تازه خبرونه
ملا برادر د هرات پاشدان بند پروژې د پاتې کار پرانیسته وکړه
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هرات ولایت ته د سفر پر مهال د پاشدان اوبو او برښنا بند د پاتې کار پیل اړین یاد کړ او څرګندوي، چې پخپل وخت به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د رییس الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي؛ د پاشدان بند پروژه يوه اړینه ملي پروژه ده، چې هڅه کیږي په خپل وخت بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د اوبو د دغه بند د جوړېدو چارې له څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا روانې دي، چې په دې موده کې یې د کار بهیر له ګڼو خنډونو سره مخ شوی؛ خو اوس له درې کلن ځنډ وروسته د دغې پروژې چارې پیل شوې.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د پرانستلو پر مهال ویلي؛ د اوبو بندونه جوړول د اسلامي امارت کاري لومړیتوب دی.
د دغه بند پر جوړولو څه باندې ۱۱۷ میلیون ډالره لګښت راځي، چې نږدې ۸۵ سلنه چارې یې بشپړې شوي او د روان کال تر پایه به په بشپړ ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۶۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او زرګونه کسانوته د کار زمینه برابره شي.
د اوبو دغه بند د هرات د کرخ ولسوالۍ پر سیند جوړیږي، چې له څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا یې کار ځنډنې روان دی. اوس اسلامي امارت هوډ کړی، چې د دغې ملي پروژې چارې بشپړې کړي.
د پاشدان اوبو او برېښنا بند د جوړېدو چارې د یوه کورني شرکت له لوري د آذربایجاني شرکت پر همکارۍ پر مخ وړل کېږي.
د دې پروژې انجنیر عبدالله غازي زاده ويلي، د اوبو او برښنا دغه بند تر ډېره د کرنې او څښاک د اوبو لپاره جوړېږي، چې د اوبو د زیرمو د ښه مدیریت لپاره به شاوخوا ۷۳ کیلومټره واړه او لوی کانالونه هم ولري.
اوسمهال په دې پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول کار کوي.
ویل کیږي، چې دغه بند ۵۴ میلیون مټرمکعب اوبه زیرمه کوي، چې د کرنې او څښاک صحي اوبو لپاره به وکارول شي.
تازه خبرونه
چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سولهییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربهتوب هم رانغاړي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمهییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.
شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عملپاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.
هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمهییزه همغږي پیاوړې شي.
روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.
د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه5 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
-
نړۍ4 days agoله ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
-
نړۍ5 days agoد رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
-
تازه خبرونه3 days agoله اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه3 days agoچین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې سلګونه افغان ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تازه خبرونه4 days agoله افغان حکومت سره عملي تعامل د رسمیت پېژندنې معنا نهلري – اروپايي ټولنه
