Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د هرات زلزله ځپلیو ته د ۱۴اعشاریه ۴ میلیون دالرو مرستې غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

د جمعې پر ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د هرات زلزله ځپلیو ته د سرپناه، تودوخې او ګرمو جامو د برابرولو لپاره د ۱۴ اعشاریه ۴ میلیون دالرو غوښتنه وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویاندې یوجین بیون په ژنیو کې یوه خبري کنفرانس څرګنده کړې، چې په هرات ولایت کې سلګونه زره کسان زیانمن شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د هرات زلزلې له زرو ډېر کسان مړه کړي او زرګونه نور ټپيان دي او ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

هغې زياته کړې، چې په ډېرو زلزله ځپلیو سيمو کې د دوى د خټین کورونه په بشپړ ډول له ړنګېدو وروسته تر شنه اسمان لاندې ویده کېدو ته اړ شوي دي.

دغه راز څرګندوي، چې په بېړنيو اړتياوو کې د ژمي له پيل مخکې د سرپناه، بخارۍ، د پخلنځي لوښي، پاکې اوبه، خواړه او ګرمې جامې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ مرستندویو ډلو په سیمه کې بې ځایه شويو خلکو ته خیمې، کمبلې او د نورو اړینو توکو په ګډون د سولر څراغونه او روغتیایي توکي مرته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلیو سیمو کې د جمعې پر ورځ د بشري خدمتونو ټول پروګرامونه، چې د پنجشنبې پر ورځ پیل شوي د سخت توپان له کبله ودرول شول.

تازه خبرونه

د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو ۷۲۴ موټر راولېږدېدل

د پاکستان« ټوډی» ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او استازي محمد یحیی ویلي؛ د مرستو ۷۲۴ موټر له تورخم څخه تېر شوي او په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته رسېدلي دي.

Published

on

د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو هغه ۷۲۴ موټر راولېږدېدل، چې د ملګرو ملتونو او پاکستانيو اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له اړمنو کورنیو سره د حیاتي مرستو د رسولو لپاره رالېږدول شوي دي.

د پاکستان« ټوډی» ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او استازي محمد یحیی ویلي؛ د مرستو ۷۲۴ موټر له تورخم څخه تېر شوي او په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته رسېدلي دي.

هغه د پاکستان له حکومت او ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د دې بشري لارې په پرانیسته کې یې همکاري کړې ده.

د لارو د تړل کېدا ترڅنګ پرله‌پسې نښتو او اقتصادي ستونزو د تورخم دواړه غاړې خلک له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

دغه راز ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو هڅه کړې، چې زیان‌منو کورنیو ته خوراکي توکي او نورې حیاتي مرستې ورسوي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د اعلان په غبرګون کې ویلي، چې اسلام‌آباد له دې بشري هڅې ملاتړ کړی او د افغانستان له اړمنو کورنیو سره یې د مرستو په رسولو کې همکاري کړې ده.

د دغو مرستو لېږد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیا اوس هم روانه ده. اسلام‌آباد څو ځله افغانستان د تحریک طالبان پاکستان او وسله‌والو ډلو پر ملاتړ تورن کړی؛ خو کابل دا تور ردوي او د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بولي.

سره له دې، چې لارې د عادي سوداګرۍ پر مخ تړلي او امنیتي ترینګلتیا روانه ده؛ افغانستان ته د بشري مرستو لېږد آسانه شوی دی.

تېره میاشت هم د تورخم له لارې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو له ۲۶ موټر، څخه ۲۱ موټر افغانستان ته داخل شوي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي

د چارواکو د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی او د ځینو اسعارو پر پرتله یې ارزښت هم لوړ شوی دی.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۵, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت چارواکو ويلي، افغانستان له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سیاسي ننګونو او د ځینو سوداګریزو لارو پر تړل کېدا سربېره یې سوداګرۍ، صادراتو، کانونو، کورني تولید او بېخبنايي پروژو پراختیا موندلې ده.

د چارواکو د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی او د ځینو اسعارو پر پرتله یې ارزښت هم لوړ شوی دی.

دوی همداراز د سترو ژېخبنايي پروژو د پیل، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کانونو د فعالیتونو له پراختیا خبر ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، په تېرو پېنځه کلونو کې د کانونو، برښنا تولید، کرنې، ټرانسپورټ او سیمه‌ییزې نښلونې په برخو کې مهم کارونه شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ټاپي، ټاپ او کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژو ته ورته د سیمه‌ییزو پروژو چارې هم روانې دي.

