لوبی
فیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
اسپانیا د نړیوال جام دې اتلولۍ دا اروپايي لوبډله د نړیوال نوملړ لومړي مقام ته ورسوله او پخواني مخکښان یې له دې ځایه کښته کړل.
فیفا د ۲۰۲۶ز.کال نړیوال جام له پای ته رسېدا وروسته د نرینه فوټبال تازه نړیوال نوملړ خپور کړ، چې له مخې یې د نړیوال جام اتله اسپانیا د نړۍ د غوره لوبډلو په سر کې راغلې ده.
اسپانیا د نړیوال جام دې اتلولۍ دا اروپايي لوبډله د نړیوال نوملړ لومړي مقام ته ورسوله او پخواني مخکښان یې له دې ځایه کښته کړل.
نوی نوملړ د نړیوال جام او نورو رسمي نړیوالو سیالیو د پایلو پر بنسټ جوړه شوی دی. لوبډلو ته د سیالانو د ځواک او د سیالیو د ارزښت له مخې نمرې زیاتې یا کمې شوې دي.
د تازه نوملړ له مخې، افغانستان په یو سلو یواویاوم ځای کې راغلی او اوس هم د آسیا د ټیټې درجې لرونکو لوبډلو په ډله کې دی؛ خو هڅه کوي پر نړیواله کچه خپل ځای ښه کړي.
په همدې حال کې پاکستان د فیفا د ۲۱۰ غړو ټولنو ترمنځ په یو سل او اتهنويوم ځای کې دی.
د فیفا نړیوال نوملړ د نمرو پر یوه ځانګړي سیسټم ولاړ دی، چې د رسمي نړیوالو سیالیو پایلې، د سیالانو ځواک او د هرې سیالۍ اهمیت په کې په پام کې نیول کېږي.
د نړیوال جام سیالۍ تر ټولو ډېر ارزښت لري؛ له همدې کبله په دې سیالیو کې ښې پایلې د لوبډلو پر نړیوال مقام د پام وړ اغېز کوي.
دغه نوملړ په نړیوال فوټبال کې مهم رول لري؛ ځکه د فیفا او سیمهییزو سیالیو لپاره د لوبډلو د ډلبندۍ او پچې له مهمو معیارونو څخه ګڼل کېږي. لوړ مقام لرونکې لوبډلې معمولاً په پچهاچونه او ډلوېش کې غوره موقعیت ترلاسه کوي.
د ۲۰۲۶ز.کال نړیوال جام له پای ته رسېدا وروسته به ملي لوبډلې خپلې پاملرنې قارهییزو اتلولیو، د نړیوال جام غوراوي پړاوونو او دوستانه سیالیو ته واړوي، چې پایلې به یې د فیفا په راتلونکي نوملړ کې اغېز ولري.
لوبی
له هند سره شلآوریزو سیالیو ته چمتو یوو- ابراهیم ځدراڼ
ابراهیم ځدراڼ له هند سره د شلآوریزو لوبو له پیل مخکې خبري غونډې ته ویلي، چې د لوبډلې ډېری لوبغاړي په وروستیو میاشتو کې له بېلابېلو سیالیو برخمن ول او له ښه لوبیز چمتووالی او تجربه لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ويلي، لوبغاړي یې له هند سره راتلونکو لوبو ته چمتو دي او په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د هغوی تجربه به د شلآوریزو لوبو پیاوړې برخه وي.
ابراهیم ځدراڼ له هند سره د شلآوریزو لوبو له پیل مخکې خبري غونډې ته ویلي، چې د لوبډلې ډېری لوبغاړي په وروستیو میاشتو کې له بېلابېلو سیالیو برخمن ول او له ښه لوبیز چمتووالی او تجربه لري.
نوموړي زیاته کړې، شلآوریزه بڼه د افغانستان د لوبغاړو لپاره له غوره بڼو څخه ده؛ ځکه هغوی په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې لوبېدلي او له بېلابېلو مهمو سیالیو څخه یې د تجربې ترلاسه کولو ډېر فرصتونه لرلي دي.
د افغانستان لوبډلمشر ویلي:« زمونږ لوبغاړي چمتو دي او په دې بڼه کې ښه وړتیا لري. هغوی په لیګونو او نړیوالو سیالیو کې د لوبېدا ډېره تجربه لري او ډاډه یم، چې د خپل هېواد لپاره به ښې لوبې وکړي.»
