Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان له پېښوره هم د افغان کډوالو ایستل پیل کړل

خپور شوی

د

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې لنډمهالي حکومت له پېښوره هم د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

د دغه راپور له مخې؛ د پاکستان پولیسو نن (یکشنبه د لړم ۲۸) له پېښوره هم د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او ویستلو بهیر پیل کړی دی.

ويل کيږي، چې پاکستانيو پوليسو نيول شوي مهاجر نن سهار د پېښور په ناصر باغ سيمه کې يوه نوي جوړ شوي کمپ ته ولېږدول.

راپور زیاتوي، چې نیول شوي کډوال به وروسته افغانستان ته واستول شي.

که څه هم د پاکستان د حکومت دغه کړنې د بشري حقونو د ټولنې له پراخو اعتراضونو سره مخ شوي؛ خو اسلام‌آباد د دغې پرېکړې پر عملي کېدو ټينګار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې راپدیخوا د پاکستان لنډمهالي حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

تازه خبرونه

متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.

ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمه‌ییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا کار په کونړ ولایت کې پر ملکي موخو او عامه ودانیزو بنسټونو؛ په ځانګړي توګه د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې اړوند سیمو د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن(سژ‌شنبه د غویي اتمه) په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار شوی او د اسلامي امارت رسمي اعتراض‌لیک ورته وسپارل شو.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا کار په کونړ ولایت کې پر ملکي موخو او عامه ودانیزو بنسټونو؛ په ځانګړي توګه د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې اړوند سیمو د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د هېواد له هوايي حریم او ځمکني بشپړتیا ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بللی او غندلي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي: اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې، چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي؛ ردوي او ټینګار کوي، چې د دې وضعیت ریښې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت دا ټینګار هم کړی، چې افغانستان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق لري او له پوځي رژیم یې غوښتي، چې له ورته کړنو څخه ډډه وکړي.

د خبرپاڼې په وروړستۍ برخه کې خبرداری ورکړ شوی، چې د دا ډول «غیرمسوولانه» اقداماتو دوام کولی شي ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په اسعدآباد کې ملکي مرګ او ‌ژوبله؛ یوناما د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه وکړه

یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ‌ژوبله اوښتې ده.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د تېرې ورځې له غرمې وروسته د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له کبله د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد په ځینو سیمو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده.

یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ‌ژوبله اوښتې ده.

دې بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې؛ ملکي وګړي او عامه ځایونه، په ځانګړي توګه ښوونیز مرکزونه باید په هر حالت کې له بریدونو وساتل شي.

یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!