مجاهد ویلي:« د ټاپي پروژه سمه ده، چې د افغانستان په خاوره کې روانه ده او ان‌شاءالله په ۲۰۲۶ز.کال کې به تر هراته بشپړه شي؛ خو د هلمند او کندهار د دوه نورو پړاوونو کار پاتې دي او وروسته به له بلوچستان سره ونښلول شي. سیمه دغو پروژو ته اړتیا لري او باید سیاسي نه‌شي.»

چارواکي وايي، په دې موده کې د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره شوې او د کانونو او عام‌المنفعه پروژو په برخو کې د سلګونو زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده. د ملي عوایدو زیاتوالی، د کورنیو عوایدو له لارې د ملي بودجې برابرول، د لویو لارو بیارغونه او د ټرانزیټ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول هم هغه برخې دي، چې حکومت یې له تېرو پېنځه کلونو اقتصادي لاسته راوړنې بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارډ او ۹۳۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې یو میلیارډ او ۸۰۷ میلیون ډالر صادرات او ۱۲ میلیارډ او ۱۲۵ میلیون یې واردات ول.

دا شمېر په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې افغانستان د ۲۰۲۵ز.کال په دوه‌یمه نیمایي کې له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې له جدي ستونزو سره مخ شو. د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو او د تورخم په ګډون د ټرانزیټي لارو له تړل کېدا وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري هم ودرېده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ له دې مخکې پاکستان تورن کړی و، چې په تېرو کلونو کې یې د ټرانزیټي لارو تړل له افغانستان سره د فشار د وسیلې په توګه کارولي دي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د ترینګلتیا له زیاتېدا وروسته له پاکستان سره د سوداګرۍ د درولو او د افغانستان د مالونو د لېږد لپاره د بدیلو لارو د موندلو غوښتنه کړې وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ هند، پاکستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، قزاقستان، ایران، ترکیه، چین، عراق او تاجکستان د افغانستان له مهمو صادراتي بازارونو څخه دي.

انځر، ممیز، انجه او د هغې تخم، د ډبرو سکاره، پنبه، پسته، بادام، زعفران، زردالو، زېره، مڼې، انګور، شات، نوشابې، معدني ډبرې، غالۍ، انار او جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه بلل شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکي ویلي؛ د کورنیو تولیداتو د زیاتولو او پر وارداتو د اتکا د کمولو لپاره هڅې روانې دي او افغانستان کولی شي په راتلونکو کلونو کې د کرنې، کانونو، صنعت او ټرانزیټ د برخو له پراختیا سره په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې خپل ځای پیاوړی کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په درواز کې یوه ښځه د«مخربو او فرصت‌طلبو کسانو» پر ډزو وژل شوې

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه وزارت د اګست پر دیارلسمه ماښام د تاجکستان د بدخشان د خودمختار ولایت د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې له وژل کېدا پر خواشینۍ خبر شوی دی.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د درواز په اړوند سیمه کې د یوې ښځې پر وژل کېدا خواشیني څرګنده کړې او څرګندوي، چې دغه پېښه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ له سرحدي سیمې څخه د «مخربو او فرصت‌طلبو کسانو» د ډزو له کبله رامنځته شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه وزارت د اګست پر دیارلسمه ماښام د تاجکستان د بدخشان د خودمختار ولایت د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې له وژل کېدا پر خواشینۍ خبر شوی دی.

بلخي د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قربانۍ کورنۍ او د تاجکستان خلکو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې، په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ځینې«مخرب او فرصت‌طلب کسان» د افغانستان د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه کوي، چې دا کار د سیمې پر امنیت او ثبات او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور پر فضا منفي اغېز کولی شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د امنیت، ثبات، ښه ګاونډیتوب او د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي ته ژمن دی او هیچاته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان له خاورې د ګډوډۍ او امنیت د خرابولو لپاره کار واخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د هوايي حریم د نقض او په درواز سیمه کې د یوې ښځې د وژل کېدا له ادعا وروسته افغان چارواکو ته اعتراضي یادښت استولی دی.

تاجکستانۍ رسنۍ«آسیا-پلاس» راپور ورکړی، چې دوشنبې له افغانستان څخه غوښتي، چې د تاجکستان د دولتي پولو خوندیتوب ته درناوی وکړي او د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!