ځدراڼ زیاته کړې، افغانستان تر اوسه په شلآاوریزو سیالیو کې هند ته ماتې نهده ورکړې؛ خو لوبډله یې هڅه کوي، چې دا ځل فشار راکم او پر خپلو وړتیاوو داوڅرخیږي او خپله غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.
نوموړي ویلي؛ د افغانستان موخه دا ده، چې لوبې د ځان لپاره ستونزمنې نهکړي او د تېرو پایلو پر ځای پر خپلو شته وړتیاوو ټینګار وکړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر له هند میشتو افغان مینهوالو هم غوښتي، چې د ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره د سیالیو نندارې ته ورشي.
هغه ویلي، د مینهوالو حضور او هڅونه لوبغاړو ته ډېره انرژي ورکوي او ملي لوبډله به په دې سیالیو کې د خپلو هېوادوالو له ملاتړ څخه ډېره خوشحاله شي.
افغانستان هیله لري، چې په نړیوالو لیګونو کې د خپلو لوبغاړو پر تجربه او د مینهوالو پر پراخ ملاتړ پر تکیه کولو د هند پر وړاندې پیاوړې لوبه وکړي او په دې بڼه کې د لومړي ځل لپاره دې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
لوبی
سرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
یارمحمد ذکرخېل د سرخپوشان خوافي لپاره لومړی ګول وواهه او دوه نور ګولونه هم د عینو مینې دروازې ته دننه شول.
نن شنبه د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو په څلورمه لوبه کې سرخپوشان خوافي عینو مینې ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه.
یارمحمد ذکرخېل د سرخپوشان خوافي لپاره لومړی ګول وواهه او دوه نور ګولونه هم د عینو مینې دروازې ته دننه شول.
د دې سیالیو په پېنځمه لوبه کې آرمان افسي او آریانا خوست سره مخ شول، چې لومړۍ نیمایي یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
مکډونالډ نیبا د آرمان افسي لپاره یوازنی ګول وواهه او د آریانا خوست دروازه یې پرانیسته.
آریانا خوست په دوهیمه نیمایي کې دوه نور ګولونه ووهل او په پای کې یې لوبه ۳ – ۱ وګټله.
د آریانا خوست لپاره جواد الکوزي، آرش احمدي او حبیبالله هوتک ګولونه ووهل.
د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو سیالۍ به دوشنبه د دوه نورو لوبو پر ترسره کېدا سره پیل شي:
ابومسلم فراه – استقلال کابل | د ماسپښین ۳:۳۰
عمر ځواک – سرسبز یاشلر | د شپې ۷ بجې
آریانا ټلویزیون به دواړه لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې توګه خپرې کړي او د فوټبال مینهوال کولی شي دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
د سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې، چې د پنجشنبې ماښام د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او درې ځله یې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته.
د افغانستان اتلانو لیګ د تېر پړاو اتل ابومسلم فراه د دې لیګ د شپږم پړاو په لومړۍ لوبه کې سرسبز یاشلر فاریاب ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه.
د سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې، چې د پنجشنبې ماښام د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او درې ځله یې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته.
امید پوپلزي په لومړۍ نیمایي کې د ابومسلم فراه لپاره لومړی ګول وواهه او محبوب حنفي او امید رجبی په دوهیمه نیمایي کې دوه نور ګولونه هم ووهل.
د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو د لس لوبډلو په ګډون ترسره کیږي او د دې سیالیو لوبې به په کابل کې د میلمه او کوربع پر بڼه ترسره شي.
د سیالیو په دوام کې، نن جمعه عمر ځواک او خراسان فاریاب د ماسپښین ۳:۳۰ مخ کیږي او په درېیمه لوبه کې استقلال کابل له طوفان هرات سره لوبه کوي.
آریانا خوست او عمر ځواک لوی شینډنډ هم د افغانستان د اتلانو لیګ د دې پړاو نوې لوبډلې دي.
د نن ورځې دوهیمه او درېیمه لوبه به پر ژوندۍ او ځانګړې توګه له آریانا ټلویزیون څخه خپریږي.
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روانې وي او لوبډلې به د اتلولۍ ګټلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
سوداگري4 days agoیو اماراتي شرکت د سالنګ د دوهیم تونل او درملو یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او بنګلهدېش د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان
