ساینس او ټیکنالوژي
پر امریکا، کاناډا او اروپا د تورو وریځو ننداریزه لړۍ خپره شوې
د آسمان ننداره کوونکیو د روانې اوونۍ په وروستیو کې د ځمکې پر مخ تر ټولو نایابه ځلېدونکې ورېځې د لویدیځې امریکا، اروپا او کاناډا په ځینو برخو کې لیدلي، چې ننداره یې له تېرو ۱۵ کلونو لیدل شوې نده.
میل آنلاین په ډاګه کړې؛ دغه شپه نومې وریځې په آسمان کې هغه وخت ,ځلیدلې، چې لمر تر افق لاندې حرکت وکړ.
دغه تورې وریځې، چې د شپې وریځې نومول شوي په میسوسفیر کې رامنځته کیږي، چې شاوخوا ۸۰ کیلومتره لوړوالی لري. دا وریځې د ځمکې په اتموسفیر کې ترټولو لوړې جوړیږي.
ورېځې د یخ او کنګل کرسټالونه لري، چې ماښام مهال لمر د افق لاندې روښانه څرګندیږي.
په سیاتل کې د هوا ملي خدماتو دفتر د ټولنیزو رسنیو له لارې څرګنده کړې؛ په حقیقت کې دې ته ورته بل هیڅ شی شتون نلري. دا د ناڅاپه بادونو خورا روښانه نندارې دي، چې له لسیزو وروسته لیدل کیږي.
د میل آنلاین د راپور له مخې؛ وریځې د نیلي او سپینو زرو لیکو سره ښکاري او په عمومي ډول په شمالي او سویلي نیمه کره کې د ۴۵ او ۸۰ درجو په عرض البلدونو کې لیدل کیږي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ایران پر سترو بانکونو سایبري برید؛ بانکي خدمتونه ګډوډ شول
د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.
د ایران یو شمېر ستر بانکونه د شنبې پر ورځ د یوه سایبري برید له کبله له پراخو بانکي ستونزو او ګډوډیو سره مخ شول.
د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.
د دې پېښې له کبله د انلاین او موبایلي بانکدارۍ خدمتونه، د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ATM)د پلور ماشینونه (POS) او ځینې بانکي راکړې ورکړې له ستونزو سره مخ شوې دي.
ایراني چارواکو ویلي، تخنیکي څېړنو ثابته کړې، چې د دغو ګډوډیو لامل یو سایبري برید و.
اغېزمنو بانکونو ویلي، چې د برید له پېژندلو سره سم یې تخنیکي ډلو د مشتریانو د معلوماتو او بانکي بېخبناوو د خوندیتوب لپاره اړین احتیاطي ګامونه پورته کړي دي.
دغه راز د ایران د دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې مسوولانو ویلي، چې د سیسټمونو د بېرته رغولو او فعالولو بهیر پیل شوی او د ستونزو ډېره برخه هواره شوې ده.
چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې تر اوسه د مشتریانو معلوماتو ته د غیرمجاز لاسرسي هیڅ نښه نهده لیدل شوې او د بانکي معلوماتو د افشا کېدا کوم راپور هم خپور شوی نهدی.
ساینس او ټیکنالوژي
سایبري برید د اروپا درې لوی هوايي ډګرونه له ګډوډۍ سره مخ کړل
دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.
د اروپا په درې بوختو هوايي ډګرونو کې د رخصتیو پر مهال د کالینز هوایي شرکت د الوتنې سیسټم پر سایبري برید ګډوډ کړ، چې د مسافرینو د چک کولو او پورته کولو لپاره کارول کېده.
دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.
مسافرین له اوږدو کتارونو او پراخ ځنډ سره مخ شول.
د هوایي چلند شنونکي شرکت سیریوم د څرګندونو له مخې؛ یوازې د شنبې پر ورځ ۳۵ بهرنۍ او ۲۵ کورنۍ الوتنې لغو شوې، چې د بروکسل هوايي ډګر تر ټولو ډېر زیانمن شو.
ګډوډي د یکشنبې پر ورځ هم روانه وه، چې ۳۸ بهرنۍ او ۳۳ نورې کورنۍ الوتنې لغو شوې.
