Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ټرمپ به د اسرائیل او ایران د جګړې خطر زیات نکړي – فیصل بن فرحان

د اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې وېره د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته زیاته شوه او د ایران د متحدینو په ګډون یې د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان د فلسطینیانو پر ملاتړ په جګړه کې ښکېل کړل.

خپور شوی

د

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سېشنبې پر ورځ (د سلواغې دوه‌یمه) ویلي، چې د اسرائیل او ایران ترمنځ باید د جګړې مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړې؛ باوري ندی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت وکولی شي د داسې یوې جګړې خطر زیات کړي.

فیصل بن فرحان دا خبرې په سویس کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې کړي او دغه راز یې په راتلونکو څو ورځو کې لبنان ته له خپل سفر هم خبر ورکړ.

دا به د سعودي د بهرنیو چارو وزیر لخوا په تېره یوه لسیزه کې لبنان ته لومړی رسمي سفر وي.

شهزاده فیصل وایي: “طبیعي ده، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه او دغه راز زمونږ په سیمه کې هر ډول جګړه هغه څه دي، چې مونږ باید تر ممکنه حده ترې ډډه وکړو.”

هغه زیاته کړې: “زه د امریکا حکومت د جګړې د خطر عامل نه‌ګڼم؛ بلکې دا ښکاره ده، چې ولسمشر ټرمپ د شخړې پلوي ندی.”

د اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې وېره د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته زیاته شوه او د ایران د متحدینو په ګډون یې د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان د فلسطینیانو پر ملاتړ په جګړه کې ښکېل کړل.

اسرائیلو په غزه کې د حماس او د لبنان د حزب الله پر وړاندې ویجاړونکې جګړه پیل کړه؛ د دواړو ډلو پوځي جوړښتونه یې ویجاړ کړل، په منځني ختیځ کې یې د ایران د نفوذ شبکه له منځه یوړه او د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، چې د ایران یو متحد و؛ په نسکورولو کې مرسته وکړه.

د اوکټوبر له بریدونو ۱۵ میاشتې وروسته د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه لاسلیک شوه.

د قطر لومړي وزیر په دې غونډه کې دا هیله هم څرګنده کړه، چې د اسرائیلو د جګړې له پای ته رسیدو وروسته به د فلسطین اداره بېرته د غزې د ادارې لپاره سیمې ته راستانه شي او د غزې خلک باید پرېکړه وکړي، چې غزه څنګه مدیریت شي.

اسرائیل د غزې په اداره کولو کې د حماس هر ډول رول رد کړی؛ خو څه نا څه پهمدې کچه له فلسطیني حکومت سره هم مخالف دی.

سیمه ییز خبرونه

مجتبا خامنه‌یي د ایران نوی مذهبي رهبر شو

نوموړی د یکشنبې پر ورځ د خبرګانو مجلس له‌خوا، چې د ۸۸ غړيو پر لرلو د علي خامنه‌یي د ځایناستي د غوره کولو دنده لري؛ مخکښ وګڼل شو.

Published

on

ایران د دوشنبې پر ورځ د علي خامنه‌یي ځایناستی د هغه زوی سخت دریځی مجتبا خامنه‌یي د مذهي رهبر په توګه ونوماوه.

رویټرز راپور ورکړی، چې مجتبا یو داسې عالم دی، چې د ایران په امنیتي ځواکونو کې نه یوازې پراخ نفوذ لري، بلکې له پلاره ورپاتې د سوداګریزو برخو رهبري هم کوي.

نوموړی د یکشنبې پر ورځ د خبرګانو مجلس له‌خوا، چې د ۸۸ غړيو پر لرلو د علي خامنه‌یي د ځایناستي د غوره کولو دنده لري؛ مخکښ وګڼل شو.

د خبرګانو مجلس د تهران د وخت له نیمې شپې وروسته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: “د یوې پرېکنده رایې له مخې آیت الله سید مجتبا حسیني خامنه‌یي د ایران درېیم رهبر شو.”

دا مقام مجتبا ته په حکومتي چارو کې بشپړواک ورکوي.

ټرمپ د ایران د نوي مذهبي رهبر مجتبا د ټاکنې په غبرګون کې ویلي: “وګورو، چې څه پېښیږي.

ټرمپ د نوي مذهبي رهبر له نومولو وروسته له اسرائیل ټایمز سره په یوه مرکه کې له هر اړخیز ځواب ویلو څخه ډډه کړې؛ خو یوازې یې وویل: ” وګورو، چې څه پېښیږي.”

د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ په دې مرکه کې ویلي، چې د جګړې پای ته رسول د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ګډه پرېکړه غواړي.

د مجتبا پلار ستر مذهبي رهبر علي خامنه‌یي له یوې اوونۍ څخه ډېر وخت کیږي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل په پیل شویو لومړیو بریدونو کې وژل شوی دی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایران د وسلوالو ځواکونو مشرتابه مجتبا خامنه‌یي ته د وفادارۍ ژمنه کړې او د سپاه پاسدارانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ دوی چمتو دي، چې له نوي مذهبي رهبر ملاتړ روان وساتي.

د ایران امنیت شورا رییس علي لاریجاني د یکشنبې پر ورځ د ایران په دولتي ټلویزیون کې له اعلان وروسته ویلي، چې د خبرګانو مجلس د نوي ستر مذهبي رهبر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه؛ سره له دې، چې ورسره ګواښونه هم مل ول.

