Connect with us

تازه خبرونه

مونږ په افغانستان کې د پوځي عملیاتو اراده نلرو- بلاول بوتو

خپور شوی

د

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري له تحریک طالبان پاکستان یا تي تي پي سره خبرې اترې رد کړې او څرګندوي، چې هېواد یې په افغانستان کې د دغې ډلې پر ضد د بریدونو اراده نلري.

بلاول بوتو زرداري د نړۍ د اقتصادي سرمشریزې په څنډه کې اناتولي خبري اژانس ته ویلي: مونږ د پولې په اوږدو کې د عملیاتو له پیلولو سره لیوالتیا نلرو او نه غواړو، چې له رامنځته شوې اوږدې جګړې وروسته د نورو پوځي مداخلو ملاتړ وکړو.

نوموړي له واشنګتن پوست سره په مرکه کې له هغو وسلوالو سره خبرې اترې رد کړي، چې د پاکستان اساسي قانون او قوانینو ته درناوی نه‌کوي.

هغه څرګنده کړې: په پاکستان کې نوې رهبري؛ که سياسي ده او که پوځي، دواړه ډېر څرګند دريځ لري. له هغو ترهګرو سازمانونو سره به خبرې ونشي، چې زموږ قوانینو او اساسي قانون ته درناوی نه‌کوي.

زرداري ادعا کړې، چې اسلامي امارت پر تحریک طالبان پاکستان نفوذ لري او پاکستان په دې برخه کې له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دی.

هغه اناتولي ته په ډاګه کړې، چې پاکستان غواړي له دې ګواښ سره د مبارزې لپاره په افغان حکومت کې وړتیاوې رامنځته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د نړۍ ټول هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه د د تروریستي فعالیتونو شونتیا اندېښمن کړي دي.

نوموړي واشنګتن پوست ورځپاڼې ته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له منځه وړل د پاکستان او امریکا ګډه ګټه ده.

له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی و، چې که کابل د تي تي پي یا تحریک طالبان پاکستان د پټنځیو د له منځه وړلو لپاره هڅې ونه‌کړي؛ اسلام‌آباد ښايي د دوی پر پناه ځایونو بریدونه وکړي.

هغه وخت د اسلامي امارت دفاع وزبر د دغو څرګندونو په غبرګون کې د تحریک طالبان پاکستان شتون د افغانستان پر خاوره رد کړ او ویلي یې ول، چې دا هېواد بې مالکه ندی او اسلامي امارت د تل په څېر له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دی.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!