تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول اړین دي- پوتین
د روسیې ولسمشر پرون (سې شنبه د غبرګولي اتمه) په تاشکند کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو ټینګول اړین دي.
ولادیمیر پوتین زیاتوي، چې اسلامي امارت اوس د افغانستان پر وله خاوره واکمن دی؛ نو اړینه ده، چې اړیکې ورسره سمې او پراخې شي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې، اسلامي امارت په افغانستان کې واقعي ځواک دی او په افغانستان کې له شته ستونزو سره – سره روسیه باید واقعیت ته پر کتو مخ پر وړاندې ولاړه شي.
پوتین ټینګار کړی، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو په اړه به د منځنۍ آسیا هېوادونو په ګډون له سیمه ییزو شریکانو سره مشوره او همغږي وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي: له طالبانو سره اړیکي ټینګول اړین دي؛ ځکه هغوی افغانستان چلوي. مونږ باید د دې حقیقت له مخې عمل وکړو او له مخې یې خپلې اړیکې تنظیم کړو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اوسنیو واکمنو د نومونو د ایستلو پر وړاندیز د دغه هېواد له ولسمشر سره خبرې شوې دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د مسکو له لوري د ترهګرو ډلو له نوملړه د افغانستان د اوسنیو واکمنو د نومونو د ایستلو په تړاو د روسیې بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې دا کار ناسم دی؛ ځکه، چي د افغانستان اوسني واکمن له تور نوملړه ایستل سم کار ندی.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي وایي: زه فکر کوم، چې دا یو وحشتناک پیغام دی؛ طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، مونږ په داسې دریځ کې نه یوو، چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژنو او روسیه هم باید دا کار وکړي. زه نه غواړم فرضیاتو ته داخلم شم؛ خو دا یو ناسم اقدام دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې افغانستان یو واحد حکومت او نظام لري او د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسي چارواکو د دې خبرو هرکلی کړی دی.
د کابل او مسکو اړیکې په داسې حال کې د پراخېدو په حال کې دي، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د روسیې لهخوا د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت پېژندلو امکان تر بل هر وخت ډېر دی.
تازه خبرونه
روسیې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د شتمنیو د خوشېکېدا غوښتنه یې وکړه
زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده او د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
هغې ویلي، په افغانستان کې ډېر ماشومان تر لس کلنۍ پورې واکسین شوي نهدي او یوازې له ۵ څخه تر ۷ سلنې پورې ماشومانو واکسین ترلاسه کړی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په هر زر زېږونونو کې ۳۳.۱ ده، چې د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره ده.
زاخارووا د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل «د لویدیځو هېوادونو له لوري د نړیوالو مرستو سیاسي کېدا» بولي او د کابل پر وړاندې د امریکا او د هغې د متحدانو پر بندیزونو د نیوکې تر څنګ وایي، دغو کړنو تر ټولو ډېر د افغانستان پر زیانمنو قشرونو( ماشومانو او نویو زېږېدلیو) اغېز کړی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې ډېری پېښې له وخته مخکې زېږونونو او د مور شیدو یا بدیلو خوړو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره تړاو لري.
زاخارووا له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته وسپاري او له افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نهکړي.
هغې ویلي، د افغانستان د بشري پروګرامونو لپاره نړیوالې مالي مرستې کمې شوې دي او د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدا د بحران پر وړاندې د حکومت د مبارزې وړتیا محدوده کړې ده.
هغې ټینګار کړی، چې روسیه به د نړیوالو اړوند بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نهلرم – جمعهخان فاتح
فاتح بيبيسي ته ویلي، په رسنیو کې د هغه او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه«له حقیقته لرې» دي او نوموړی نه پخوا او نه اوس کوم مخالفت لري.
د زابل پخواني مرستیال والي جمعهخان فاتح کابل ته له سفر او د افغانستان د حکومت له رییسالوزراء سره له لیدنې وروسته هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف لري.
فاتح بيبيسي ته ویلي، په رسنیو کې د هغه او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه«له حقیقته لرې» دي او نوموړی نه پخوا او نه اوس کوم مخالفت لري.
هغه ویلي، په زابل ولایت کې یې د دندې د پای ته رسېدا لامل له پښتو ژبې سره نابلدتیا او روغتیايي ستونزې وې.
نوموړي زیاته کړې، چمتو دی په هر هغه ځای کې خدمت وکړي، چې د اسلامي امارت رهبري یې مناسب وبولي.
جمعهخان فاتح داسې مهال ارګ ته ورغلی، چې د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز او د اقتصاد له وزیر سره یوځای یې له رییسالوزراء سره په لیدنه کې ګډون کړی و.
په وروستیو اوونیو کې د فاتح او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د احتمالي اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي وه؛ خو نوموړي دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی، چې له اسلامي امارت سره تل همکارۍ ته چمتو دی.
تر اوسه څرګنده نهده، چې له دې لیدنې وروسته به د نوموړي د راتلونکي موقف په اړه څه پرېکړه وشي او آیا کومې نوې دندې ته به وګومارل شي که نه.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي دغه څرګندونې په هغه نړیواله غونډه کې کړي، چې د « په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان» تر سرلیک لاندې د اسلامآباد د سټراټیژیکو څېړنو اندتون(انسټیټیوټ) له لوري جوړه شوې وه.
پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د سولهییزو او باثباته اړیکو پر ساتلو خپل تعهد څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د اوږدمهالي ثبات لپاره خبرې اترې او سیمهییزې همکارۍ اړینې دي.
د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي دغه څرګندونې په هغه نړیواله غونډه کې کړي، چې د « په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان» تر سرلیک لاندې د اسلامآباد د سټراټیژیکو څېړنو اندتون(انسټیټیوټ) له لوري جوړه شوې وه.
سولنګي ویلي، پاکستان له افغانستان سره سولهییزې او دوامدارې اړیکې غواړي او په تېرو وختونو کې هم د افغانانو ترڅنګ ولاړ و.
هغه زیاته کړې، اسلامآباد نه غواړي افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو پر مرکز بدل شي او د سیمې د سولې او امنیت پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښهوالي لپاره د چین، ترکیې او قطر د منځګړیتوب له هڅو هرکلی کړی او څرګندوي، اسلامآباد د دوهاړخیزو ستونزو د حل لپاره له خبرو ملاتړ کوي.
د پاکستان د ولسمشر ویاند افغانستان د سیمې د لیدلوري مهمه برخه وبلله او د سیمهییز نښلون، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د «افغانستان، منځنۍ آسیا او د سیمهییز ثبات راتلونکی» تر سرلیک لاندې ځانګړې ناسته هم جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د سیمهییز امنیت، ټرانزیټي نښلون او د همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل ویلي، هیچا ته به د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه د ګاونډ هېوادونو پر ضد اجازه ورنهکړي.
-
تازه خبرونه4 days agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
International Sports3 days agoاسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
-
لوبی4 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سوداگري4 days agoاسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي دي – ذبیحالله مجاهد
