تازه خبرونه
له عصري زدهکړو پرته ځانبسیاینه ستونزمنه ده – عبدالسلام حنفي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي؛ له عصري زدهکړو پرته ځانبسیاینه ستونزمنه ده او عصري زدهکړو ته باید زیاته پاملرنه وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدلسلام حنفي د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په علمي او دیني دوه ورځني سیمینار کې د ګډون پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او همدا راز پر ځانبسیا افغانستان لپاره خپلې هڅې ونهسپموي او له ټولو امکاناتو څخه پر ګټه اخیستو د یوه معیاري تحصیلي نصاب د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې په افغانستان کې تېرو تحمیلي جنګونو د تحصیلي نظام بنسټونه هم زیانمن کړي دي او اسلامي امارت د خپلو ټولو امکاناتو پر کارولو د تعلیمي او تحصیلي نصاب د بیا کتنې او معیاري کولو لپاره هڅه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د مرکز پوهنتونونو او استادانو ته د دیني او علمي سیمینار تر سرلیک لاندې، چې د لوړو زدهکړو وزارت لخوا رابلل شوی و؛ ویلي، چې افغانستان به د عصري علومو له زدهکړو پرته پر ځان بسیا نهشي او عصري علومو ته باید پاملرنه ډېره شي.
نوموړي ویلي؛ په هېواد کې د معیاري روغتونونو د نشتوالي له کبله خلک اړ دي، چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دغه سیمینار ته په ډاګه کړه: د افغانستان خلک باید دا تمه و نلري، چې ګاونډ او د نړۍ نور هېوادونه دې افغانستان آباد کړي، بلکې خپله دوی او حکومت دې راوړاندې شي، چې هېواد د پراختیا خواته ګامونه پورته کړي.
هغه وایي: که مونږ دا تمه ولرو، چې ګاونډیان، د سیمې او نړۍ هېوادونه به راشي او افغانستان به آباد کړي؛ دا یو خوب او خیال دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم ويلي، چې دوی د هېواد د ځوانانو لوړو زدهکړو او تعلیم ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې ژمن دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د دغه سمینار د جوړېدو موخه د پوهنتونو له استادانو سره مذاکره او بحث بولي او زیاتوي، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د ځوانانو زدهکړو ته ژمن دی.
ټاکل شوې، چې دغه سیمینار د یوې بلې ورځې لپاره هم د اسلامي امارت د چارواکو او د نږدې اته سوه پوهنتونو د استادانو په ګډون روان وي. دا لومړنی لوی علمي سیمینار دی، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د لوړو زدهکړو د وزارت له لوري جوړ شوی دی.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی5 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
