ساینس او ټیکنالوژي
سویدن یو څېړنیز توغندی وتوغاوه؛ خو ناڅاپه د ناروې پر غرنۍ سیمه لګېدلی
رویترز راپور ورکړی، چې د سویدن فضایي شرکت (SSC) د دوشنبې پر سهار د شمالي سویدن له اسرانژ فضایي مرکزه له توغوولو وروسته خراب شو او د ګاونډ هېواد ناروې د خاورې په ۱۵ کیلو مترۍ کې پر یوه غرنۍ سیمه ولګېده.
دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه څېړنیز توغندی د ۲۵۰ کیلومترو لوړوالي ته رسېدلی و، چې څېړنې یې صفر او دا پېښه رامنځته شوه.
د سویدن د فضایي شرکت د اړیکو رییس فیلیپ اوهلسون د سې شنبې پر ورځ رویترز ته ویلي: دا توغندی د ۱۰۰۰ مترو پر لوړوالي او له نږدې استوګنځيو ۱۰ کیلومتره لرې پر غرنۍ سیمه ولګېده.
هغه زیاته کړې؛ کله، چې تېروتنه رامنځته شي؛ حل لارې هم رامنځته کیږي او مونږ د سویدن او ناروې حکومتونو او نورو لوبغاړیو ته خبر ورکوو.
ادارې دا هم ویلي، چې د پایلو پر ترلاسه کولو کار روان دی او په دې اړه تخنیکي څېړنې پیل شوې دي.
د ناروې د ملکي هوايي چلند اداره سمدلاسه د تبصرې لپاره شتون نلري ، رویټرز راپور ورکړ.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ناروې د خپلې پولې پر لورې له اجازې پرته ټولې هڅې څاري او مخه یې نیسي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د دغې پېښې په اړه ناروې ته خبر ورکړ شوی نهو.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ دوی نه پوهیږي، چې آیا شاوخوا ته کوم زیان رسیدلی که نه، په داسې حال کې، چې د SSC ویاند ویلي، چې توغندی پر غرنۍ برخه لګېدلی دی.
ساینس او ټیکنالوژي
ناسا د سپوږمۍ او مریخ د یوکلن تمثیلي ماموریت لپاره د رضاکارانو نوملیکنه پیل کړه
د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.
ناسا د هغو رضاکارانو د نوملیکنې بهیر پیل کړی، چې غواړي د سپوږمۍ او مریخ د راتلونکو فضايي سفرونو لپاره په یو کلن تمثیلي ماموریت کې ګډون وکړي.
د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.
غوره شوي رضاکاران به شاوخوا یو کال په دوه ځانګړو استوګنځایونو کې ژوند او کار وکړي. دغه استوګنځي داسې جوړ شوي، چې د ژورې فضا د سفرونو انزوا، محدودیتونه او عملیاتي ننګونې تمثیل کړي.
ناسا وایي؛ له دې تمثیلي ماموریت موخه دا ده، چې وڅېړي فضايي عمله د اوږدمهاله فضايي سفر او د سپوږمۍ او مریخ پر سطحه د فعالیتونو له شرایطو سره څنګه ځان عیاروي. د دې څېړنې موندنې به د راتلونکو فضايي ماموریتونو لپاره د ستورمزلو د خوندیتوب او چمتووالي په ښه کولو کې مرسته وکړي.
ګډونوال به د ستورمزلو په څېر بېلابېلې دندې ترسره کړي؛ لکه د سپوږمۍ او مریخ تمثیلي پلټنیز سفرونه، د سپړنیزو وسایطو چلول او علمي څېړنې. دا ټول به د محدودو سرچینو او هغو مخابراتي محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره کېږي، چې په ژوره فضا کې یې تمه کېږي.
ناسا ویلي، دا څېړنه به د آرټمیس پروګرام، د سپوږمۍ دایمي اډې د جوړولو د طرحې او مریخ ته د لومړي انساني سفر د چمتووالي په برخه کې هم مرسته وکړي.
دغه نوی پروګرام د ناسا د HERA او CHAPEA پروژو ځانګړنې په یوه ګډ ماموریت کې راټولوي. رضاکاران به لومړی د HERA په استوګنځي کې فضا ته د سفر تمثیل تجربه کړي او وروسته به د CHAPEA استوګنځي ته ولېږدول شي، چې د سپوږمۍ یا مریخ د اډې بڼه لري.
د ماموریت په اوږدو کې به څېړونکي د ګډونوالو فزیکي روغتیا، رواني وضعیت او کاري وړتیا پرلهپسې څاري. همدارنګه به هغه ټکنالوژۍ، عملیاتي کړنلارې او د استوګنځایونو سیسټمونه هم وارزول شي، چې په راتلونکو ژورو فضايي سفرونو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.
ناسا له هغو کسانو، چې د دې ادارې روغتیايي، تعلیمي او رواني شرایطو لرونکي دي؛ غوښتي، چې نوملیکنه وکړي. نوماندان باید د څو پړاوونو له ارزونې، بشپړو روغتیايي او رواني معایناتو وروسته غوره شي.
