Connect with us

تازه خبرونه

پاتې جنګي تجهیزات او د بګرام اډه بېرته ترلاسه کول یو خوب او خیال دی – ذبیح الله مجاهد

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ په ایکس کې د افغانستان په اړه پر روانو بدلونونو کره کتنه کړې ده.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بګرام اډې د بېرته نیولو او په دې هېواد کې د پاتې وسلو او تجهیزاتو په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې «دا یو خوب او خیال» وباله او د ټرمپ دا ادعا یې رد کړه، چې چین بګرام اداره کوي.

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ په ایکس کې د افغانستان په اړه پر روانو بدلونونو کره کتنه کړې ده.

مجاهد د بګرام په اړه د چین د ادارې ادعا رد کړې او څرګندوي: “دا اډه د اسلامي امارت د ځواکونو په لاس کې ده.”

هغه ټینګار کړی: “افغانستان خپلواک دی او مونږ به خپله خاوره هیڅ هېواد ته ونه‌سپارو. بګرام زمونږ د خپلو ځواکونو په واک کې دی، نه د چین.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي، چې د بګرام اډه د چین په لاس کې ده.

ټرمپ له دې مخکې د بګرام د بېرته نیولو په اړه خبرې کړې وې؛ خو د اسلامي امارت ویاند وویل: “د بګرام نیول یو خوب او خیال دی؛ امریکا هم باید له دې خیاله ځان خلاص کړي او د پخواني رژیم فراریان هم.”

هغه له اسلامي امارت څخه د امریکایي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ایستلو په اړه دا هم ویلي: “دا وسلې غنیمت نیول شوي او مونږ یې اوس د پت، خپلواکۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره کاروو.”

هغه امریکا ته خبرداری ورکړ او وایي: “مونږ د اشرف غني اداره نه‌یوو، چې هر څه امر کوئ؛ همغسې به عملي کیږي.”

مجاهد ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د لویدیځ لاسوهنه ورځ تر بلې زیاتیږي. هغه زیاتوي: ” د هغو لاس تر مونږه نه‌رارسیږي؛ خو تبلیغات خپروي. دوی ته د ماتې هیرول اسانه ندي.”

د اسلامي امارت ویاند د ډونالډ ټرمپ څرګندونې ټاکنیزې وبللې او وایي، چې “ټرمپ اوس بېرته واک ته راګرځېدلی او ورو- ورو یې سر خلاصیږي.”

مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو څخه درې نیم کاله تېر شوي او تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی او له نړۍ سره یې بانکي اړیکې هم ځنډول شوې؛ وویل: ” پر اوسني بنبست پړه نه‌یوو.”

هغه څرګنده کړې، چې بهرنۍ اړیکې دوه اړخیزه وي او د بل لوري له رضایت پرته د اړیکو د ښه‌کولو لپاره یو اړخیزې هیڅ پایلې نه‌لري.

هغه څرګنده کړې؛ اوس هېوادونه د امریکا له لارښوونې پرته په خپلواکه توګه اړیکې نشي ټینګولی. هغه ویلي، چې امنیت شورا او ملګري ملتونه ټول د امریکا تر نفوذ لاندې دي.

نوموړي ویلي: “سره له دې، چې فضا ترینګلې ده؛ خو مونږ له ۴۰ هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لرو.”

د اسلامي امارت ویاند هغو راپورونو ته هم غبرګون ښکاره کړی، چې په ترکیه کې پخواني افغان ګوندي مشران د پاکستان د استخباراتي ادارې له استازو سره لیدلي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي؛ استخباراتي معلومات ښیي، چې په ترکیه کې ځینو پخوانیو افغان مشرانو د آی‌ ایس آی له استازو سره لیدلي دي.

هغه وایي، چې “دې څېرو، چې شل کاله يې طالبان له پنجاب سره د تړاو پر تور تورنول؛ اوس پخپله له آی ايس آی سره وفاداري ښيي.”

هغه څرګنده کړې، چې دې خلکو د لویدیځ استخباراتو پر ملاتړ څه ترلاسه نکړل. اوس فکر کوي، چې د آی ایس آی پر ملاتړ بېرته راستنېدلی شي. هغه تکرار کړه، چې “دا خوب او خیال دی.”

هغه د مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو راپورونو ته په ځواب کې داسې ټینګار څرګند کړ: “په افغانستان کې بې ساری امنیت ټینګ دی. امنیتي ځواکونه ډېر کوچنی مخالف حرکت ځپي، نیسي او په ځینو مواردو کې یې  حتا وژني.”

دغه راز هغه د اسلامي امارت له ځواکونو وغوښتل، چې د رسنیو د تبلیغاتو ” ښکار”  او “وارخطا ”  هم نشي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!