د بروکسل هوايي ډګر له هوايي شرکتونو څخه غوښتنه کړې؛ خپلې الوتنې د دوشنبې تر ورځې پورې نیمایي ته راټیټې کړي او خبرداری یې ورکړ، چې تر ۱۴۰ پورې نورې هم لغو کېدی شي.
کالینز هوایي شرکت ویلي، چې دوی د برید د خپرېدا د مخنیوي لپاره اغېزمن شوي سیسټمونه بېل کړي؛ خو د بشپړې رغېدو لپاره یې وخت ندی ورکړی.
په انګلستان، جرمني او بلجیم کې د سایبر امنیت ملي ادارې د پېښې په اړه څېړنه کوي؛ خو دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا برید د تاوان سافټویر و، د خدماتو د بندېدا برید و یا منظم دولتي عملیات.
اروپايي کمیسیون دا ګډوډي “جدي؛ خو منظم نه” وبلله؛ خو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا پېښه پر مرکزي ډیجیټل سیسټمونو د ډېرې تکیه کولو خطرونه پر ګوته کوي.
هوایی ډګرونو له مسافرینو څخه غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه درې ساعته دمخه هوایي ډګر ته راشي او د الوتنې د تازه حالت توضیحاتو لپاره د هوایي شرکتونو وضعیت وګوري.
لکه څنګه، چې هوایي شرکتونه د مسافرینو د بیا الوتنې لپاره هڅه کوي؛ چارواکو خبرداری ورکړی، چې د ځنډ لړۍ ممکن تر راتلونکې اوونۍ وغځیږي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل له آیفون ۱۷ ایر، ایر پاډز پرو ۳ او نوي ځیرک ګړیو مخکتنه وکړه
آیفون ۱۷ پرومکس د شرکت تر ټولو لوړ ماډل دی، چې ۱۰۹۹ ډالره بیه، د زیرمې لوړې وړتیا لرونکې بیټرۍ، المونیمي باډي، د یخولو مایع سیسټم او په درې لینزونو کې ۴۸ میګاپکسله کمره لري.
ایپل د آیفون نوی نسل او څو نوي محصولات معرفي کړل؛ آیفون ۱۷ ایر د اپل په تاریخ کې ترټولو نری ماډل او ۵.۶ ملي مټر پلنوالی لري او ۹۹۹ ډالر بیه لري، چې د وږي پر اتهویشتمه به له ای۱۹پرو چپ او برښنایي سیمکارټرو سره بازار ته وړاندې شي.
آیفون ۱۷ پرومکس د شرکت تر ټولو لوړ ماډل دی، چې ۱۰۹۹ ډالره بیه، د زیرمې لوړې وړتیا لرونکې بیټرۍ، المونیمي باډي، د یخولو مایع سیسټم او په درې لینزونو کې ۴۸ میګاپکسله کمره لري.
د ایر پاډز پرو ۳د کوچني ډیزاین، د لوړ غږ لرې کولو له ځواک، مصنوعي ذکاوت ځواکمنې ژوندۍ ژباړې او زړه ضربان حس سره معرفي شو. د بیټرۍ د زیرمې ساتنه اته ساعته ټاکل شوی او بیه یې ۲۴۹ډالر ټاکل شوی ده.
دغه راز اپل د لړۍ ۱۱ساعتونه هم لري، چې بیه یې ۳۹۹ډالر، SE3 پر ۲۴۹ډالرو او الټرا ۳د ۷۹۹ډالرو لپاره وړاندې شو. نوې ځانګړتیاوې په لړۍ ۱۱کې د وینې فشار خبرتیاوې او په اولټرا ۳کې د سپوږمکۍ اتصال هم رانغاړي.
دغه نندارتون به د کالیفورنیا د کوپرټینو په اپل مرکزي دفتر کې ترسره او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې به پر ژوندۍ بڼه خپور شي.
-
نړۍ2 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري2 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه1 day agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
تازه خبرونه3 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
نړۍ3 days agoد واشنګټن او تهران هوکړه نن یکشنبه لاسلیککیږي؛ هرمز تنګی به ټولو هېوادونو ته پرانیستل شي
-
سوداگري3 days agoایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
