تازه خبرونه
له نړیوالو سره مو تعامل د اسلام او شرعې پر بنسټ دی – د اسلامي امارت مشرتابه
د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د کندهار ولایت مسوولینو ته څرګنده کړې؛ له نړیوالو سره زمونږ تعامل د شرعې پربنسټ ولاړ دی او پرته له شريعت او اسلام څخه بل هیڅ دليل د منلو وړ ندی.
د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده، چې د کندهار ولایت له ۲۰۵ البدر قول اردو څخه یې ليدنه کړې د يوې غونډې په ترڅ کې يي د دې قول اردو منسوبينو ته وينا هم کړې .
د اسلامي امارت مشرتابه په خپله وينا کې له نړې سره خپل تعامل د اسلامي شريعت پر بنسټ بللی او ويلي يي دي، چې د دوی لپاره له شريعت پرته بل هیڅ دليل د منلو وړ ندی .
دغه راز په کندهار کې ديني عالمانو او دولتي مسوولينو هم په يوه لويه غونډه کې، چې د جهاديه مدرسې د طالب العلمانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې وه؛ د اسلامي شريعت پر عملي کولو ټينګار کړی.
دوی ویلي؛ دیني عالمان د اسلامي امارت ننګه کوي او تمه لري، چې د اسلامي شريعت له عملي کولو سره دا نظام نور هم ټینګ کړي .
د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا وایي: اسلامي، شرعي سوچه نظام، چې اميرالمومنين صاحب يي غواړي د علماوو غوښتنه ده، ملګري يي غواړي، مجاهدين يي غواړي، موږ ټول به د خپل امير ترشا دريږو او بيا به دا نظام بقا او دوام پيدا کوي؛ نو محترمو دا دعالمانو مسووليت دی. د آخرت پر ورځ به داعالمان له ګریوان نيول کيږي که شرعي نظام پلی نکړي.
همداراز وينا کوونکیو اسلام د ټولو لپاره د رحم او شفقت دين وباله او وایي؛ د اسلام په دين کې د ټولو وګړیو حقونو ته درناوی شوی او ټول له خپلو حقونو برخمن دی .
د کندهارد جهاديه مدرسې مشر شيخ مولوي سيد سرور شاه آغا وایي: په اسلام کې د بشر حقوق شته او اسلام د رحمت او شفقت دين دي او هر چاته يي خپل حقوق ورکړي دي. حتا د حيواناتو حقوق په اسلامي ټولنه کې خوندي دي.
همداراز ديني عالمانو او د دولت مسوولينو ويلي؛ د اسلامي نظام او شريعت په عملي کولو کې ښايي له ډول ډول ستونزو سره مخ شو؛ خو ټينګار یې وکړ، چې له زغم او صبر به کار اخلي.
کليپ….د کندهار د دیني عالمانو شورا ریيس شيخ مولوي ملوک شاه ویلي؛ ای مسلمانانو د صبر توصيه عالمان درته کوي، د دين په لاره، د شريعت د تنفيذ په لار، د حدودو د جاري کولو،قصاص جاري کولو په تعذيراتو جاري کولو، په کامل شرعي نظام راوستلو کې به لوږه درته راځي، تنده به درته راځي، جامه به دې څيري وي، وږی به وې، اولاد به درپسې ژاړي، اولاد به دې فرياد کوي؛ خو ته به څه کوې ته به صبر کوې .
په کندهار کې دولتي مسوولين او ديني عالمان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د وروستيو حکمونو له کبله د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي او په نا دولتي ادارو کې د ښځينه په کار بندیز ولګید او د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخ شو؛ خو دولتي چارواکو ویلي، چې د مناسب چاپېریال له رامنځته کولو سره به نجونو ته د تعلیم او تحصیل زمینه ډېر ژر برابره کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.
د هند نومیالی دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي په خپل یوټیوب چینل کې د ۱۴ دقیقو ویډیوي وینا پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او شخړو په اړه د پاکستان پر پوځي رژیم سختې نیوکې کړي او کړنې یې «تېریکوونکې او بې رحمه» بللې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.
دې دیني عالم دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان اسلامي امارت له خپلې خاورې او هغه نظام دفاع کوي، چې ظلم او تېری پرې “پوځي یرغل” بولي او دا یې مشروع هم حق دی.
دغه راز هغه په پاکستان کې پر ځینو دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونو هم نیوکه کړې او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه یې د هغو د دریځونو پر بیاکتنه ټینګار وکړ.
مفتي ندوي په پای کې له ټولو مسلمانانو وغوښتل: اوسني پرمختګونه دې پر “بصیرت” وڅاري او د هغه څه پر وړاندې، چې هغه یې “بهرنی ظلم او نفوذ” بولي؛ شعوري دریځ خپل کړي.
تازه خبرونه
په خاص کونړ کې د پاکستاني پوځي رژيم د هوایي برید له کبله ۵ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د دې ولسوالۍ ولسوال ذاهد الله فاتح هم ويلي دغه بريد تېره شپه اته بجې شوې دی.
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي؛ پاکستاني پوځي رژيم د بريدونو په لړ کې د هجرتآباد راستنېدونکو کډوالو کمپ پر نښه شوی، چې له کبله یې درې ماشومان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولسوالۍ ولسوال ذاهد الله فاتح هم ويلي دغه بريد تېره شپه اته بجې شوې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکو ويلي؛ د پاکستان پوځ د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، ځکه ولسې وګړي پر نښه کوي.
تازه خبرونه
کرزي او عبدالله د ایران د رهبر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه
د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د ایران د ستر رهبر آیت الله علي خامنهیي پر مړینه خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
حامد کرزي په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” له نوموړي څخه د افغانانو پرلهپسې ملاتړ ستایم او د ایران له شریفو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوم. زه د دې پېښې د شهیدانو لپاره دعا کوم او د ایران د دوست او ورور هېواد لپاره د سولې، امنیت او پرمختګ هیله لرم.”
عبدالله عبدالله هم په فیسبوک پاڼه کې لیکلي: « د ایران د رهبر، د هغه د کورنۍ د ځینو غړو او ملګرو او وروستیو شهیدانو شهادت خواشیني کړی یم.»
هغه له الله پاک څخه د قربانیانو کورنیو او د ایران خلکو ته د صبر، زغم او لوی اجر غوښتنه کړې ده.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
څار3 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
تازه خبرونه2 days agoد افغان ځواکونو په غچ اخیستونکو بریدونو کې دښمن ته درانده زیانونه واوښتل