لاریجاني ویلي؛ مجتبا خامنه‌یي کولی شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هېواد رهبري وکړي او پر نوي رهبر یې د راټولېدو غوښتنه وکړه.

ایران د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې په ټوله سیمه کې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی د امریکا نااړینو دولتي کارمندانو او د هغو د کورنۍ غړو ته امر کړی، چې د خطرونو له کبله له سعودي عربستان څخه ووځي.

د سعودي دفاع وزارت د امریکا پر سفارت د ایران له برید وروسته د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی یوه ډرون الوتکه ویشتلې، چې هڅه یې کوله ډیپلوماټیکه سیمه پر نښه کړي.

د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د کمپاین پر نهمه ورځ د جګړې شدت زیات او د تهران پر فضا تور لوګی پورته شو. د ایران اوسېدونکو ویلي، چې د تېلو پر زیرمو د بریدونو له کبله د شپې آسمان پر نارنجي شعلو ړنا و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي، چې دا برید پراخه و.

ویل کیږي، چې د ایران د نوي مذهبي مشر له معرفي کولو وروسته د تېلو بیه هم لوړه شوې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه

هغه په ​​یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې “ځینې خنډونه” اوس هم حل ته اړتیا لري.

Published

on

د ایران د خبرګانو مجلس غړی محمد مهدي میرباقري ويلي، چې د ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه د “اکثریت” نظر چمتو شوی دی.

هغه په ​​یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې “ځینې خنډونه” اوس هم حل ته اړتیا لري.

ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د خبرګانو مجلس په دې اړه یو کوچنی اختلاف لري، چې آیا د دوی وروستۍ پرېکړه باید له حضوري ناستې وروسته وشي یا پرته له داسې رسمي مراسمو رامنځته شي.

دغه راز د خبرګانو مجلس بل غړي محسن حیدري آل کثیر په یوه ویډیو کې ویلي؛ په اوسنيو شرایطو کې د وروستۍ رایې لپاره د غونډې مخامخ یا حضوري ناسته ممکنه نده.

نوموړي زیاته کړې: دا غوراوی د علي خامنه‌یي د  سپارښتنې له مخې د ایران رهبر باید داسې څوک وي، چې دښمن ترې کرکه ولري؛ نه دا، چې ستایل شوی وي.

حیدري آل کثیر د غوره شوي ځایناستي په اړه وایي: «حتا لوی شیطان (امریکا) د هغه نوم یاد کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه: د خامنه‌یي زوی مجتبی ورته د «نه منلو » غوراوی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان

دغه راز د سعودي بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې که د ایران بریدونه پر سعودي یا د انرژۍ پر تاسیساتو دوام وکړي؛ ریاض ښايي اړ شي، چې امریکایي ځواکونو ته د سعودي له پوځي اډو څخه د استفادې اجازه ورکړي او د بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.

Published

on

سعودي عربستان ایران ته خبرداری ورکړی، چې پدې هېواد دې له بریدونو ډده وکړي او که خپل بریدونه روان وساتي؛ ریاض ښايي متقابل ځواب ورکړي.

څلور باخبره سرچینو رویټرز خبري سرچینې ته څرګنده کړې، چې سعودي عربستان د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره له ډیپلوماټیکو لارو ملاتړ کوي.

دا پیغام د شنبې پر ورځ د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له وینا مخکې لېږل شوی و.

هغه په خپله وینا کې د خلیج له ګاونډ هېوادونو څخه د ایران د بریدونو له کبله بښنه وغوښته. داسې ښکاري، چې دا کار د سیمې د قهر د کمولو لپاره شوی؛ ځکه ایران پر ځینو غیرنظامي هدفونو بریدونه کړي وه.

له دې دوه ورځې مخکې، د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر په ټیلیفوني اړیکه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د ریاض دریځ شریک کړی و.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ سعودي عربستان ویلي: له هر ډول منځګړیتوب ملاتړ کوي، چې تاوتریخوالی کم او د خبرو له لارې حل پیدا شي.

همدارنګه ټینګار شوی؛ سعودي عربستان او د خلیج نورو هېوادونو اجازه نده ورکړې، چې د دوی له هوايي حریم یا خاورې څخه امریکا پر ایران بریدونه وکړي.

دغه راز د سعودي بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې که د ایران بریدونه پر سعودي یا د انرژۍ پر تاسیساتو دوام وکړي؛ ریاض ښايي اړ شي، چې امریکایي ځواکونو ته د سعودي له پوځي اډو څخه د استفادې اجازه ورکړي او د بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې: له هغه وخت راپدېخوا، چې د امریکا او اسرائیلو پوځي عملیات د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران پیل شوي؛ سعودي عربستان د خپل سفیر له لارې له تهران سره منظم تماسونه ساتلي دي.

په تېرې اوونۍ کې متحده عربي امارات، کویټ، قطر، بحرین او عربستان د ایران د پراخو بې‌پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو هدف ګرځېدلي وه.

د جګړې پر لومړۍ ورځ د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌یي ووژل شو او له هغې وروسته ایران پراسرائیل او هغو هېوادونو بریدونه وکړل، چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.

مسعود پزشکیان ویلي: د ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا پرېکړه کړې، چې پر ګاونډ هېوادونو بریدونه ودروي؛ خو که له هغو هېوادونو څخه پر ایران برید وشي بیا به، نو ځواب ورکړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ځینو پوځي قومندانانو ټینګار کړی؛ د امریکا او اسرائیلو پوځي اډې په سیمه کې اوس هم د ایران د بریدونو اصلي هدفونه دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!