتونکی نذیر پکتیاوال نومی له خپل کور څخه بهر نیولی او یوه ورځ وروسته د مارچ پر څوارلسمه د بند پر مهال مړ شوی دی.

ویل کېږي، چې نوموړی له هغې وروسته ونیول شو، چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسولي وه؛ خو همغه شپه په بند‌‌خونه کې له روغتیايي ستونزو سره مخ  او بله ورځ چارواکو د هغه کورنۍ ته خبر ورکړ، چې نوموړی مړ شوی دی.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ پکتیاوال په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه. هغه د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د پناه‌غوښتونکي په توګه امریکا ته لېږدول شوی و. نوموړی د څو ماشومانو پلار او د دالاس د افغان ټولنې یو پېژندل شوی غړی و.

د دې حقوقي بنسټ مسوولانو ویلي؛ د حکومت په بند کې د کسانو مړینه باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي، چې ورته پېښې بیا تکرار نشي. دغه راز له امریکايي قانون جوړوونکو هم غوښتل شوي، چې د کډوالو د بند پر مرکزونو خپلواکه څارنه پیاوړې کړي او د دغه افغان پناه‌غوښتونکي د مړینې د لامل په اړه روڼ او روښانه ځواب وړاندې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید  وکړ

د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې برید د اس اس جي کومانډو پر ودانۍ او د پوځي کمپ نورو ودانیزو بنسټونوشوی دی.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۵, ۱۴۰۴

د افغانستان ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د هېواد هوايي ځواک د کندهار د تېرې شپې د بریدونو په غچ کې د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼې د اړوند سیمې پر یوه ځانګړي پوځي کمپ برید کړی دی.

د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې برید د اس اس جي کومانډو پر ودانۍ او د پوځي کمپ نورو ودانیزو بنسټونوشوی دی.

هغه زیاته کړې، چې په برید کې د دې مهم مرکز د مرکزي دفتر او نورو جوړښتونو لویه برخه ویجاړه شوې او پاکستاني سرتېرو ته درانده تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي.

د کندهار ولایت سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځي رژیم په دې ولایت کې د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو یو مرکز پر نښه کړې و.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وانګ یی د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کړکېچونو د حل لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.

Published

on

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدا وروسته چین څرګنده کړې، چې د شخړو د خپرېدا د مخنیوي لپاره د کابل او اسلامآباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وانګ یی د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کړکېچونو د حل لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تګ راتګ په حال کې دی، چې دواړه خواوې خبرو اترو او پخلاینې ته وهڅوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي: “چین هیله لري، چې دواړه خواوې به له زغمه کار واخلي؛ ژر تر ژره مخامخ خبرې وکړي، اوربند اعلان کړي او د خبرو اترو له لارې اختلافات حل کړي.”

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا منځګړیتوب ممکن لنډمهاله اغېزمن وي او دا تاوتریخوالی به تر هغې روان وي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي بدله نشي.

اسلامي امارت هم ټینګار کړی، چې له خپلو ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي هڅه نه‌لري، بلکې د هېواد له حاکمیت څخه دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!