Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان څخه د ډېرو کارګرانو منلو ته چمتو نه‌یوو – روسیه

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ریانووستي خبري سرچینې ته ویلي، چې هېواد یې د امنیتي لاملونو له کبله اوس له افغانستان څخه د ډېرو کډوالو کارګرو منلو ته چمتووالی نلري.

له دې مخکې په روسیه کې د افغانستان سفیر حسن‌ګل حسن ریانووستي ته ویلي وه؛ کابل له روسي چارواکو سره خبرې کوي، چې په ځانګړي توګه د کرنې په برخه کې د افغان کارګرانو د ګمارلو امکان وڅېړي.

کابلوف ویلي: « مونږ نشو کولی خپلې دروازې د هغو کسانو پر مخ بشپړې خلاصې کړو، چې له خپلو وړتیاوو څخه د هغوی د کنټرول لپاره ډاډمن نه‌وو- دا د قانون خلاف کار دی. دا مهال مونږ هیڅ ډول تضمین یا عملي میکانېزم نلرو».

د کابلوف د څرګندونو له مخې: دا خطر شته، چې که له افغانستان څخه د کډوالو راتګ په سمه توګه کنټرول نشي؛ نو شونې ده، چې په هغو کې «بېلابېل عناصر د تخریبي عناصرو » په ګډون هم راڅرګند شي.

هغه زیاته کړې : « دا امکان په راتلونکې کې شته؛ خو هر څه باید پر ډېر دقت تنظیم، سمبال او تر څارنې لاندې ونیول شي.

کابلوف ویلي، چې دا مهال په روسیه کې د افغان کاري ځواک کلنۍ ټاکل شوې ونډه (سهمیه) نږدې ۸۰ کسان دي.

دا مهال داسې کوم پروګرامونه نشته او دا وضاحت د افغانستان سفیر ته هم ورکړ شوی دی.

تازه خبرونه

حقاني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او علماوو له «مثبتو څرګندونو» هرکلی وکړ

همدارنګه حقاني د یکشنبې پر ورځ د کابل ښاروال د ستاینې په مراسمو کې د پاکستان د دیني علماوو هغه اعلامیه وستایله، چې په کراچۍ کې خپره شوې وه او له دواړو حکومتونو یې غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

Published

on

د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستیو څرګندونو ته، چې په کابل کې د علماوو د وروستۍ غونډې په اړه یې کړې وې؛ هرکلی ویلی دی.

همدارنګه حقاني د یکشنبې پر ورځ د کابل ښاروال د ستاینې په مراسمو کې د پاکستان د دیني علماوو هغه اعلامیه وستایله، چې په کراچۍ کې خپره شوې وه او له دواړو حکومتونو یې غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

حقاني وایي: «که د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مثبت تعامل او هڅې دوام ومومي؛ مونږ به ترې قدرداني وکړو.»

هغه له پاکستان وغوښتل، چې د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو پر ځای د افغانستان له بیارغونې ملاتړ وکړي. حقاني همدارنګه نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

اسلام‌آباد تل ادعا کړې، چې په افغانستان کې د دوی میشت وسله‌وال د پاکستان په ناامنۍ کې لاس لري.

اسلامي امارت دا تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان د کورني امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستلی نشي.

د تېر کال د اوکټوبر په میاشت کې دواړه لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې ونښتل، چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ودرېده او د سولې پړاویزې خبرې هم بې پایلې شوې.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

په پراختیايي لویو پروژو کې د امریکا رول باید له پامه ونه‌غورځول شي

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دوه‌یم رییس ذاکر جلالي کابل ته د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره هم‌مهاله ټینګار کړی، چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر او د هلمند د کجکي بند ته ورته د لویو پراختیايي پروژو په پلي کېدا کې د امریکا مثبت رول باید له پامه ونه غورځول شي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په افغانستان کې د امریکا شل‌کلن حضور د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو استثنايي پړاو و او له دې هاخوا هم د کابل او واشنګټن اړیکې له جدي پېچلتیاوو سره مخ ندي.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دوه‌یم رییس ذاکر جلالي کابل ته د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره هم‌مهاله ټینګار کړی، چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر او د هلمند د کجکي بند ته ورته د لویو پراختیايي پروژو په پلي کېدا کې د امریکا مثبت رول باید له پامه ونه غورځول شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په اوسنیو شرایطو کې یو ځل بیا داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د رغېدا او پراختيا په لار کې کوم جدي خنډ نه ليدل کېږي.

ذاکر جلالي ټینګار کړی؛ د دوحې تاريخي هوکړې لاسليک ښيي: په دواړو لوريو کې د پام وړ کچه عمل‌گرايي شته، چې د ماضي اسيران پاتې نشي او د يوه واقع‌بينانه تګلارې له مخې د اړيکو د پراختيا پر فرصتونو کار وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد په کابل کې له امیرخان متقي سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې نن (یکشنبه د مرغومي اوومه) تر سره شوې؛ دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د لارو چارو، فرصتونو او همدارنګه د ننګونو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۸, ۱۴۰۴

د افغانستان لپاره د امریکا د سولي پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په کابل له بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې، چې نن (یکشنبه د مرغومي اوومه) تر سره شوې؛ دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د لارو چارو، فرصتونو او همدارنګه د ننګونو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ تعامل یو نوي پړاو ته داخل شوی او د خبرو اترو له لارې د اړیکو د پرمختګ لپاره فرصتونه شتون لري.

زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امنیت او بیارغونې په برخو کې له پرمختګ ستاینه کړې او د دوه اړخیزو خبرو اترو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!