د ناسا د څرګندونو له مخې؛ دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی، چې له سترو ننګونو سره د مخامخېدا لېوالتیا لري او غواړي د انسان د فضايي سپړنو د راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي.
ساینس او ټیکنالوژي
اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
د پنجشنبې پر ورځ د تصویب شوې پرېکړې له مخې، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان به د ټولنیزو شبکو شخصي حسابونه جوړولای، کارولای او یا اداره کولی نهشي. دغه بندیز د محتوا خپرول، تبصرې کول، د مطالبو شریکول او په عامه ډلو کې غړیتوب هم رانغاړي.
متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله ټاکلی او په دې توګه لومړنی عربي هېواد ګرځېدلی، چې دا ډول محدودیت وضع کوي.
د پنجشنبې پر ورځ د تصویب شوې پرېکړې له مخې، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان به د ټولنیزو شبکو شخصي حسابونه جوړولای، کارولای او یا اداره کولی نهشي. دغه بندیز د محتوا خپرول، تبصرې کول، د مطالبو شریکول او په عامه ډلو کې غړیتوب هم رانغاړي.
د ۱۵ او ۱۶ کلونو عمر لرونکي ځوانان کولی شي له ټولنیزو شبکو ګټه واخلي؛ خو دا کار به د خوندیتوب د ځانګړو تدابیرو تر سیوري لاندې وي. په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره سم د محتوا څارنه، له ناپېژاندو کسانو سره د اړیکو محدودول، د پردې د کارونې د وخت د تنظیم وسایل او د والدینو د څار امکانات شامل دي.
دا مقررات به په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو پلي کېږي او شرکتونه به اړ وي، چې د عمر د کره تثبیت لپاره د ډیجیټلي هویت د تائید او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ له ټکنالوژیو ګټه واخلي. یوازې د کاروونکي له لوري د عمر اعلانول به د منلو وړ نهوي.
د نویو قوانینو له مخې، ټولنیزې شبکې باید د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه غیر فعال کړي، د عمر د تائید د سیسټمونو د تېرایستلو مخه ونیسي او د ماشومانو شخصي معلومات د هدفمند اعلانونو یا د کاروونکو د چلند د شننې لپاره ونهکاروي.
د اماراتو حکومت ویلي، دغه ګامونه د نامناسبو محتواوو، ناامنو انلاین اړیکو، د ټولنیزو شبکو د زیاتې کارونې او د ماشومانو د شخصي معلوماتو د راټولولو پر وړاندې د هغوی د ساتنې لپاره پورته شوي دي.
ټولنیزو شبکو ته تر ۱۲ میاشتو پورې مهلت ورکړ شوی، چې خپل فعالیتونه له نویو مقرراتو سره برابر کړي.
اماراتو ټینګار کړی، چې دا چوکاټ په انلاین چاپېریال کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره له نړیوالو هڅو سره همغږی دی او د ډیجیټلي لاسرسي او د کاروونکو د خوندیتوب ترمنځ توازن رامنځته کوي.
په وروستیو کلونو کې استرالیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د ماشومانو پر رواني روغتیا او انلاین خوندیتوب د ټولنیزو شبکو د اغېزو په اړه د اندېښنو له زیاتېدا سره ورته محدودیتونه وضع کړي دي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ایران پر سترو بانکونو سایبري برید؛ بانکي خدمتونه ګډوډ شول
د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.
د ایران یو شمېر ستر بانکونه د شنبې پر ورځ د یوه سایبري برید له کبله له پراخو بانکي ستونزو او ګډوډیو سره مخ شول.
د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.
د دې پېښې له کبله د انلاین او موبایلي بانکدارۍ خدمتونه، د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ATM)د پلور ماشینونه (POS) او ځینې بانکي راکړې ورکړې له ستونزو سره مخ شوې دي.
ایراني چارواکو ویلي، تخنیکي څېړنو ثابته کړې، چې د دغو ګډوډیو لامل یو سایبري برید و.
اغېزمنو بانکونو ویلي، چې د برید له پېژندلو سره سم یې تخنیکي ډلو د مشتریانو د معلوماتو او بانکي بېخبناوو د خوندیتوب لپاره اړین احتیاطي ګامونه پورته کړي دي.
دغه راز د ایران د دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې مسوولانو ویلي، چې د سیسټمونو د بېرته رغولو او فعالولو بهیر پیل شوی او د ستونزو ډېره برخه هواره شوې ده.
چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې تر اوسه د مشتریانو معلوماتو ته د غیرمجاز لاسرسي هیڅ نښه نهده لیدل شوې او د بانکي معلوماتو د افشا کېدا کوم راپور هم خپور شوی نهدی.
-
سوداگري2 days agoد افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
-
تازه خبرونه20 hours agoد نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
-
لوبی21 hours agoپه کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoد امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
-
International Sports2 days agoانګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
څار3 days agoڅار: په هيواد کې د نفتي توکو د بیو لوړوالی
-
تحول3 days agoتحول: د ایران او امریکا تر منځ وروستي بدلونونه
